bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 10
Hebrews 10
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 11 →
1
ځکه چه شريعت چه په کښے دَ راتلُونکو ښو څيزُونو عکس دے اَؤ دَ هغه څيزُونو اصلى شکل نۀ دے، دَ هغه يو قِسم قُربانو په وجه کُومے چه کال په کال بے ناغے پيش کولے شى، خُدائے ته نزدے راتلُونکى خلق هيڅ کله هم کامل کولے نۀ شى.
2
نو دَ هغوئ پيش کول به ختم شوى نۀ وُو څۀ؟ که عبادت کوُونکى يو وار پاک شوى وے نو بيا به دَ هغوئ زړۀ هغوئ نۀ ګُناه ګار کولے.
3
بلکه هغه قُربانئ کال په کال ګُناهُونه رايادوى.
4
ځکه چه دا مُمکنه نۀ ده چه دَ غوايو اَؤ چيلو وينه ګُناهُونه لرے کړى.
5
ځکه خو مسيح دُنيا ته دَ راتلو په وخت وائى چه : ”تا قُربانى اَؤ نذر خوښ نۀ کړو بلکه زما دَ پاره دے يو بدن تيار کړو.
6
په پُوره سوزيدُونکو قُربانو اَؤ دَ ګناه په قُربانو خو خوشحاله نۀ شوے.
7
هغه وخت ما ووئيل چه ګوره! زَۀ راغلے يم، لکه چه دَ کتاب په پاڼو کښے زما په باب کښے ليکلى دى چه اَئے خدايه! زَۀ راغلے يم چه ستا مرضى پوره کړم.“
8
اول خو هغه وائى چه : ”نۀ خو تا قُربانى اَؤ نذرُونه اَؤ پُوره سوزيدُونکے قُربانئ اَؤ دَ ګُناه قربانئ خوښے کړے اَؤ نۀ دَ هغے نه خوشحاله شوے“ اګر که هغه قُربانى دَ شريعت په مُطابق پيش کولے شى.
9
اَؤ بيا دا وائى چه : ”ګوره، زَۀ راغلے يم چه ستا مرضى پُوره کړم.“ غرض دا چه هغه اولنئ قُربانئ ځکه منسُوخ کوى چه دَ مسيح قُربانى هغه ځائے ونيسى.
10
دَ خُدائے دَ مرضئ په سبب مُونږ دَ عيسىٰ مسيح دَ بدن دَ يو ځل قُربانيدو په وجه کُومه چه دَ هميشه دَ پاره وه، پاک کړى شوى يُو.
11
اَؤ هر يو کاهن خو هره ورځ په ولاړه عبادت کوى اَؤ بيا بيا يو قِسم قُربانى پيش کوى کُومے چه هيڅ کله ګُناهُونه لرے کولے نۀ شى.
12
خو مسيح دَ هميشه دَ پاره دَ ګُناهُونو دَ لرے کولو دَ پاره په يوے قُربانئ پيش کولو دَ خُدائے ښى لاس ته کښيناستو.
13
اَؤ له هغه وخت نه په دے انتظار دے چه دَ هغۀ دُښمنان دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړے شى.
14
ځکه چه هغه په يوے قُربانئ پيش کولو هغوئ هميشه دَ پاره کامل کړى دى کُوم چه پاک شوى دى.
15
اَؤ رُوحُ القُدس هم مُونږ ته دغه ګواهى راکوى چه :
16
”مالِک فرمائى چه کُومه وعده چه زَۀ به دَ هغوئ سره دَ هغو ورځو نه پس کوم، هغه دا ده چه زَۀ به خپل حُکمُونه دَ هغوئ زړُونو ته واچوم اَؤ دَ هغوئ په ذهن کښے به ئے وليکم.“ اَؤ بيا هغه دا وائى چه :
17
”دَ هغوئ ګُناهُونه اَؤ نافرمانئ به بيا کله هم يادے نۀ کړم.“
18
اَؤ چه دَ هغوئ معافى شوے ده نو بيا دَ ګُناهُونو قُربانئ پيش کولو حاجت نِشته.
