bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 18
Exodus 18
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 19 →
1
د موسىٰ سخر يترو، څوک چې د ميديان اِمام وو، هغۀ د هغه هر څۀ په حقله واورېدل چې خُدائ پاک د موسىٰ او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو او چې مالِک خُدائ هغوئ څنګه د مِصر نه راويستلى وُو.
2
نو يترو موسىٰ له راغلو، د موسىٰ ښځه صفوره يې هم د ځان سره راوستله، کومه چې موسىٰ د خپلې سخرانې کره پرېښې وه،
3
او ورسره د هغې دوه زامن جيرسوم او اِلىعزر هم وُو. موسىٰ فرمائيلى وُو، ”زۀ په پردى مُلک کښې مسافر يم.“ نو ځکه هغۀ په يو زوئ جيرسوم نوم کېښودو.
4
هغۀ دا هم فرمائيلى وُو، ”زما د پلار خُدائ پاک زما مل وو او زۀ يې د مِصر د فِرعون نه بچ کړم چې هغۀ زۀ وژلم.“ نو ځکه هغۀ په بل زوئ اِلىعزر نوم کېښودو.
5
يترو د موسىٰ د ښځې او د هغې د دوو زامنو سره بيابان ته راغلو چرته چې موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته نزدې اوسېدو.
6
هغۀ موسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”زۀ ستا د ښځې او د دوو زامنو سره درروان يم،“
7
نو موسىٰ هغۀ سره مِلاوېدو دپاره بهر لاړو، د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او ښُکل يې کړو. هغوئ د يو بل د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا د موسىٰ خېمې ته دننه راغلل.
8
موسىٰ يترو ته هغه هر څۀ وفرمائيل کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خاطر په فِرعون او د مِصر په خلقو کړى وُو. هغۀ ته يې د هغه تکليفونو په حقله هم وفرمائيل کوم چې په لاره کښې دوئ ته پېښ شوى وُو او دا هم چې مالِک خُدائ دوئ څنګه بچ کړى وُو.
9
چې کله يترو دا هر څۀ واورېدل، نو هغه ډېر خوشحاله شو
10
او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ تاسو د فِرعون او د مِصر د خلقو نه بچ کړئ. د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ خپل خلق د غلامۍ نه بچ کړل.
11
اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“
12
بيا يترو يوه پوره سوزېدونکې قربانى پېش کړه او ورسره يې نورې قربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کړى، هارون او د بنى اِسرائيلو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضور ته لاړل، چې د عبادت په شکل کښې د قربانۍ دغه روټۍ وخورى.
13
په بله ورځ موسىٰ د خلقو لانجې فېصله کولو ته کښېناستو او د سحر نه تر ماښامه پورې خلق ترې نه راتاو وُو.
14
چې کله يترو هغه هر څۀ وليدل کوم چې موسىٰ کول، نو هغۀ ترې تپوس وکړو، ”دا څۀ دى چې تۀ يې د خلقو دپاره کوې؟ تۀ دا کار يواځې ولې کوې، چې د سحر نه تر ماښامه پورې خلق د مشورې دپاره درنه راتاو وى؟“
15
موسىٰ خپل سخر ته وفرمائيل، ”زۀ به خامخا داسې کوم ځکه چې خلق د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره ما له راځى.
16
چې کله د دوو کسانو په مينځ کښې لانجه وى، نو هغوئ ما له راشى او زۀ بيا دا ګورم چې کوم يو په حقه دے او کوم په ناحقه دے او زۀ دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښايم.“
17
يترو ورته ووئيل، ”تۀ دا کار په صحيح طريقه نۀ کوې.
18
تۀ او دا خلق به ځانونه ستړى کړئ. دا کار ستا دپاره ډېر مشکل دے، تۀ دا کار يواځې نۀ شې کولے.
19
زما خبره واوره زۀ به تا له يوه ښۀ مشوره درکړم او خُدائ پاک به ستا مل وى. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ د خلقو لانجې راوړې او د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کوې.
20
تۀ به دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښائې او تۀ به دوئ ته د ژوند د تېرولو طريقه او هغه څۀ ښائې چې دوئ به يې کوى.
21
د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.
22
هغوئ دې همېشه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کوى. هغوئ به ټولې سختې لانجې تا له راوړى، خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کوى، نو ستا دپاره به آسانى جوړه شى او بوج به درنه کم شى.
23
کۀ تۀ هم هغه شان کوې چې څنګه خُدائ پاک حُکم درکړے دے، نو تۀ به دومره زيات ستړے کېږې هم نه او ټول خلق به په خېر سره خپل خپل کور ته ځى.“
24
موسىٰ د يترو مشوره ومنله
25
نو هغۀ د ټولو بنى اِسرائيلو نه قابل خلق خوښ کړل. او هغوئ يې په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو مشران مقرر کړل.
26
هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې موسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې.
27
بيا موسىٰ يترو رُخصت کړو او يترو خپل مُلک ته واپس لاړو.
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 19 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
Recommended Reading
Commentary
Exodus Commentaries
→
Devotional
Exodus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→