bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 35
Exodus 35
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 34
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 36 →
1
بيا موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو به د مالِک خُدائ په دې حُکمونو باندې عمل کوئ.
2
د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.
3
د سبت په ورځ په خپلو کورونو کښې اور هم مۀ بلوئ.“
4
موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د دې حُکم کړے دے چې،
5
مالِک خُدائ ته يوه نذرانه پېش کړئ. د چا زړۀ چې غواړى نو داسې څيزونه په نذرانه کښې راوړلے شئ لکه سرۀ زر، سپين زر، يا زېړ،
6
کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه شوې کپړه،
7
سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګى،
8
د ډيوو دپاره تېل، او د غوړولو تېلو دپاره د خوشبويۍ مصالحې،
9
اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په پېش بند او د هغۀ د سينې په جېب ولګولے شى.
10
ستاسو ټول کسبګر دې راشى او هغه هر څۀ دې جوړ کړى د کوم چې مالِک خُدائ حُکم درکړے دے،
11
يعنې خېمه، د دې پړده او د دې پاسنۍ پړده، د دې کُنډې، چوکاټونه، د دې درشلې، ستنې او د دې پښې،
12
د لوظ صندوق، د دې بازوګان، د دې د کفارې تخت او هغه پړده چې ورباندې پټيږى،
13
مېز او د هغې ټول سامان، خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ،
14
د رڼا دپاره ډيوټ او د دې ټول سامان، ډيوې سره د تېلو،
15
د خوشبويۍ سوزولو دپاره قربانګاه او د دې بازوګان، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحه، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده،
16
قربانګاه چې په کومه باندې نذرانې سوزولے شى، ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ،
17
د دربار دپاره پړدې، د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده،
18
د خېمې او د دربار د پړدو دپاره موږى او رسۍ،
19
او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شى يعنې د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس چې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى.“
20
د بنى اِسرائيلو ټول قوم د موسىٰ د حضور نه لاړو،
21
او چې د چا زړۀ هم غوښتل نو هغوئ مالِک خُدائ ته يوه نذرانه راوړه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه شى. هغوئ هغه هر څيز راوړو د کوم چې په عبادت کښې او د اِمامانو دپاره مقدس لِباس جوړولو کښې ضرورت وو.
22
چې د چا زړۀ هم غوښتل، ټولو نرانو او ښځو ښائسته ستنې، والۍ، ګوتې، امېلونه او د هر قِسم د سرو زرو کالى راوړل او مالِک خُدائ ته يې وقف کړل.
23
هر يو کس چې د هغۀ سره کتان وو، د آسمانى رنګ، کاسنى، يا د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه، سره رنګ شوې د ګډو څرمن، يا ښۀ څرمن وه نو رايې وړل.
24
د هر چا هم چې د سپينو زرو يا د زېړو د پېش کولو وس وو نو هغوئ د مالِک خُدائ دپاره خپلې نذرانې راوړې او چې د چا سره د کيکر لرګى وُو چې هغه د څۀ کار دپاره هم استعمالېدلے شو نو رايې وړل.
25
ټولو کسبګرو ښځو د کتان تار او آسمانى رنګه، کاسنى او د وړۍ سور تار راوړلو چې هغوئ په خپله جوړ کړے وو.
26
ټولو کسبګرو ښځو چې د هغوئ زړۀ غوښتل د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه يې هم راوړه.
27
مشرانو اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى راوړل چې په پېش بند او د سينې په جېب يې ولګوى.
28
او مصالحې او د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو تېل او د خوشبويۍ مصالحې يې هم راوړې.
29
ټولو بنى اِسرائيلو، نرانو او ښځو چې د چا زړۀ هم غوښتل مالِک خُدائ ته يې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړې چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.
30
موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د يهوداه د قبيلې بضلىاېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے.
31
هغه خُدائ پاک د خپل روح نه ډک کړے دے او هغۀ له يې پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے،
32
د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو ښائسته کار کولو دپاره،
33
د قيمتى کاڼى پرې کولو او تيارولو، د لرګى کار کولو، او د هر قِسم د هُنر کار دپاره.
34
مالِک خُدائ هغۀ له او د دان قبيلې، د اخيسمک زوئ اهلياب له هم دا قابليت ورکړے دے چې خپل د هُنر کارونه نورو ته وښائى.
35
هغۀ هغوئ له په هر قِسم کار کښې مهارت ورکړے دے چې هغوئ د زرګرانو، د ماهِرانو او د کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، او د نورې کپړې د جوړونکى په توګه کار وکړى. هغوئ د هر قِسم کار مهارت لرونکى کاريګران او د نوؤ څيزونو جوړولو اُستاذان دى.
← Chapter 34
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 36 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40