19
نو اوس اَئے ورُوڼو! چه مُونږ دَ عيسىٰ دَ وينے په سبب پاک ترين مقام ته په داخليدو زړۀ ور يُو،
20
په هغه نوے اَؤ ژوندئ لار چه هغۀ زمُونږ دَ پاره دَ پړدے له مينځ نه خلاصه کړے ده، يعنے دَ خپل بدن په وسيله،
21
اَؤ چه زمُونږ دغه شان لوئے کاهن دے چه دَ خُدائے دَ کور مُختيار دے،
22
نو راځئ چه خُدائے ته ورشُو اَؤ په داسے حالت کښے چه زمُونږ زړُونه رښتينى وى، زمُونږ ايمان دِ مظبُوط وى، زمُونږ ضمير دِ دَ ګُناه دَ اِحساس نه پاک وى، اَؤ زمُونږ بدنُونه دِ په صفا اوبو سره ونيځلى وى.
23
په دے حالت کښے چه دَ کُوم اُميد چه مُونږ اِقرار کوُو هغه اُميد به ټينګ ونيسُو ځکه چه خُدائے په خپل لوظ پُوره کولو کښے وفادار دے.
24
اَؤ مُونږ دَ يو بل خيال وساتُو اَؤ يو بل ته دَ مينے اَؤ نيکو کارُونو دَ کولو ترغيب ورکوُو.
25
اَؤ دَ يو بل سره دَ عبادت دَ پاره جمع کيدو نه منع نه شُو لکه څنګه چه دَ ځنو خلقو دستُور دے، بلکه يو بل ته نصيحت وکړُو، اَؤ هر څومره چه هغه ورځ په رانزدے کيدو وينئ هغه هومره ئے زيات کوئ.
26
که مُونږ دَ حق دَ پيژندګلو نه پس له قصده ګُناهُونه کوُو نو دَ ګُناهُونو دَ پاره څۀ بله قُربانى نِشته.
27
خو دَ عدالت يو ويروُونکے اِنتظار اَؤ غضبناک اور پاتے دے کُوم به چه دَ خُدائے مُخالفان وسيزى.
28
کله چه مُوسىٰ شريعت نۀ منُونکى دَ دوؤ يا دريو سړو په ګواهئ بے له څۀ رحم نه مړۀ کولے شى،
29
نو خيال وکړئ چه هغه څوک به دَ څومره زياتے سزا لائق وګرزى چه دَ خُدائے زوے ئے رد کړلو، اَؤ دَ وعدے وينه چه هغه پرے پاک شوے وو هغه ئے ناپاکه وګڼله، اَؤ دَ فضل رُوح ئے بے عزته کړو.
30
ځکه چه مُونږ هغه پيژنُو چا چه فرمائيلى دى چه : ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زَۀ آخلم“ اَؤ بيا دا چه ”مالِک به دَ خپل اُمت عدالت کوى.“
31
دَ ژوندى خُدائے په لاسُونو کښے ورتلل هيبتناکه خبره ده!
32
خو اول هغه اولنئ ورځے رايادے کړئ چه په تاسو دَ خُدائے نُور وځليدو، اَؤ تاسو څومره مُصيبتُونه وزغمل اَؤ مظبُوط پاتے شوئ.
33
کله کله دَ سپکاوؤ اَؤ دَ مُصيبتُونو په وجه تاسو تماشه شوئ، دَ چا سره چه بد سلُوکى کيده، کله کله تاسو دَ هغوئ په بد سلُوکئ کښے ورسره شريک هم شوئ،
34
اَؤ چه تاسو دَ قيديانو سره همدردى هم وکړه، اَؤ دَ خپل مال لوټ کيدل مو هم په خوشحالئ سره منظُور کړل، په دے پوهه وئ چه تاسو سره يو غوره اَؤ دَ تل ميراث دے.
35
نو بيا خپله زړه ورتيا مه پريږدئ ځکه چه دَ هغے ډير اجر دے.
36
ځکه خو تاسو ته صبر کول ضرورى دى چه دَ خُدائے مرضى پُوره کړئ اَؤ لوظ کړى شوى څيزُونه حاصل کړئ.
37
اَؤ اوس ډير لږ وخت پاتے دے چه : ”راتلُونکے به راشى اَؤ ايساريږى نه.
38
اَؤ زما صادِق به په ايمان پائى، اَؤ که چرے هغه وګرزى نو زما زړۀ به له هغۀ نه خوشحاله نۀ وى.“
39
خو مُونږ به راونۀ ګرزُو چه هلاک شُو، بلکه ايمان لرُونکى يُو چه ځانُونه بچ کړُو.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13