bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 27
Exodus 27
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 26
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 28 →
1
د کيکر لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه. هغه به څلورګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى.
2
د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربانګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ باندې به د زېړو پترى وخېژولے شى.
3
د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه.
4
او تۀ د زېړو يوه جالۍ هم جوړه کړه او د هغې په ګوټونو باندې د وړلو دپاره څلور د زېړو کَړۍ ولګوه.
5
دا جالۍ د قربانګاه د ژۍ لاندې کېږده نو چې د قربانګاه مينځ ته ورسيږى.
6
د وړلو دپاره د کيکر لرګى نه ورله بازوګان جوړ کړه او د زېړو پترى ورباندې وخېژوه،
7
نو د قربانګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ دى په هغې کښې بازوګان ولګوه.
8
قربانګاه د تختو نه جوړه کړه او تشه يې پرېږده، هم د هغې نقشې په مطابق چې ما درته په غرۀ باندې ښودلې وه.
9
د کتان د پړدو نه زما د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړه چې د جنوب طرف يې پنځوس ګزه اوږد وى،
10
دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى.
11
د دربار شمال طرف ته دې هم دغه شان وکړے شى.
12
په نمرپرېواتۀ طرف به د لسو ستنو او لسو پښو سره پينځويشت ګزه اوږدې پړدې وى.
13
نمرخاتۀ طرف دربار به هم پينځويشت ګزه اوږد وى، چې هلته دروازه هم ده.
14
د دروازې په دواړه طرف د درېو ستنو او درېو پښو سره اووۀ نيم ګزه پړدې به هم وى.
16
يواځې دروازې له دې لس ګزه اوږده پړده وى چې د کتان نه جوړه شوې وى چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وى. دا دې د څلورو ستنو او څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شى.
17
د دربار ګېرچاپېره ټولې ستنې به د سپينو زرو د سيخونو سره انښلولے شى او د هغې کُنډې به د سپينو زرو وى او پښې به يې زېړو نه جوړولے شى.
18
دا دربار به پنځوس ګزه اوږد وى او پينځويشت ګزه پلن وى او دوه نيم ګزه لوړ وى. د دې پړدې به د کتان نه او پښې به يې د زېړو نه جوړې وى.
19
په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى.
20
بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوې دپاره د زيتُونو سوچه تېل درله راوړى، چې دا هره شپه بله وساتلے شى.
21
هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.
← Chapter 26
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 28 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
Recommended Reading
Commentary
Exodus Commentaries
→
Devotional
Exodus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→