bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 3
Hebrews 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 4 →
1
نو اَئے پاکو ورُوڼو! تاسو چه په آسمانى بلنه کښے شريک يئ، په هغه رسُول اَؤ مشر کاهن عيسىٰ غور وکړئ دَ چا چه مُونږ اِقرار کوُو.
2
خُدائے هغه مُقرر کړو اَؤ هغه دَ خُدائے وفادار پاتے شو لکه څنګه چه مُوسىٰ دَ خُدائے په ټول کور کښے وفادار وو.
3
ځکه چه هغه دَ مُوسىٰ نه دومره زيات دَ عزت خاوند وګڼلے شو څومره چه دَ کور جوړوُونکے له کور نه زيات عزتمن وى.
4
ځکه چه دَ هر يو کور څوک نه څوک جوړوونکے وى، خو چا چه ټول څيزُونه جوړ کړل هغه خُدائے دے.
5
مُوسىٰ خو دَ خُدائے په ټول کور کښے دَ خادم په شان ديانتدار وو دَ پاره دَ دے چه دَ راتلُونکو خبرو په باب کښے ګواهى ورکړى.
6
خو مسيح دَ زوى په حيثيت دَ خُدائے دَ کور مُختار دے، اَؤ دَ خُدائے کور مُونږ يو خو په دے شرط چه دَ خپلے زړه ورتيا اَؤ اُميد فخر تر آخره ټينګ قائم وساتُو.
7
نو بيا لکه چه څنګه رُوحُ القُدس فرمائى : ”که تاسو نن دَ هغۀ آواز واؤرئ،
8
نو خپل زړُونه مه سختوئ څنکه چه دَ غُصے راوستو په وخت مو دَ آزميښت په ورځ په بيابان کښے کړى وُو،
9
چرته چه ستاسو پلارُونو نيکُونو زما جاج اَؤ آزميښت وکړو اَؤ څلويښت کاله پورے ئے زما کارُونه وليدل.
10
ځکه زَۀ دَ هغے پيړئ نه خفه شوم اَؤ ما ووئيل چه دَ دوئ زړُونه هميشه ګُمراه کيږى اَؤ هغوئ زما لارے ونۀ پيژندلے.
11
ځکه ما په خپل غضب کښے قسم وخوړلو چه دوئ به زما په آرام کښے داخليدے نۀ شى.“
12
نو ورُوڼو! خبردار شئ، په تاسو کښے دِ دَ چا داسے بد اَؤ بے ايمانه زړۀ نۀ وى چه دَ ژوندى خُدائے نه وګرزى.
13
بلکه تر کُومه پورے چه دَ نن ورځ وئيلے کيږى، هره ورځ په خپلو کښے نصيحت کوئ چه په تاسو کښے څوک دَ ګُناه په تيندک خوړلو کښے سخت زړے نۀ شى.
14
ځکه چه مُونږ په مسيح کښے شريک شوى يُو خو هله چه په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ قائم پاتے شُو.
15
لکه چه صحيفے وائى چه : ”که تاسو نن دَ هغۀ آواز واؤرئ، نو خپل زړُونه هغسے مه سختوئ لکه چه مو دَ غُصے راوستو په وخت کړى وُو.“
16
نو کُومو خلقو دَ غږ په آؤريدو غُصه ور وسته؟ آيا هغه ټول نۀ وُو څوک چه دَ مُوسىٰ په وسيله دَ مصر نه وتلى وُو څۀ؟
17
اَؤ هغه دَ کُومو خلقو نه تر څلويښتو کالو پورے خفه وو؟ آيا دَ هغوئ نه نه، چا چه ګُناه وکړه اَؤ دَ هغوئ مړى په بيابان کښے پراتۀ وُو؟
18
اَؤ دَ چا په باب کښے هغۀ قسم وخوړلو چه ”هغوئ به زما په آرام کښے داخليدے نۀ شى؟“ هغه چا چه نافرمانى وکړه.
19
غرض دا چه مُونږ وينُو چه هغوئ ځکه داخليدے نۀ شول چه ايمان ئے راوړے نۀ وو.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13