bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 30
Exodus 30
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 29
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 31 →
1
د خوشبويۍ سوزولو دپاره، د کيکر د لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه.
2
دا به څلورګوټه وى، چې اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وى. د ښکرو په شان څلور ګوټونه ورله جوړ کړه چې ورسره يو ځائ شى.
3
د هغې په چت، څلورو واړو طرفونو او د هغې د ښکرونو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژوه او ګېرچاپېره ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.
4
د وړلو دپاره دوه د سرو زرو ګول کَړۍ ورله جوړې کړه او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړه چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شى.
5
بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړه او په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه.
6
دا قربانګاه د هغې پړدې نه بهر کېږده کومه چې د لوظ صندوق مخې ته ځوړنده ده. دا هغه ځائ دے چې چرته به زۀ تا سره ملاقات کوم.
7
هر سحر وختى چې هارون کله د ډيوو تيارولو له راځى، هغه به په دې باندې خوشبويۍ سوزوى.
8
چې کله هغه په ماښام کښې ډيوې بلوى نو هم دغه شان به کوى. دا د خوشبويۍ نذرانه به په راتلونکى ټولو وختونو کښې جارى ساتلے شى.
9
په دې قربانګاه باندې حرامه خوشبوئى مۀ پېش کوئ او د يو ځناور نذرانه، يا د غلې نذرانه مۀ پېش کوئ او يا د څښلو څۀ نذرانه هم په دې مۀ تويَوئ.
10
په کال کښې يو ځل به هارون د قربانګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربانګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربانګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“
11
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
12
”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردمشمارى کوې، نو هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردمشمارى کيږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى.
13
هر يو کس چې په دې مردمشمارۍ کښې شامليږى نو هغه به خامخا د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکوى. هر يو کس به دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه ورکوى.
14
هر يو کس به په دې مردمشمارۍ کښې شمېرلے شى، د هر يو کس عُمر چې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وى، نو هغه به دا قيمت ورکوى.
15
چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته د خپل ژوند قيمت ادا کوى نو مالدار او غريب به يو برابر ورکوى.
16
د بنى اِسرائيلو نه د کفارې دا پېسې راټولوه او زما د حضور په خېمه يې خرچ کوه. دا محصُول به د هغوئ د ژوند قيمت وى او زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ ياد ساتم او د هغوئ حِفاظت به کوم.“
17
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
18
”د وينځلو دپاره د زېړو يو ښانک جوړ کړه چې بېخ يې هم د زېړو وى. دا د خېمې او د قربانګاه په مينځ کښې کېږده او په هغې کښې اوبۀ واچوه.
19
هارون او د هغۀ زامن به په دې اوبو خپل لاسونه او پښې وينځى
20
د هغې نه مخکښې چې هغوئ خېمې ته ننوځى يا چې قربانګاه ته د خوراک نذرانه پېش کولو دپاره نزدې کيږى. نو هغوئ به نۀ مړۀ کيږى.
21
هغوئ دې خامخا خپل لاسونه او پښې وينځى، چې مړۀ نۀ شى. دا يو قانون دے چې هغوئ او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره په دې عمل کوى.“
22
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
23
”دا ښې مصالحې واخله، شپږ کلو اوبۀ شوې خوشبوداره مُر، درې کلو خوشبوداره دارچينى، درې کلو خوشبودار لرګے،
24
او شپږ کلو د سناد د پاڼو مصالحه، دا ټول به د منلے شوى معيار په مطابق تَللے شوى وى. څلور ليټره د زيتُونو تېل هم ورسره مِلاو کړه،
25
او د غوړولو مقدس تېل ترې نه جوړ کړه، داسې يې مِلاو کړه لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.
26
په دې باندې دا څيزونه غوړ کړه، زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق،
27
مېز او د هغې ټول سامان، ډيوټ او د هغې سامان، د خوشبويۍ سوزولو قربانګاه،
28
د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه، ورسره د هغې ټول سامان، او د وينځلو ښانک او د دې بېخ هم په تېلو غوړ کړه.
29
په دې طريقه دا څيزونه وقف کړه او دا به بېخى مقدس شى او هر څوک يا هر څيز چې د دې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.
30
بيا د هارون او د هغۀ د زامنو سرونه په تېلو غوړ کړه او زما په خِدمت کښې يې د اِمامانو په توګه مقرر کړه.
31
بنى اِسرائيلو ته ووايه چې دا مقدس تېل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما په خِدمت کښې استعماليږى.
32
دا به د يو عام سړى په بدن باندې نۀ شى تويَولے او تاسو به د دې په شان خوشبويۍ نۀ جوړَوئ. دا مقدس دى او تاسو به خامخا دا مقدس ګڼئ.
33
کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“
34
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د دې خوشبودارو مصالحو يوه يوه برابره حِصه واخله، مُر، صدف، کنډ او سوچه لوبان.
35
د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاو کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاو کړه چې سوچه او مقدس وى.
36
او د دې څۀ حِصه مېده مېده کړه، دا زما د حضور خېمې ته يوسه او دا د لوظ صندوق مخې ته کېږده، هلته به زۀ تا سره ملاقات وکړم. دا پوره مقدس وګڼئ.
37
د خپلو ځانونو دپاره داسې خوشبوئى مۀ جوړَوئ چې دا څيزونه په کښې په دې طريقه استعمال شوى وى. دا يو مقدس څيز او دا مالِک خُدائ ته وقف وګڼئ.
38
کۀ څوک داسې يو څيز هم جوړ کړى او د عطرو په توګه يې استعمال کړى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“
← Chapter 29
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 31 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40