bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Exodus 26
Exodus 26
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 25
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 27 →
1
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.
2
هره يوه پړده په برابر ناپ جوړه کړه چې څوارلس ګزه اوږده وى او دوه ګزه پلنه وى.
3
پينځۀ پړدې په يو ځائ وګنډه. او هغه نورې پينځۀ پړدې هم په يو ځائ وګنډه.
4
په هره يوه جوړه کښې، د پړدې په بهرنۍ غاړه د آسمانى رنګ د کپړې کَړۍ جوړې کړه.
5
د وړومبۍ جوړې په وړومبۍ پړده پنځوس کَړۍ او پنځوس کَړۍ د دوېمې جوړې په آخرى پړده جوړې کړه چې دا کَړۍ يو بل ته مخامخ وى.
6
پنځوس د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او هغه پړدې د يوې بلې سره مِلاو کړه نو ټوله مقدسه خېمه به يوه شى.
7
د خېمې پټولو دپاره د چېلو د وړو نه جوړې شوې يوولس پړدې واخله.
8
دا ټولې په يو ناپ جوړې کړه، چې پينځلس ګزه اوږدې او دوه ګزه پلنې وى.
9
پينځۀ پړدې په يو ځائ وګنډه او هغه نورې شپږ هم يو ځائ وګنډه. شپږمه پړده د خېمې په مخکښېنۍ حِصه باندې غبرګه کړه.
10
د يوې جوړې د آخرى پړدې په غاړه پنځوس کَړۍ جوړې کړه او د هغه بلې جوړې په غاړه هم پنځوس کَړۍ جوړې کړه.
11
د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړه او هغه په کړو کښې واچوه چې هغه دوه جوړې مِلاو کړى نو داسې به دا د خېمې سره يو ځائ شى.
12
هغه زياته شوې نيمه برخه به د خېمې شا ته ځوړنده وى.
13
د پړدو دواړو طرفونو ته چې په اوږدوالى کښې کوم نيم ګز زيات شوے دے هغه به راځوړند وى چې خېمه پټه کړى.
14
دوه نورې پړدې هم جوړې کړه، يوه پړده د ګډو د څرمنې نه چې سور رنګ ورکړے شوے وى او بله د ښې څرمنې نه جوړه کړه، چې د پاس نه پرې خېمه پټه کړے شى.
15
خېمې له د ودرولو دپاره د کيکر د لرګى نه چوکاټونه جوړ کړه.
16
چې هر يو چوکاټ پينځلس فټه اوږد وى او اوويشت اِنچه پلن وى،
17
په بېخ کښې ورله دوه يو شان تختې هم جوړې کړه چې چوکاټونه ونښلوى. د ټولو چوکاټونو دې دا تختې وى.
18
د خېمې جنوب طرف دپاره شل چوکاټونه جوړ کړه
19
او څلوېښت د سپينو زرو پښې چې ورلاندې شى، چې د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه وى چې هغه دوه وړاندينۍ حِصې ونيسى.
20
د خېمې د شمال په طرف هم شل چوکاټونه جوړ کړه
21
او څلوېښت د سپينو زرو پښې جوړې کړه، چې د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه وى.
22
د خېمې شا دپاره چې د نمرپرېواتۀ په طرف دے، شپږ چوکاټونه جوړ کړه،
23
او دوه چوکاټونه د خېمې د ګوټونو دپاره جوړ کړه.
24
د ګوټونو دا چوکاټونه به په بېخ کښې مِلاو وى او د لاندې نه واخله تر سره پورې به انښتى وى. دا دوه چوکاټونه به هم دغه شان جوړولے شى چې د کومو نه دوه ګوټونه جوړولے شى.
25
نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې به وى، چې د هر چوکاټ لاندې به دوه دوه وى.
26
د کيکر لرګى نه پينځلس لاړى جوړ کړه، پينځۀ د خېمې د هغه چوکاټونو دپاره چې په يو طرف باندې وى،
27
پينځۀ د هغه چوکاټونو دپاره چې په بل طرف باندې وى او پينځۀ د هغه چوکاټونو دپاره چې نمرخاتۀ طرف شا ته په آخر سر کښې وى.
28
د چوکاټونو تير به د يو سر نه تر بل سره پورې پوره رسېدلے وى.
29
په چوکاټونو د سرو زرو پترى وخېژوه او د سرو زرو کَړۍ ورله جوړې کړه چې لاړى ونيسى، په لاړو به هم د سرو زرو پترى خېژولے شى.
30
دا خېمه د هغه نقشې په مطابق ودروه کومه چې ما تا ته په غرۀ ښودلې وه.
31
د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.
32
دا د کيکر لرګى په څلورو ستنو باندې، په کُنډو کښې راځوړنده کړه په کومو ستنو چې د سرو زرو پترى خېژولے شوى وى او د سپينو زرو په څلورو پښو باندې به ولاړې وى.
33
دا پړده د خېمې په چت کښې د کُنډو په قطار کښې ځوړنده کړه او د پړدې نه شا ته د لوظ صندوق کېږده چې په هغې کښې د کاڼو دوه تختې دى. دا پړده به مقدس ځائ د زيات مقدس ځائ نه جدا کوى.
34
د لوظ صندوق د کفارې په تخت بند کړه.
35
د زيات مقدس ځائ نه بهر د خېمې ښى طرف ته مېز او ګس طرف ته يې هغه ډيوټ کېږده.
36
د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او چې دا په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.
37
د دې پړدې دپاره د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او د کيکر لرګى نه پينځۀ ستنې جوړې کړه چې د سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوى وى، او د دې ستنو دپاره پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړه.
← Chapter 25
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 27 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40