bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 38
Exodus 38
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 37
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 39 →
1
د سوزېدونکې نذرانې دپاره، د کيکر د لرګى نه بضلىاېل يوه قربانګاه جوړه کړه. هغه څلورګوټه وه، چې اووۀ نيم فټه اوږده وه، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وه.
2
هغۀ د څلورو ګوټونو دپاره د ښکرونو په شان څيزونه جوړ کړل چې د قربانګاه سره يې يو ځائ کړل. هغۀ په دې هر څۀ باندې د زېړو پترى خېژولى وُو.
3
هغۀ د قربانګاه دپاره دا ټول سامان هم جوړ کړو، د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې لرې کولو دپاره لوښى. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ وو.
4
هغۀ د زېړو يوه جالۍ جوړه کړه او دا يې د قربانګاه د ژۍ لاندې کېښوده، چې د قربانګاه مينځ ته رسېدلې وه.
5
هغۀ څلور کَړۍ جوړې کړې او په څلورو ګوټونو يې ورله ولګولې.
6
هغۀ د وړولو دپاره د کيکر د لرګى نه ورله څلور بازوګان جوړ کړل او د زېړو پترى يې ورباندې وخېژول،
7
او د قربانګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ وې په هغې کښې يې ولګولې. قربانګاه د لرګى تختو نه جوړه وه او د مينځ نه تشه وه.
8
بضلىاېل ښانک او د دې بېخ د زېړو نه جوړ کړل. د دې زېړ د هغې ښځو د ائينو نه مِلاو شوى وُو کومو چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې خِدمت کولو.
9
هغۀ د کتان د پړدو نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړو. د جنوب په طرف پړدې پنځوس ګزه اوږدې وې،
10
دا د زېړو شلو ستنو او د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په ذريعه ټينګې کړے شوې وې.
11
دربار د شمال په طرف هم دومره وو.
12
د نمرپرېواتۀ په طرف هم پينځويشت ګزه اوږدې پړدې وې، سره د لسو ستنو او لسو پښو او د کُنډو او سيخونو چې د سپينو زرو نه جوړ وُو.
13
نمرخاتۀ په طرف، چرته چې دروازه وه، هلته هم دربار پينځويشت ګزه اوږد وو.
14
د دروازې دواړو طرفونو ته د درېو ستنو او درېو پښو سره اووۀ نيم ګزه پړدې وې.
16
د دربار ګېرچاپېره ټولې پړدې د کتان نه جوړې وې.
17
د ستنو پښې د زېړو نه جوړې کړے شوې وې او د دې کُنډې، سيخونه او د ستنو دپاسه سرونه د سپينو زرو نه جوړ وُو. د دربار نه ګېرچاپېره ټولې ستنې د سپينو زرو سيخونو سره انښلولے شوې وې.
18
د دربار د دروازې پړده د مهينې لټې نه جوړه وه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه. او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوې وه. دا د دربار د پړدو په شان، لس ګزه اوږده او دوه نيم ګزه اوچته وه.
19
دا د څلورو ستنو او د زېړو څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شوې وه، کُنډې، د ستنو پاسنى سرونه او سيخونه يې د سپينو زرو نه جوړ وُو.
20
د خېمې او د دربار دپاره ګېرچاپېره ټول موږى د زېړو نه جوړ شوى وُو.
21
دا د هغه څيزونو تفصيل دے کوم چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې استعمال شوى وُو، چرته چې د کاڼو هغه دوه تختې ساتلے شوې وې چې لس حُکمونه ورباندې ليکلے شوى وُو. د تفصيل د تيارولو حُکم موسىٰ ورکړے وو او د دې کار دپاره د ليويانو مشر اِتمر وو چې د هارون اِمام زوئ وو.
22
د يهوداه د قبيلې، بضلىاېل، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے وو، هغه هر څۀ جوړ کړل چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو.
23
د هغۀ مدد کوونکے، د دان د قبيلې اهلياب د اخيسمک زوئ وو، هغه زرګر وو، هغه ماهِر او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ جوړونکے هم وو.
24
مقدسې خېمې دپاره مالِک خُدائ ته وقف شوى ټول سرۀ زر زر کلو وُو، چې د منلے شوى معيار په مطابق تَللے شوى وُو.
25
د بنى اِسرائيلو د مردمشمارۍ په وخت چې کوم سپين زر راجمع شوى وُو، هغه درې زره څلور سوه او دېرش کلو وُو،
26
کوم سړى چې په مردمشمارۍ کښې شامل شوى وُو هر يو کس د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکړو. په مردمشمارۍ کښې شامل شوى سړى شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه پنځوس وُو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.
27
درې زره او څلور سوه کلو سپين زر په کښې استعمال شوى وُو د مقدسې خېمې د سلو پښو او د پړدې دپاره، د هرې يوې پښې دپاره څلور دېرش کلو استعمال شوى وُو.
28
د پاتې دېرش کلو سپينو زرو نه بضلىاېل سيخونه، د ستنو دپاره کُنډې او د ستنو پاسنى سرونه جوړ کړل.
29
کوم زېړ چې مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو هغه دوه زره څلور سوه او پينځويشت کلو وُو.
30
هغۀ د دې نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې دپاره پښې، د زېړو قربانګاه سره د زېړو جالۍ او د قربانګاه دپاره نور ټول سامان جوړ کړو،
31
د دربار ګېرچاپېره او د دربار د دروازې دپاره پښې او د خېمې دپاره او ګېرچاپېره د دربار دپاره ټول موږى يې ترې نه جوړ کړل.
← Chapter 37
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 39 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
Recommended Reading
Commentary
Exodus Commentaries
→
Devotional
Exodus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→