bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 8
Proverbs 8
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 9 →
1
غوږ شئ. ولې پوهه آوازونه نۀ کوى څۀ؟ پوهې خپل آواز نۀ دے پورته کړے څۀ؟
2
هغه په اوچتو ځايونو د لارې په خوا کښې، او چرته چې لارې په خپلو کښې ملاويږى ولاړه وى.
3
هغه ښار ته د ننوتو او راوتو دروازو په خوا کښې ولاړه وى او په زوره چغې وهى،
4
”اے خلقو زۀ تاسو ټولو ته آواز کوم، او په زمکه باندې ټولو انسانانو ته آواز کوم.
5
اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بېوقوفو. عقل حاصل کړئ.
6
غوږ شئ. ما سره ستاسو دپاره اعلىٰ خبرې دى، او زۀ چې شونډې پرانيزم نو هغه څۀ وايم څۀ چې صحيح وى.
7
زما خولۀ هغه څۀ وائى څۀ چې رښتيا وى، ځکه چې زما شونډې د دروغو نه نفرت کوى.
8
زما د خولې ټولې خبرې صحيح دى، يو خبره يې هم کږه يا د دوکې نۀ ده.
9
هوښيار په دې پوهيږى چې زما ټولې خبرې ټيک دى، چا سره چې عِلم وى هغۀ ته پته وى چې دا صحيح دى.
10
د سپينو زرو په ځائ زما لارښودنې غوره کړئ، او د خالص سرو زرو نه عِلم خوښ کړئ.
11
ځکه چې حِکمت د قيمتى کاڼو نه هم ګران دے، او ستا د خوښې يو څيز هم د دې برابر نۀ دے.
12
زۀ حِکمت د پوهې سره يو ځائ اوسېږم، او ما سره عِلم او تميز شته.
13
د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.
14
ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.
15
زما په وجه بادشاهان حکومت کوى او حکمرانان منصفانه قانون جوړوى.
16
زما په وجه شهزادګان حکومت کوى، او ټول صادق حکمرانان څوک چې په زمکه حکومت کوى.
17
زۀ د هغه چا سره مينه کوم څوک چې ما سره مينه کوى، او څوک چې زما لټون کوى نو ما بيامومى.
18
ما سره مال او عزت دے، تر ډېر وخته دولت او صداقت دے.
19
زما مېوه د سوچه سرو زرو نه ښۀ ده، او زما پېداوار د خالصو سپينو زرو نه بهتر دے.
20
زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،
21
څوک چې ما سره مينه کوى په ميراث کښې ورته دولت ورکوم، او د هغوئ خزانې به ډکې کړم.
22
مالِک خُدائ د هر څۀ نه وړاندې چې نور څۀ پېدا کړى، د ټولو نه اول يې زۀ پېدا کړم.
23
زۀ يې د ازل نه مقرر کړے وم، د دې نه مخکښې چې دُنيا لا پېدا شوې هم نۀ وه.
24
کله چې لا سمندر نۀ وو زۀ پېدا شوے وم، کله چې لا د چينو اوبۀ نۀ وې روانې شوې.
25
مخکښې د دې نه چې لا غرونه او غونډۍ په خپل ځائ نۀ وُو ولاړ زۀ پېدا شوے وم،
26
د هغې نه وړاندې چې لا خُدائ پاک زمکه او د هغې پټى او لا نۀ يې د دُنيا خاوره پېدا کړې وه چې زۀ پېدا وم.
27
زۀ هلته وم هر کله چې هغۀ آسمان په خپل ځائ ودرولو، او کله چې يې د سمندر په مخ د فضا لهرونه خوارۀ کړل،
28
کله چې هغۀ بره وريځ مقرر کړه او کله چې د سمندر د ډکولو دپاره چينې جوړې کړې،
29
او کله چې هغۀ سمندر ته حد مقرر کړو، ترڅو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه يو قدم هم زيات وانۀ خلى، او کله چې هغۀ د زمکې بنيادونه کېښودل نو زۀ هلته وم.
30
زۀ د هغۀ په څنګ کښې وم څوک چې د ټولو نه ښۀ ګلکار دے، زۀ هره ورځ د هغۀ د خوشحالۍ سبب وم، او ما تل د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوله،
31
زۀ د هغۀ په ټوله دُنيا کښې ډېره خوشحاله وم، او د انسانانو نه مې خوشحالى حاصلوله.
32
نو اوس اے زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، مبارک دى هغوئ څوک چې زما په لارو عمل کوى.
33
زما تعليماتو ته غوږ شئ او هوښيار شئ، دا مۀ نظر انداز کوئ.
34
مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وى، او زما په دروازه کښې انتظار کوى.
35
ځکه چې څوک ما ومومى نو هغه ژوند مومى، او د مالِک خُدائ رضا حاصلوى.
36
خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31