bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 11
Hebrews 11
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 12 →
1
پس ايمان دا دے چه په هغه څيزُونو باور وکړو چه پرے اُميد لرُو، اَؤ دَ ناليدلو څيزُونو ثبوت دے.
2
ځکه زمُونږ مشران دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے په حضُور کښے مقبُول وګرزولے شول.
3
مُونږ ته دَ ايمان په وسيله دا معلُومه ده چه عالمُونه دَ خُدائے په کلام جوړ شوى دى، داسے نۀ ده چه څۀ چه په نظر راځى هغه دَ ظاهرى څيزُونو نه جوړ شوى دى.
4
دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے دَ پاره هابيل دَ قائن نه غوره قُربانى پيش کړه، اَؤ هم په هغه ايمان دَ هغۀ دَ صداقت ګواهى ورکړے شوه ځکه چه خُدائے دَ هغۀ دَ قُربانو په باب کښے ګواهى ورکړه. اګر که هابيل مړ شوے دے خو دَ ايمان په وسيله هم تر اوسه ګواهى کوى.
5
دَ ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکه آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ته ښکاره نۀ شو ځکه چه خُدائے هغه پورته اُوچت کړے وو، اَؤ دَ هغۀ دَ پورته کيدو نه مخکښے دَ هغۀ په باب کښے دا ګواهى ورکړے شوه چه هغه دَ خُدائے خوښ شوے وو.
6
اَؤ بغير دَ ايمان نه دَ خُدائے خوشحالول نامُمکن دى، ځکه چه خُدائے ته راتلُونکى ته په دے ايمان راؤړل په کار دى چه هغه موجُود دے اَؤ څوک ئے چه لټوى، هغوئ ته اَجر ورکوى.
7
دَ ايمان په وسيله نُوح دَ هغه څيزُونو په باب کښے چه تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت ومُوندو اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے ئے دَ خپلے کورنئ دَ بچ کولو دَ پاره کِشتئ جوړه کړه. هغۀ دَ خپل ايمان په سبب ټوله دُنيا مجُرمه کړه اَؤ دَ هغه صداقت وارث شو چه دَ ايمان په سبب وو.
8
دَ ايمان په سبب هر کله چه اِبراهيم وبللے شو اَؤ حُکم ئے ومنلو نو هغه ځائے ته لاړو کُوم چه ئے په ميراث آخستُونکے وو، اَؤ سره دَ دے چه دا ورته معلُومه نۀ وه چه چرته روان دے خو بيا هم له خپل وطن نه روان شو.
9
اَؤ دَ ايمان په سبب په هغه وطن کښے دَ مُسافرانو په شان ديره شو دَ کُوم چه ورسره لوظ شوے وو، اَؤ دَ اِسحاق اَؤ يعقُوب سره کُوم چه ورسره په هغه لوظ کښے وارثان وُو، په خيمو کښے ديره شو.
10
ځکه چه اِبراهيم دَ هغه مظبُوط ښار اُميد لرلو چه هغه ووينى، چه سازوُونکے اَؤ جوړوُونکے ئے خُدائے دے.
11
هم دَ ايمان په سبب ساره په بوډئ والى کښے دَ ماشُوم راوړلو طاقت بيا مُوندو ځکه چه ساره لوظ کوُونکے رښتينے وګڼلو.
12
نو بيا دَ يو سړى نه چه دَ مړى په شان وو، دَ آسمان دَ ستورو هومره زيات اَؤ دَ سمندر دَ غاړے دَ شګو هومره بے شماره اَؤلاد پيدا شو.
13
دا ټول دَ ايمان په حالت کښے مړۀ شول اَؤ هغه دَ لوظ په مُطابق څيزُونه ئے لا نۀ وُو مُوندلى، خو دَ لرے نه ئے په ليدلو خوشحاله شول اَؤ اِقرار ئے وکړو چه مُونږ په مزکه بے وطنه اَؤ مُسافر يُو.
14
څوک چه داسے خبرے کوى، هغوئ ښکاره کوى چه دَ خپل وطن په لټون کښے دى.
15
اَؤ چه له کُوم مُلک نه هغوئ راوتلى وُو، که دَ هغۀ خيال ئے کولے نو هغوئ ته دَ واپس تللو موقعه وه.
16
خو په حقيقت کښے هغوئ دَ يو غوره، يعنے دَ آسمانى مُلک طمعه دار وُو، اَؤ خُدائے دَ هغوئ نه نۀ شرميږى چه دَ هغوئ خُدائے وبللے شى، ځکه چه هغوئ ته ئے يو ښار تيار کړو.
17
هم دَ ايمان په سبب اِبراهيم دَ آزميښت په وخت اِسحاق قُربان کوو، اَؤ چا چه لوظُونه رښتيا منلى وُو هغۀ هغه يکى يو زوئے قُربانئ ته وړاندے کړو،
18
دَ چا په باب کښے چه دا وئيلے شوى وُو چه : ”له اِسحاق نه به ستا نسل وشى.“
19
ځکه چه دَ اِبراهيم دا باور وو چه خُدائے اِسحاق له مړو نه بيا دَ ژوندى کولو قُدرت لرى، نو داسے اِبراهيم اِسحاق له مړو نه بيا ژوندے ومُوندلو.
