bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 1
Hebrews 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 2 →
1
په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے.
2
خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل.
3
چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.
4
نو داسے ئے زوئے له فرښتو نه دومره غوره شو څومره چه هغۀ په ميراث کښے دَ هغوئ نه لوئے نُوم مُوندلے وو.
5
هيڅ کله هم خُدائے کُومے فرښتے ته دا نۀ دى وئيلى چه : ”تۀ زما زوئے يئے، ما نن اظهار کړے.“ اَؤ بيا دا چه : ”زَۀ به دَ هغۀ پلار يم اَؤ هغه به زما زوئے وى.“
6
اَؤ بيا چه خُدائے خپل اول پيدا شوے، يعنے عيسىٰ، دنيا ته راولى نو وائى چه : ”دَ خُدائے ټولے فرښتے دِ هغۀ ته سجده وکړى.“
7
اَؤ دَ فرښتو په باب کښے وائى چه : ”هغه دَ خپلو فرښتو نه بادُونه جوړ وى اؤ دَ خپلو خادمانو نه دَ اور شُغلے جوړوى.“
8
خو دَ خپل زوى په حقله وائى چه : ”اَئے خُدايه! ستا تخت به تل تر تله وى اَؤ ستا دَ بادشاهئ امسا دَ صداقت امسا ده.
9
تا دَ صداقت سره مينه اَؤ دَ بدکارئ نه نفرت وکړو، په دے وجه خُدائے، يعنے ستاسو خُدائے، تۀ په تيلو مسح کړلے اَؤ دَ خپلو ملګرو په نسبت ئے زيات خوشحاله کړلے.“
10
اَؤ بيا دا چه : ”اَئے مالِکه! تا دَ مزکے بُنياد له ازل نه کيښودو اَؤ آسمان ستا دَ لاس کاريګرى ده.
11
هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتے يئے، اَؤ هغه به ټول دَ جامو په شان زاړۀ شى.
12
تۀ به هغه دَ چُوغے په شان راونغاړے اَؤ دَ جامو په شان به بدل کړے شى. خو تۀ هم هغه ئے اَؤ ستا کالُونه به ختم نۀ شى.“
13
خو خُدائے په فرښتو کښے دَ چا په باب کښے کله وئيلى وُو چه : ”تۀ زما ښى لاس ته کښينه تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان دَ پښو دَ لاندے دُنکاچه نۀ کړم.“
14
فرښتے څۀ دى؟ هغوئ ټول خدمت ګُزار رُوحُونه دى کُوم چه دَ هغه خلقو دَ خدمت دَ پاره راليږلى شوى دى څوک چه دَ خلاصُون وارثان دى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13