bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 19
Exodus 19
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 20 →
1
بنى اِسرائيل د رفيديم نه روان شول او چې کله دوئ د مِصر نه راوتلى وُو، د هغې نه پس د درېمې مياشتې په اوله ورځ د سينا بيابان ته راغلل. دوئ هلته د سينا د غرۀ په لمن کښې خېمې ولګولې،
3
او موسىٰ خُدائ پاک له غرۀ ته وروختلو. مالِک خُدائ د غرۀ نه هغۀ ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”بنى اِسرائيلو يعنې د يعقوب اولاد ته داسې ووايه.
4
”تاسو په خپله هغه څۀ وليدل چې ما د مِصريانو سره وکړل او تاسو مې داسې بوتلئ لکه چې باز خپل بچى په وزرو کښې اوړى او دلته مې خپل ځان له راوستلئ.
5
اوس، کۀ تاسو زما فرمانبردارى وکړئ او زما په لوظ باندې ټينګ ودرېږئ، نو بيا به تاسو په ټولو خلقو کښې زما خپل خاص خلق يئ، هسې خو ټوله زمکه زما ده.
6
تاسو به زما دپاره مقدسه ډله يئ او د اِمامانو په توګه به زما خِدمت کوئ.“ موسىٰ، تۀ به دا خبره بنى اِسرائيلو ته ورسوې.“
7
نو موسىٰ کوز شو او د قوم مشران يې راغونډ کړل او کوم حُکم چې مالِک خُدائ هغۀ ته کړے وو هغه ټولې خبرې يې هغوئ ته بيان کړې.
8
نو ټولو خلقو په يوه خولۀ جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ چې څۀ هم فرمائيلى دى مونږ به هم هغه شان کوُو.“ بيا موسىٰ واپس د هغوئ جواب مالِک خُدائ ته ورسولو.
9
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به په تکه توره وريځ کښې تا له راشم، چې کومې خبرې زۀ تا سره کوم نو خلق به زما خبرې واورى نو داسې به هغوئ د همېشه دپاره په تا يقين کوى.“ چې خلقو کوم جواب ورکړے وو نو موسىٰ هغه مالِک خُدائ ته ووئيلو،
10
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى
11
او په درېمه ورځ دې تيار اوسيږى. په هغه ورځ به زۀ د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې د سينا غرۀ ته راکوز شم.
12
د غرۀ نه ګېرچاپېره حدونه مقرر کړه چې خلق به ترې نه نۀ راوړى او هغوئ ته ووايه چې نۀ غرۀ ته راوخېژى او نۀ يې لمنې ته ورنزدې شى. خو کۀ څوک غرۀ ته ورشى، نو هغه به خامخا ووژلے شى،
13
هيڅ څوک به هم نۀ ورځى، خو کۀ څوک ورشى نو هغه به سنګسارولے شى يا به په غشو ويشتلے شى. هغه کۀ انسان وى يا حېوان وى خامخا به وژلے شى. خو چې کله بيګل په اوږد آواز وغږولے شى، نو بيا به خلق غرۀ ته راوخېژى.“
14
بيا موسىٰ د غرۀ نه راکوز شو او خلقو ته يې وفرمائيل چې د عبادت دپاره خپل ځانونه پاک کړئ. نو هغوئ خپلې جامې ووينځلې،
15
او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د درېمې ورځې دپاره ځانونه تيار کړئ او په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“
16
د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.
17
موسىٰ هغه خلق د خېمو د ځائ نه د خُدائ پاک حضور ته بوتلل او هغوئ د غرۀ په لمن کښې ودرېدل.
18
د سينا ټول غر د وريځ په شان په لوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکوز شوے وو. دا لوګے د بټۍ د لوګى په شان بره ختلو او ټول غر سخت ولړزېدلو.
19
د بيګل آواز نور هم اوږدېدلو او زياتېدلو. موسىٰ خبرې کولې او خُدائ پاک هغۀ له د تندر د آواز په شان جواب ورکولو.
20
مالِک خُدائ د سينا د غرۀ سر ته راکوز شو او موسىٰ يې د غرۀ سر ته راوغوښتلو. نو موسىٰ وروختلو
21
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او خلقو له خبردارے ورکړه چې زما کتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، خو کۀ چرې راوختل، نو ډېر کسان به د هغوئ نه مړۀ شى.
22
کۀ اِمامان هم ما ته نزدې راځى نو هغوئ دې هم ځان پاک کړى، ګنې زۀ مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“
23
موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”خلق د سينا غرۀ ته نۀ شى راختلے، ځکه چې تا مونږ له خبردارے راکړے دے چې د دې نه ګېرچاپېره حدونه مقرر کړُو او غر مقدس وګڼو.“
24
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او هارون هم د ځان سره راوخېژوه. خو چې اِمامان او خلق ما ته د راتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، ګنې زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“
25
نو بيا موسىٰ خلقو له ورکوز شو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل.
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 20 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
Recommended Reading
Commentary
Exodus Commentaries
→
Devotional
Exodus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→