20
هم دَ ايمان په سبب اِسحاق دَ راتلُونکو خبرو په باب کښے ذکر کولو اَؤ يعقُوب اَؤ عيساؤ دواړو له برکت ورکړو.
21
هم دَ ايمان په سبب يعقُوب دَ مرګ په وخت دَ يُوسف واړو زامنو له برکت ورکړو اَؤ دَ خپلے امسا په سر دَ تکيه کولو سره ئے سجده وکړه.
22
هم دَ ايمان په سبب کله چه دَ يُوسف مرګ نزدے شو نو دَ بنى اِسرائيلو له مصر نه دَ وتلو ذکر ئے وکړو اَؤ دَ خپلو هډُوکو په باب کښے ئے حُکم ورکړو.
23
هم دَ ايمان په سبب دَ مُوسىٰ مُورٰ پلار دَ هغۀ دَ پيدايښت نه پس تر دريو مياشتو پورے هغه پټ وساتلو ځکه چه هغوئ وليدل چه هلک ښکلے وو اَؤ هغوئ دَ بادشاه له حُکم نه ونۀ ويريدل.
24
دَ ايمان په سبب چه مُوسىٰ لوئے شو نو دَ فرعون دَ لُور دَ زوى بللو نه ئے اِنکار وکړو.
25
ځکه چه هغۀ دَ ګُناه دَ ژوندُون دَ يو څو ورځو دَ خوند آخستو په نسبت دَ خُدائے دَ اُمت سره دَ بدسلُوک زغمل زيات خوښ کړل.
26
اَؤ هغۀ دَ مسيح دَ خاطره بدرد زغمل دَ مصر له خزانو نه لوئے دولت وګڼلو ځکه چه دَ هغۀ نظر په جزا مُوندلو وو.
27
هم دَ ايمان په سبب مُوسىٰ دَ بادشاه دَ قهر نه ويره ونۀ کړه بلکه مصر ئے پريښودو، داسے لکه چه هغۀ ناليدلے خُدائے وليدلو اَؤ قائم پاتے شو.
28
هم دَ ايمان په سبب هغۀ په فسح کولو اَؤ وينے نوستلو عمل وکړو دَ دے دَ پاره چه دَ وړُومبو پيدا شوى زامنو ته دَ مرګ فرښته لاس ورنۀ وړى.
29
اَؤ دَ ايمان په سبب بنى اِسرائيل په بحرِ قُلزم داسے پورے وتل لکه چه په وچه مزکه، خو کله چه مصريانو دَ پورے وتو کوشِش وکړو نو غرق شول.
30
هم دَ ايمان په سبب دَ يريحو ښار ديوالُونه دَ بنى اِسرائيلو تر اُوو ورځو پورے ګير چاپيره تاويدلو سره راونړيدل.
31
هم دَ ايمان په سبب راحاب کنجرئ دَ نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چه هغے اِسرائيلى جاسُوسان په خير قبُول کړل.
32
نو اوس نور څۀ ووايم؟ دومره فرصت نِشته چه دَ جدعون، برق، شمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل اَؤ دَ نورو نبيانو حال بيان کړم.
33
هغوئ هم دَ ايمان په سبب بادشاهئ لاندے کړے، دَ صداقت کارُونه ئے وکړل څۀ چه خُدائے لوظ کړى وُو وئے مُوندل، دَ زمرو خُلے ئے بندے کړلے،
34
دَ اور تاؤ نه ئے بچ کړو، دَ تُورے له مخ نه بچ شول، په کمزورتيا کښے زړۀ ور شول، په جنګ کښے بهادران شول، دَ غيرو فوځونه ئے وتښتول.
35
ښځو خپل سړى بيا ژوندى ومُوندل. ځنو په ځان عذاب تير کړو، خو رهائى ئے منظُوره نۀ کړه، دَ پاره دَ دے چه هغوئ ته غوره قيامت حاصل شى.
36
په ځنو پورے ئے ټوقے وکړلے، په کروړو ئے ووهل، په زنځيرُونو ئے وتړل اَؤ په قيدُونو ئے و آزمئيل،
37
سنګسار ئے کړل، په آرۀ وڅيرلے شول، په تُورو ئے مړۀ کړل، دَ ګډو بيزو څرمنے ئے آغوستے وے، په مُحتاجئ، په مُصيبت، دَ بد سلُوکئ په حالت کښے سر وهلى بروهلى ګرزيدل.
38
دُنيا دَ هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتونو، غرُونو اَؤ دَ مزکے په کندو کښے تار په تار وګرزيدل.
39
اَؤ سره دَ دے چه دَ دوئ ټولو په حق کښے دَ ايمان په سبب ښۀ ګواهى ورکړے شوه، بيا هم هغوئ ته هغه څيز ورنۀ کړے شو دَ کُوم چه لوظ شوے وو،
40
ځکه چه خُدائے دَ اول نه زمُونږ دَ پاره څۀ غوره څيز خوښ کړے وو چه هغوئ بغير زمُونږ نه کامل نۀ کړے شى.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13