bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 13
Exodus 13
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 14 →
1
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
2
”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“
3
موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.
4
د وړومبۍ مياشتې په دې ورځ چې د ابيب مياشت ده تاسو د مِصر نه روان يئ.
5
مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ.
6
اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ د درناوى دپاره اختر وکړئ.
7
اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ، چې خمبيره روټۍ هيچرته هم ستاسو په مُلک کښې پېدا نۀ شى.
8
چې کله اختر شروع کيږى، خپلو زامنو ته ووايئ چې دا هر څۀ تاسو ځکه کوئ چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ ستاسو دپاره څۀ کړى وُو.
9
چې کله تاسو دا اختر کوئ نو دا به تاسو ته هغه څۀ داسې دريادوى لکه چې يوه نښه تاسو په خپل لاس يا تندى تړلى وى، نو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ کلام ستاسو په ژبه وى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره تاسو د مِصر نه راوويستلئ.
10
نو تاسو هر کال دا اختر په خپل مقرر وخت کوئ.
11
مالِک خُدائ به تاسو د کنعانيانو مُلک ته راولى، د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ له د ورکولو پوخ لوظ کړے دے. چې کله هغه مُلک تاسو له درکړى،
12
نو تاسو خامخا هر وړومبے پېدا شوے نر مالِک خُدائ ته پېش کوئ. ستاسو هر يو وړومبے پېدا شوے نر څاروے به د مالِک خُدائ وى،
13
خو تاسو به د هغۀ نه هر يو نر خر واپس اخلئ او د هغۀ په بدل کښې به يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو هغه خر واپس اخستل نۀ غواړئ، نو څټ يې مات کړئ. تاسو به هر يو خپل وړومبے پېدا شوے نر بچے په بدل کښې خامخا واپس اخلئ.
14
په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.
15
چې کله د مِصر فِرعون خپل زړۀ سخت کړو او مونږ يې تلو ته نۀ پرېښودلو، نو مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې هر يو وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان ووژلو. نو دا ځکه مونږ هر يو نر څاروے مالِک خُدائ ته قربانى کوُو او خپل وړومبى پېدا شوى زامن په بدل کښې واپس اخلو.
16
دا اختر به يو يادګار وى، داسې لکه چې مونږ يوه نښه په خپل لاس يا تندى باندې تړلې وى، دا به مونږ ته هغه څۀ رايادوى چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو.“
17
چې کله د مِصر فِرعون خلق تلو ته پرېښودل، نو خُدائ پاک دوئ په هغه لار بونۀ تلل کومه چې د درياب په غاړه د فلستيانو علاقې ته تلې وه، اګر چې دا لار لنډه وه. خُدائ پاک وفرمائيل، ”زۀ دا نۀ غواړم چې دا خلق پښېمانه شى او مِصر ته راواپس شى چې هغوئ ته دا پته ولګى چې په هغوئ جنګ راروان دے.“
18
نو هغۀ دا خلق د صحرا په کږه وږه لار د بحرِقُلزم په طرف بوتلل. بنى اِسرائيلو د جنګ دپاره قطارونه جوړ کړى وُو.
19
موسىٰ د يوسف هډُوکى د خپل ځان سره يوړل، لکه څنګه چې يوسف د بنى اِسرائيلو نه د دې د وړلو پوخ لوظ اخستے وو. يوسف فرمائيلى وُو، ”خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو مدد له راشى، نو بيا تاسو خامخا زما هډُوکى د دې ځائ نه د خپل ځان سره يوسئ.“
20
بنى اِسرائيل د سُکات نه لاړل او د صحرا په غاړه ايتام کښې يې خېمې ولګولې.
21
د ورځې به مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې د لار ښودلو دپاره د دوئ نه مخکښې تلو او د شپې د اور په ستن کښې مخکښې تلو چې دوئ ته رڼا وى او چې دوئ د شپې، ورځې مزل کوى.
22
د ورځې به هر وخت د وريځې ستن د خلقو نه مخکښې وه او د شپې به د اور ستن د هغوئ نه مخکښې وه.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
Recommended Reading
Commentary
Exodus Commentaries
→
Devotional
Exodus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→