bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 12
Hebrews 12
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 13 →
1
نو بيا چه دَ ګواهانو دومره لويه وريځ زمُونږ نه چاپيره ده نو راځئ چه مُونږ هم هر يو پيټے اَؤ هغه ګُناه چه مُونږ په آسانئ سره نښلوى دَ ځان نه لرے کړو، اَؤ په هغه منډه کښے په صبر سره وزغليږُو چه مُونږ ته وړاندے ده.
2
اَؤ دَ ايمان بانى اَؤ کاملوُونکى عيسىٰ ته وګُورو چه دَ هغے خوشحالئ په ځائے چه دَ هغۀ دَ نظر دَ وړاندے وه، دَ شرمندګئ پرواه ئے ونۀ کړه خو دَ سولئ تکليف ئے وزغملو اَؤ دَ خُدائے دَ تخت په ښى لاس کښيناستو.
3
نو بيا په هغه چا غور وکړئ چا چه دَ ګُناه ګارانو دومره مُخالفت وزغملو، چه تاسو هِمت بائے نۀ لئ.
4
اَؤ تاسو دَ ګُناه سره په جنګ کښے تر اوسه داسے مُقابله نۀ ده کړے چه په کښے مرګُونه شوى وى.
5
خو تاسو هغه نصيحت هير کړو کُوم چه تاسو ته دَ فرزندانو په شان په دے ټکو کولے شى : ”زما زويه! دَ مالِک تنبيه سپکه مه ګڼه، چه هر کله چه هغه تا ملامتوى، نو بے زړۀ کيږه مه.
6
ځکه چه چا سره مالِک مينه لرى نو هغۀ ته تنبيه هم کوى اَؤ مالِک چه هر يو زوئے جوړ کړى هغۀ له سزا هم ورکوى.“
7
تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائے درسره دَ زامنو په شان سلُوک کوى. هغه کُوم يو زوئے دے چه پلار ئے تنبيه نۀ کوى؟
8
اَؤ که تاسو ته هغه تنبيه درنۀ کړے شى په کُومه کښے چه ټول شريک دى نو تاسو حراميان شوئ، نۀ چه زامن.
9
دَ دے نه علاوه هر کله چه زمُونږ جسمانى پلارُونو مُونږ له تنبيه راکوله اَؤ مُونږ دَ هغوئ عزت کولو، نو آيا مُونږ دَ خپل رُوحانى پلار دَ دے نه زياته تابعدارى ونۀ کړُو چه مُونږ ژوندى پاتے شُو؟
10
هغوئ خو دَ لږو ورځو دَ پاره دَ خپلے پوهے په مُطابق مُونږ له تنبيه کوله، خُدائے خو زمُونږ دَ فائدے دَ پاره داسے کوى چه مُونږ هم دَ هغۀ په پاکيزګئ کښے شامل شُو.
11
اَؤ خبره خو دا ده چه هر قِسم تنبيه دَ خوشحالئ نه، بلکه دَ غم باعث معلُوميږى، خو چه څوک دَ هغے په زغملو پاخۀ شوى وى نو هغوئ ته وروستو په قلاره دَ صداقت ميوه بخښى.
12
نو بيا مړۀ لاسُونه اَؤ سُست زنګنُونه دُرست کړئ.
13
اَؤ دَ خپلو پښو دَ پاره نيغے لارے جوړے کړئ چه ګوډ بے کاره نۀ شى بلکه شفا بيا مُومئ.
14
دَ تولو سره دَ صُلح کوشِش کوئ اَؤ دَ هغے پاکيزګئ طلبګار اوسئ چه بغير دَ دے نه به څوک مالِک ليدے نۀ شى.
15
ګورئ! ښۀ پام کوئ چه څوک دَ خُدائے دَ فضل نه پاتے نۀ شى، هسے نۀ چه چرته ترخه زيله راوُټوکيږى اَؤ ستاسو دَ پاره عذاب شى اَؤ دَ هغے په سبب خلق پليت شى.
16
اَؤ نۀ دِ په تاسو کښے څوک حرامکار يا عيساؤ په شان بے دينه وى چه دَ يو وخت دَ ډوډئ په بدل ئے دَ خپلے مشرئ حق خرڅ کړو.
17
ځکه چه تاسو په دے پوهه يئ چه څۀ وخت چه هغۀ بيا دَ برکت وارث کيدل غوښتل نو هغه منُظور نۀ شو، اَؤ دَ نيت دَ بدلولو موقعه په لاس ورنۀ راغله سره دَ دے چه هغۀ په وير ژړا په هغے پسے ډير لټُون وکړو.
18
خبره داسے ده چه تاسو دَ سينا غرۀ غوندے ځائے ته نۀ يئ راغلى چه بنى اِسرائيلو هغے ته لاس وروړے شو چه هغه په اور سوزيدو، نه تيارئے، تورتم اَؤ طوفان ته.
19
اَؤ دَ بګل آواز اَؤ دَ کلام کوُونکى آواز راتلو اَؤ چه خلقو هغه آواز واؤريدو نو منت ئے وکړو چه مُونږ سره دِ نور کلام ونۀ کړے شى.
20
ځکه چه هغوئ دا حُکم ونۀ زغملے شو : ”که څۀ ځناور دِ غر ته وبلوسى نو هغه دے په کاڼو مړۀ کړے شى.“
21
هغه ننداره په رښتياؤ داسے هيبتناکه وه چه مُوسىٰ ووے چه : ”زَۀ ډير ويريږم اَؤ رپيږم.“
22
خو تاسو دَ صيُون غر ته اَؤ دَ ژوندى خُدائے ښار ته، يعنے دَ آسمان بيتُ المُقدس اَؤ لکُونو فرښتو ته راغلى يئ.
23
اَؤ تاسو دَ خُدائے اول پيدا شوو مجلس، يعنے جماعت ته راغلى يئ چه نُومُونه ئے په آسمان کښے ليکلى شوى دى، تاسو خُدائے ته راغلى يئ چه دَ ټولو مُنصف دے، تاسو دَ صادِقانو روحُونو ته راغلى يئ، يعنے هغه چه کامل شوى دى،
24
اَؤ تاسو دَ نوى وعده تړُونکى عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ نوستلے شوے دَ شهادت وينے ته راغلى يئ، اَؤ دَ هغۀ قُربانى دَ هابيل دَ قُربانئ نه ډيره فائده ورکوى.
25
نو پس خبردار شئ چه له هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ چه تاسو ته کلام کوى. هغه خلقو ته چه دَ خُدائے کلام په مزکه آؤرولے شو، چه هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول. نو هغه پيغام چه له آسمان نه آؤرولے کيږى که له هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟
26
دَ خُدائے آواز خو هغه وخت مزکه ولړزوله خو اوس ئے دا لوظ کړے دے چه : ”يو ځل به بيا زَۀ يواځے مزکه نه، بلکه آسمان هم ولړزوم.“
27
دَ هغۀ ”وئيل يو ځل بيا“ دا خبره څرګندوى چه پيدا شوى څيزُونه چه لړزولى شى، به تير شى چه ناخوځيدُونکى څيزونه پاتے شى.
28
نو بيا چه مُونږ دَ هغۀ په بادشاهئ کښے شريک شوى يُو چه لړزولے نۀ شى نو ځکه دِ مُونږ دَ هغۀ فضل ونيسُو، نو مُونږ دِ دَ خُدائے په ويرے اَؤ زړۀ سواندے سره دَ خُدائے عبادت وکړُو ځکه چه دا هغه خوښوى.
29
نو ياد لرئ چه زمُونږ خُدائے يو سوزوُونکے اور هم دے.
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13