bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 30
Proverbs 30
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 29
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 31 →
1
د ياقه د زوئ اجور پېغام چې د خُدائ کلام دے. دې سړى پېغام ورکړو ايتىاېل ته او ايتىاېل اوکال ته.
2
بېشکه چې زۀ په ټولو انسانانو کښې بېوقوفه يم، ما کښې د انسان په شان عقل نشته.
3
ما عقل او حِکمت نۀ دے زده کړے، او نۀ ما ته د مقدس ذات په حقله پته شته.
4
آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.
5
د خُدائ پاک هره خبره قابل اعتماد ده، هغه د هغوئ دپاره ډال دے څوک چې په هغۀ کښې پناه اخلى.
6
د هغۀ د کلام سره اضافه مۀ کوه ځکه چې هغه به دې ورَټى او دروغژن به دې ثابت کړى.
7
اے مالِکه خُدايه، زۀ د خپل مرګ نه وړاندې ستا نه دوه خواستونه کوم زما خواستونه مۀ رد کوه،
8
ما د دروغو او د چل وَل نه وساته مۀ ما غريب کړه او مۀ مې مالداره کړه، خو ما ته صرف خپله د هرې ورځې روټۍ راکړه.
9
هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بېعزتى وکړم.
10
د يو نوکر غېبت د هغۀ نېک ته مۀ کوه هسې نه چې د هغۀ لعنت هغه په تا ووائى او دا به ستا دپاره تکليف جوړ کړى.
11
داسې انسانان هم شته چې په خپلو پلارانو لعنت وائى او په خپلو ميندو بدرد وائى،
12
خو هغوئ ته خپل ځان صفا ښکارى نو تر اوسه پورې د هغوئ هغه ګندګى لا صفا شوې نۀ ده،
13
خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکې وى، او نورو ته په سپک نظر ګورى.
14
د هغوئ غاښونه د تُورو په شان دى او د هغوئ ژامنې د چړو په شان دى ترڅو چې غريبانان پرې د زمکې نه تير کړى، او د انسانانو نه ضرورتمند ختم کړى.
15
جوره دوه لوڼه لرى او هر وخت وائى چې، ”راکوه، راکوه.“ په دُنيا کښې درې څيزونه دى چې کله هم نۀ مړيږى، څلور څيزونه دى چې کله هم ”بس“ نۀ وائى،
16
قبر، او د شنډې رحم، او اوچه زمکه، او تېز اور.
17
هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.
18
په دُنيا کښې درې څيزونه دى چې هغه زما دپاره د حېرانتيا دى، او څلور څيزونه داسې دى چې په هغوئ زۀ پوهه نۀ شوم،
19
په هوا کښې د باز الوتل، او په ګټ باندې د مار تلل، او په سمندر کښې د کشتۍ اوړېدل، او د سړى مينه د ښځې سره پېدا کېدل.
20
دا د زناکارې ښځې طريقه ده چې کله زنا وکړى او بيا ولامبى او سراسر منکره شى او وائى چې، ”ما خو څۀ غلطى نۀ ده کړې.“
21
زمکه د درېو څيزونو په وجه لړزيږى، او څلور څيزونه برداشت کولے نۀ شى.
22
هغه غلام چې بادشاه شى، هغه کم عقل چې په ګېډه موړ شى،
23
ترخه ښځه چې وادۀ شى، او کومه وينځه چې د خپلې بىبى بن جوړه شى.
24
څلور څيزونه دى چې په زمکه واړۀ دى، خو دوئ ډېر زيات هوښيار دى.
25
مېږى خو کمزورے مخلوق دے، خو بيا هم په ګرمۍ کښې خپل ځان له خوراک راټولوى،
26
ځنګلى سوه خو کمزورے مخلوق دے خو په ګټانو او ګړنګونو کښې ځانله کور جوړوى،
27
د مُلخانو بادشاه نۀ وى، خو د لښکر په شان روان وى.
28
چرمښکۍ په لاس کښې هم رانيولے کېدے شى، خو دا د بادشاهانو په محلونو کښې ګرځى.
29
داسې درې بلکې څلور څيزونه دى چې په ناز ناز قدم اخلى يعنې،
30
زمرے، چې په ځناورو کښې د ټولو نه زيات تکړه دے او د يو څيز نه هم نۀ يريږى،
31
هغه چرګ چې ځان ببر کړى، نر چېلے، او بادشاه چې خپل فوجيان ورسره وى.
32
کۀ تا کم عقلتوب وکړو او خپل ځان دې لوئ کړو، او يا دې خرابې منصوبې جوړې کړې نو په خپلې خولې دې لاس کېږده.
33
دغه شان کۀ شُملې وشاربې نو د شُملو نه کُچ جوړيږى، لکه څنګه چې پوزه زور کړى او وينه ترې نه راوځى، غصه شاربل هم لانجه جوړوى.
← Chapter 29
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 31 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31