bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 10
Exodus 10
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 11 →
1
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه. ما د هغۀ او د هغۀ د درباريانو زړونه سخت کړى دى، چې زۀ په دوئ کښې خپلې دا معجزې څرګندې کړم
2
او چې تاسو خپلو زامنو او نمسو ته وئيلے شئ چې کله ما معجزې څرګندې کړې نو ما د مِصريانو نه څنګه کم عقل جوړ کړل. تاسو ټولو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
3
نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى چې، تۀ به تر کومې پورې زما د منلو نه اِنکار کوې؟ زما خلق تلو ته پرېږده، چې هغوئ زما عبادت وکړى.
4
کۀ تۀ هم دغه شان اِنکار کوې، نو ګوره، سبا به زۀ ستا مُلک ته د قحطۍ مُلخان درولېږم.
5
دا به دومره زيات وى چې د زمکې مخ به پټ کړى او هيڅ څوک به هم زمکه نۀ شى کتلے. دا به هغه هر څۀ وخورى کوم چې ږلۍ نۀ دى تباه کړى، دغه شان هغه ونې به هم وخورى چې بيا راشنې کيږى.
6
د قحطۍ مُولخانو نه به ستاسو کورونه، ستا د ټولو درباريانو او ستا د ټولو خلقو کورونه ډک شى. دا به د هغه هر څۀ نه بدتر وى چې کوم ستا پلار نيکۀ په تاريخ کښې ليدلى دى.“ بيا موسىٰ راوګرځېدو او د فِرعون نه لاړو.
7
د فِرعون درباريانو هغۀ ته ووئيل، ”دا سړے به تر کومې پورې مونږ له تکليف راکوى؟ دا خلق تلو ته پرېږده، نو چې دوئ د مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک عبادت وکړى. تا ته پته نۀ لګى چې مِصر تباه شو؟“
8
نو موسىٰ او هارون واپس فِرعون له راوستے شول، نو هغۀ دوئ ته ووئيل، ”تاسو لاړ شئ او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړئ. خو څوک څوک به ځى؟“
9
نو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”مونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو او زړو ځُو. مونږ به د ځان سره خپل زامن، لوڼه، ګډې، چېلۍ او خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“
10
فِرعون ووئيل، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى چې زۀ به تاسو هيڅکله نۀ پرېږدم چې خپلې ښځې او بچى هم بوځئ. ګورئ، تاسو د څۀ غلط کار منصوبه جوړَوئ.
11
نه، هيڅکله هم نه. کۀ تاسو د مالِک خُدائ عبادت کول غواړئ نو صِرف سړى تلے شى.“ نو موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه وشړلے شول.
12
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس اوږد کړه چې د مِصر په مُلک د قحطۍ مُلخان راشى. چې د قحطۍ مُلخان راشى نو هر يو شين بوټے به وخورى، هر هغه څيز چې د ږلۍ نه بچ پاتې وى.“
13
نو موسىٰ خپله امسا اوږده کړه او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ طرف نه په هغه مُلک باد راولېږلو چې په هغه ټوله شپه او ټوله ورځ وچلېدو. چې کله سحر شو نو دې باد د قحطۍ مُلخان راوړى وُو.
14
د قحطۍ دې مُولخانو د مِصر ټول مُلک نيولے وو. دا د قحطۍ د مُولخانو د ټولو نه غټ لښکر وو چې نۀ د دې نه مخکښې ليدلے شوے وو او نۀ به بيا کله وليدلے شى.
15
دوئ د زمکې ټول مخ پټ کړو چې د دوئ په وجه مُلک تک تور شو، دوئ هغه هر څۀ وخوړل کوم چې د ږلۍ نه پاتې وُو، سره د هغه مېوې چې په ونو کښې وې. د مِصر ټول مُلک په ونو او بوټو کښې هيڅ يو شين څيز پاتې نۀ شو.
16
نو فِرعون سمدستى موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”ما د مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک او ستاسو خِلاف ګناه کړې ده.
17
نو اوس دا يو ځل زما ګناه معاف کړه او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې دا د مرګ افت زما نه لرې کړى.“
18
موسىٰ د فِرعون نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو.
19
او مالِک خُدائ هغه د نمرخاتۀ باد په يو زورَور نمرپرېواتۀ باد بدل کړو، چې ټول د قحطۍ مُلخان يې اوچت کړل او بحرِقُلزم ته يې يوړل. د مِصر په مُلک کښې يو د قحطۍ مُلخ هم پاتې نۀ شو.
20
خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او بنى اِسرائيل يې تلو ته نۀ پرېښودل.
21
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس آسمان طرف ته اوږد کړه، نو د مِصر په ټول مُلک به تيارۀ راشى، داسې تکه توره تيارۀ چې چا ته به هيڅ هم نۀ ښکارى.“
22
موسىٰ خپل لاس آسمان طرف ته اوچت کړو او درې ورځې په ټول مِصر تکه توره تيارۀ وه.
23
مِصريانو تر درېو ورځو پورې يو بل نۀ شُو ليدلے او هيڅ څوک هم د خپل خپل ځائ نه ونۀ خوځېدل، خو چې په کوم ځائ کښې بنى اِسرائيل اوسېدل هلته رڼا وه.
24
فِرعون موسىٰ راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو لاړ شئ چې د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، هم دغه شان ستاسو ښځې او بچى هم درسره تلے شى. خو ستاسو ګډې، چېلۍ او څاروى به خامخا دلته پاتې کيږى.“
25
خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ به مونږ له څاروى راکوې چې مونږ يې د قربانيانو او سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړُو.
26
مونږ به خپل څاروى د ځان سره بوځُو، يو څاروے به هم نۀ پاتې کيږى. مونږ به په خپله څاروى خوښوو چې دې سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړُو. چې مونږ هلته رسېدلى نۀ يُو مونږ ته پته نۀ لګى چې د کومو څاروو قربانۍ هغۀ ته پېش کړُو.“
27
مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او دوئ يې تلو ته پرې نۀ ښودل.
28
هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”د مخې نه مې ورک شه. نور چې زما وړاندې رانۀ شې. په کومه ورځ چې زما مخې ته راغلې نو مړ به شې.“
29
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، تا ښۀ ووئيل، تۀ به بيا ما کله هم ونۀ وينې.“
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
Recommended Reading
Commentary
Exodus Commentaries
→
Devotional
Exodus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→