bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 2
Hebrews 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 3 →
1
دَ دے دَ پاره کُومے خبرے چه مُونږ آؤريدلى دى په هغوئ نور هم په زړۀ فکر کول په کار دى، دَ دے دَ پاره چه دَ هغے نه په ښوئيدو لرے لاړ نۀ شُو.
2
ځکه چه کُوم کلام چه دَ فرښتو په معرفت وئيلے شوے وو کله چه هغه قائم پاتے شو اَؤ دَ هرے خطا اَؤ نافرمانئ ټيک ټيک سزا ورکړے شوه،
3
نو بيا دَ دومره لوئے خلاصُون نه په غافل پاتے کيدو مُونږ څنګه بچ کيدے شُو؟ کُوم خلاصُون چه وړُومبے دَ مالِک په وينا وشو اَؤ آؤريدُونکو مُونږ ته ثابت کړو.
4
اَؤ ورسره خُدائے هم په نخښو اَؤ په عجيبه کارُونو اَؤ قِسما قِسم مُعجزو ګواهى ورکوله اَؤ دَ خپلے مرضئ په مُطابق ئے دَ رُوحُ القُدس دَ نعمتُونو په تقسيم کولو ورسره شاهدى وکړه.
5
خُدائے هغه راتلُونکے جهان دَ کُوم چه مُونږ ذکر کوُو، دَ فرښتو تابع نۀ کړو.
6
بلکه يو ځائے ئے داسے وئيلے دى چه : ”اِنسان څۀ څيز دے چه تۀ دَ هغۀ خيال کوے؟ دَ هغۀ اَؤلاد څۀ څيز دے چه تۀ په هغۀ نظر ساتے؟
7
تا هم هغه دَ لږ وخت دَ پاره دَ فرښتو نه څۀ لږ کم کړو، تا په هغۀ دَ جلال اَؤ عزت تاج کيښودو
8
اَؤ تا ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع اَؤ دَ پښو لاندے کړى دى.“ نو بيا چه په کُوم شان هغه ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسے پرے نۀ ښودو چه هغه ئے دَ هغۀ تابع کړے نۀ وى، خو مُونږ تر اوسه ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع نۀ وينُو.
9
البته عيسىٰ ګورُو کُوم چه له فرښتو څۀ لږ کم کړے شو، چه دَ مرګ دَ تکليف دَ زغملو په سبب ورته دَ جلال اَؤ عزت تاج په سر کړے شو چه دَ خُدائے په فضل سره مسيح دَ هر يو سړى دَ پاره مړ شى.
10
ځکه چه ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ پاره دى اَؤ چه دَ خُدائے په وسيله ټول څيزُونه دى نو هغۀ له هم دا مُناسب وُو چه هر کله چه ډير زامن په جلال کښے داخل کړى نو دَ هغوئ دَ خلاصُون بانى، يعنے عيسىٰ، دَ تکليفُونو په وسيله کامل کړى.
11
ځکه چه پاکوُونکے اَؤ پاکيدُونکے ټول دَ يو اصل نه دى، ځکه خو عيسىٰ هغوئ ته په ورور وئيلو نۀ شرميږى.
12
دَ دے دَ پاره هغه فرمائى چه : ”زَۀ به ستا نُوم خپلو ورُوڼو ته بيان کړم، په جماعت کښے به ستا حمد ثنا ووايم.“
13
اَؤ بيا دا چه : ”زَۀ به په هغۀ باور ساتم.“ اَؤ بيا دا چه : ”ګوره! زَۀ دَ هغه بچو سره چه خُدائے ما ته راکړل موجُود يم.“
14
بيا لکه چه دَ هغۀ بچى اِنسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم اِنسان شو دَ دے دَ پاره چه دَ مرګ په وسيله هغه څوک چه په مرګ ئے قُدرت حاصل وو، يعنے اِبليس، تباه کړى،
15
اَؤ څوک چه ټول عُمر دَ مرګ دَ ويرے په غُلامئ کښے ګرفتار وُو، هغوئ خلاص کړى.
16
ځکه چه په حقيقت کښے هغه دَ فرښتو نه، بلکه دَ اِبراهيم دَ نسل مدد کوى.
17
هم دغه وجه ده چه عيسىٰ ته په هر لحاظ دَ خپلو ورُوڼو په شان جوړيدل په کار وُو چه هغه دَ خُدائے په خدمت کولو کښے داسے لوئے کاهن شى چه زړۀ سواندے اَؤ وفادار وى، اَؤ دَ خلقو دَ ګُناهُونو کِفاره ورکړى.
18
ځکه چه هغه په خپله وآزمائيلے شو نو هغه دَ هغوئ مدد کولے شى څوک چه آزمائيلے کيږى.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13