bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 7
Hebrews 7
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 8 →
1
اَؤ ملکِ صِدق دَ شاليم بادشاه، دَ عظيم خُدائے کاهن وو. کله چه اِبراهيم بادشاهانو له شکست ورکړو اَؤ واپس راتلو نو ملکِ صِدق دَ هغۀ هر کلے وکړو اَؤ دَ هغۀ دَ پاره ئے برکت وغوښتو.
2
هغۀ ته اِبراهيم دَ ټولو څيزُونو عُشر ورکړو. دَئے اول خو دَ خپل نُوم دَ معنىٰ په مُطابق ”دَ صداقت بادشاه“ دے اَؤ بيا دَ شاليم، يعنے ”دَ صُلح بادشاه.“
3
په پاک کلام کښے نۀ خو دَ ملکِ صِدق دَ پلار څۀ ذکر شته، نۀ دَ مور اَؤ نۀ دَ پلار نيکۀ اَؤ نۀ دَ هغۀ دَ پيدايښت اَؤ نۀ دَ مرګ بيان مُوندلے کيږى، دغه شان هغه دَ خُدائے دَ زوئے په شان تل تر تله کاهن دے.
4
نو بيا غور وکړئ چه دا څۀ رنګ مشر وو چا ته چه دَ قوم نيکۀ اِبراهيم دَ غنيمت دَ ښۀ نه ښۀ مال عُشر ورکړو.
5
اوس دَ لاوى په اَؤلاد کښے چه څوک دَ کاهنتوب عُهده مُومى، هغوئ ته حُکم دے چه دَ اُمت، يعنے دَ خپلو ورُوڼو نه اګر که هغه دَ اِبراهيم له نسل نه وى، دَ شريعت په مُطابق دِ عُشر آخلى.
6
خو اګر که دَ ملکِ صِدق نسب دَ هغوئ نه جُدا دے، هغۀ دَ اِبراهيم نه عُشر واخستو چه ورسره لوظُونه کړى شوى وُو، نو دَ هغۀ دَ پاره ئے برکت وغوښتو.
7
اَؤ په دے کښے دويمه خبره نِشته چه ورکوټے له لوئے نه برکت مُومى.
8
اَؤ دلته خو کاهن چه مړ کيدُونکے دے عُشر آخلى، خو هلته ئے ملکِ صِدق آخلى دَ چا په حق کښے چه ګواهى ورکولے کيږى چه ژوندے دے.
9
نو بيا مُونږ وئيلے شُو چه لاوى چه عُشر آخلى دَ اِبراهيم په وسيله عُشر ورکړو.
10
ځکه چه څۀ وخت چه ملکِ صِدق دَ اِبراهيم هر کلے وکړو نو لاوى تر هغه وخته پورے پيدا شوے نۀ وو، نو داسے وئيلے شُو چه دَ نيکۀ اِبراهيم په وجُود کښے وو.
11
نو بيا دَ لاوى کاهنانو په طريقه قوم ته شريعت ورکړے شوے وو اَؤ که دَ هغۀ دَ طريقے په مُطابق دَ قوم خلق کامل کيدے شول نو دَ دے حاجت نۀ وو چه بل قِسم کاهن مقرر کړے شى، يعنے داسے کاهن چه دَ ملکِ صِدق په طريقه وى اَؤ دَ هارون په طريقه نۀ وى.
12
اَؤ چه کاهنتوب بدل شو نو دَ شريعت بدليدل هم ضرورى دى.
13
ځکه چه دَ چا په باب کښے چه دا خبرے کولے شى، هغه دَ بلے قبيلے دے په کُومه کښے چه هيچا هم دَ قُربانګاه خدمت نۀ دے کړے.
14
يعنے ظاهره ده چه زمُونږ مالِک له يهُوداه دَ قبيلے نه پيدا شو اَؤ دَ دے قبيلے په باب کښے مُوسىٰ دَ کاهنتوب هيڅ ذکر نۀ دے کړے.
15
نو زمُونږ دعوىٰ نوره هم صفا ښکاره شوه چه دَ ملکِ صِدق په شان يو بل داسے کاهن پيدا کيدُونکے وو،
16
څوک چه دَ جسمانى حُکمُونو دَ شريعت په مُطابق نه، بلکه دَ غير فانى ژوندُون دَ قُوت په مُطابق وټاکلے شو.
17
ځکه چه دَ هغۀ په حق کښے دا ګواهى ورکړے شوے ده چه : ”تۀ به دَ ملکِ صِدق په طريقه تل تر تله کاهن يئے.“
18
غرض دا چه اول حُکم دَ کمزورئ اَؤ دَ بے فائدے کيدو په وجه منسُوخ شو،
19
ځکه چه شريعت هيڅ څيز کامل کړے نۀ دے اَؤ دَ هغۀ په ځائے ئے يوه غوره اُميد کيښودو چه دَ هغۀ په وسيله مُونږ خُدائے ته نزدے کيدے شُو.
20
اَؤ دَ مسيح مُقرر کيدل بغير دَ قسمه ونۀ شو، ولے چه هغوئ خو بغير دَ قسمه کاهنان مُقرر شوى دى
21
خو دَئے دَ قسم سره دَ خُدائے دَ طرفه مُقرر شو چه هغۀ دَ دۀ په باب کښے ووئيل چه : ”مالِک قسم خوړلے دے اَؤ دَ هغۀ نه به ګرزى نه چه تۀ تل تر تله کاهن يئے.“
22
دَ دے دَ پاره عيسىٰ دَ يو غوره وعدے ضامن شو.
23
دَ کاهنانو شمير ځکه زيات شو چه هغوئ دَ مرګ په وجه په خپلے عُهدے باندے قائم پاتے کيدے نۀ شُو.
24
خو عيسىٰ تل تر تله ژوندے پاتے کيږى، نو ځکه هغه داسے کاهن دے چه دَ هغۀ په ځائے بل هيڅوک نۀ مُقرر کيږى.
25
دَ دے دَ پاره چه څوک دَ دَۀ په وسيله خُدائے ته راځى هغه هغوئ ته پُوره پُوره خلاصُون ورکولے شى ځکه چه هغه دَ هغوئ دَ شفاعت دَ پاره هميشه ژوندے دے.
26
ځکه چه دغه شان مشر کاهن زمُونږ هم په کار دے چه هغه پاک اَؤ بے ريا اَؤ بے داغه وى، اَؤ له ګُناه ګارانو نه جُدا کړے اَؤ له آسمانُونو نه اُوچت کړے شوے وى.
27
اَؤ دَ هغه مشرانو کاهنانو په شان دے ته مُحتاجه نۀ وى چه هره ورځ اول دَ خپلو ګُناهُونو دَ پاره اَؤ بيا دَ اِسرائيل دَ اُمت دَ ګُناهُونو دَ پاره قُربانئ ورکوى ځکه چه دا هغۀ په يو ځل وکړل څۀ وخت چه ئے خپل ځان قُربان کړو.
28
ځکه چه شريعت خو کمزورى کسان مشران کاهنان مُقرروى، خو کله چه خُدائے دَ شريعت نه وروسته په قسم خوړلو سره وعده کوى نو هغه زوئے مُقرر کوى چه دَ تل دَ پاره قائم پاتے کيږى.
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13