bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 20
Exodus 20
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 21 →
1
بيا خُدائ پاک کلام وکړو او هغه ټولې خبرې دا دى،
2
”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.
3
زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ.
4
د خپلو ځانونو دپاره بُتان مۀ جوړَوئ، د داسې يو څيز په شکل هم نه چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا په زمکه وى يا کۀ هغه د زمکې لاندې په اوبو کښې وى.
5
يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.
6
خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله نۀ بدلېدونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.
7
زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بېفائدې اخلى.
8
د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه ګڼئ.
9
په شپږو ورځو کښې تاسو خپل کار روزګار کوئ،
10
خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار روزګار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو څاروى او نۀ هغه مسافر کوم چې تاسو سره اوسيږى.
11
په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه.
12
د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.
13
قتل مۀ کوئ.
14
زنا مۀ کوئ.
15
غلا مۀ کوئ.
16
د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.
17
د خپل ګاونډى د کور خواهش مۀ کوئ، د هغۀ د ښځې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، خرونو او د هغه يو شى لالچ هم مۀ کوئ کوم چې ستاسو د ګاونډى وى.“
18
چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل.
19
هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”کۀ تۀ زمونږ سره خبرې کوې نو مونږ به ورته غوږ ونيسو، خو کۀ خُدائ پاک زمونږ سره خبرې وکړى نو مونږ يريږو چې مړۀ به شو.“
20
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”يرېږئ مه، خُدائ پاک خو صِرف دې له راغلے دے چې تاسو وآزمائى او خپله يره ستاسو په زړونو کښې واچوى چې تاسو ګناه نۀ کوئ.“
21
خو خلق هم هغه شان لرې ولاړ وُو او صِرف موسىٰ هغه تکې تورې تيارې له نزدې ورَغلو چرته چې خُدائ پاک وو.
22
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووائى، تاسو وليدل چې ما مالِک خُدائ ستاسو سره د آسمان نه څنګه خبرې کړې دى.
23
د خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړَوئ چې زما په ځائ د هغوئ عبادت وکړئ.
24
زما دپاره د خاورې نه يوه قربانګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.
25
کۀ تاسو زما دپاره د کاڼو نه يوه قربانګاه جوړَوئ، نو هغه د تراشلے شوى کاڼو نه مۀ جوړَوئ، ځکه چې کله تاسو په هغه کاڼو آوزار لګوئ، نو هغه به ناپاکه کړئ.
26
زما دپاره داسې قربانګاه مۀ جوړَوئ چې تاسو بره په پوړو ورخېژئ، ګنې ستاسو د سَتر اندامونه به بربنډ شى.“
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
Recommended Reading
Commentary
Exodus Commentaries
→
Devotional
Exodus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→