bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 37
Exodus 37
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 36
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 38 →
1
بضلىاېل د کيکر د لرګى نه د لوظ صندوق جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو.
2
بهر او دننه يې د سوچه سرو زرو پترى پرې وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.
3
د وړولو دپاره هغۀ ورله د سرو زرو څلور کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلور پښو پورې ولګولې، چې دوه کَړۍ په يو خوا وې او دوه يې بل خوا وې.
4
د وړلو دپاره يې ورله د کيکر د لرګى بازوګان جوړ کړل او د سرو زرو پترى يې ورباندې وخېژول،
5
او دا يې د لوظ د صندوق په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړې.
6
هغۀ ورله د سوچه سرو زرو يو د کفارې تخت جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن وو.
7
د ټکېدلے شوو سرو زرو نه يې دوه د وزرو والا مخلوق جوړ کړل،
8
يو يې په يو سر او بل يې په بل سر کښې پرې جوړ کړو. هغۀ دا داسې جوړ کړل چې دواړه د صندوق د کفارې د سر سره يو ځائ شول.
9
د وزرو والا مخلوق د صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وُو او خورو وزرو يې د صندوق سر پټ کړے وو او مخونه يې لاندې وُو.
10
د کيکر د لرګى نه هغۀ يو مېز جوړ کړو، چې شپږ دېرش اِنچۍ اوږد وو، اتلس اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو.
11
په دې يې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ورله د سرو زرو غاړه تاو کړه.
12
ګېرچاپېره يې درې اِنچۍ پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او د ژۍ نه ګېرچاپېره يې د سرو زرو غاړه تاو کړه.
13
د وړلو دپاره يې ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلورو ګوټونو کښې ولګولې، چرته چې پښې وې.
14
هغۀ دا کَړۍ د ژۍ سره نزدې ولګولې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شو.
15
دا بازوګان يې د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې باندې يې د سرو زرو پترى وخېژول.
16
هغۀ د مېز دپاره د سوچه سرو زرو نه دا لوښى جوړ کړل، جامونه، کاسې، رکېبۍ او د څښلو نذرانو تويَولو دپاره منګى.
17
د سوچه سرو زرو نه هغۀ ډيوټ جوړ کړو. د دې بېخ او ډنډا يې د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړه کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو ګلونه، سره د غوټو او پاڼو، چې د دې سره يو ځائ شى.
18
د دې د اړخونو نه شپږ څانګې وتلې وې، چې درې په يو طرف وې او درې په بل طرف وې.
19
د دې شپږ واړو څانګو درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وُو دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وُو.
20
د ډيوټ د ډنډې د ښۀ ښکارېدو دپاره څلور ګلونه وُو، دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان وُو.
21
د څانګو د دې درېو جوړو د هرې يوې لاندې يوه غوټۍ وه.
22
دا غوټۍ، څانګې او ډيوټ د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وُو.
23
د ډيوټ دپاره هغۀ اووۀ ډيوې جوړې کړې او هغۀ ورله د سوچه سرو زرو نه ايره پاکوونکې چمټې او مجمعې جوړې کړې.
24
هغۀ پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په ډيوټ او د دې ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړل.
25
د خوشبويۍ سوزولو دپاره هغۀ د کيکر د لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه. دا څلورګوټه وه، اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وه. څلور د ښکرو په شان ګوټونه يې ورله جوړ کړى وُو چې د قربانګاه سره يو ځائ شوى وُو.
26
هغۀ د هغې په چت، څلورو طرفونو او د هغې د ښکرو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.
27
د هغې دپاره يې دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړلې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شوه.
28
هغۀ دا بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې يې د سرو زرو پترى وخېژول.
29
هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.
← Chapter 36
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 38 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40