bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 9
Hebrews 9
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 10 →
1
غرض دا چه په اوله وعده کښے هم دَ عبادت حُکم وو اَؤ داسے عبادتګاه چه دُنياوى وه.
2
يعنے يوه خيمه جوړه کړے شوے وه چه په وړومبئ کښے ډيوټ اَؤ ميز اَؤ دَ نذر ډوډئ وے، اَؤ هغۀ ته پاک مُقام وائى.
3
اَؤ دَ دويمے پړدے نه وروستو هغه خيمه وه کُومے ته چه پاک ترينه وائى.
4
په هغے کښے دَ سرو زرو عُود مذبح اَؤ څلور طرف ته سرۀ زر پرے راڅرخيدلى دَ وعدے صندُوق وو. په دے کښے دَ من نه ډک يو دَ سرو زرو مرتبان، اَؤ دَ هارُون زرغونه شوے امسا، اَؤ دَ کاڼو تختئ چه پرے حُکمُونه ليکلى شوى وُو.
5
اَؤ دَ وعدے دَ صندُوق دَ پاسه فرښتے جوړے شوے وے چه دَ خُدائے دَ جلال نخښے وے، کُومو چه دَ فضل په تخت سورے کړے وو چرته چه دَ ګُناهُونو کِفاره ورکړے شوه. خو دا وخت دَ دے خبرو په تفصيل سره دَ بيانولو موقعه نۀ ده.
6
هر کله چه دا څيزُونه دغه شان جوړ شول نو اولنئ خيمے ته خو به کاهنان هر وخت ورننوزى اَؤ دَ عبادت کار به کوى.
7
خو دويمے ته صرف مشر کاهن په ټول کال کښے يو ځل ځى، اَؤ بغير دَ وينے نۀ ځى چه هغه دَ ځان دَ پاره اَؤ دَ اُمت دَ ناپوهئ دَ ګُناهُونو دَ پاره پيش کوى.
8
دغسے رُوحُ القُدس دا اِشاره کوى چه تر څو چه وړُومبئ خيمه ولاړه ده نو دَ پاک ترين مقام لار نۀ ده ښکاره شوے.
9
هغه خيمه دَ موجُوده زمانے يو مِثال دے اَؤ دَ دے په مُطابق داسے نذرُونه اَؤ قُربانئ ورکولے کيږى چه دَ عبادت کوُونکى ضمير پاک نۀ شى جوړولے.
10
دَ هغوئ تعلق تش دَ خوراک څښاک اَؤ دَ پاکيدو تر رسمُونو پورے وو دا ظاهرى قانُون دے اَؤ تش تر هغه وخته پورے جارى کړے شوے وو تر څو چه خُدائے يو نوے حُکم شروع نۀ کړى.
11
خو مسيح دَ ښو څيزُونو دَ پاره دَ مشر کاهن په طور راغے چه اوس موجُود دے. په کُومه خيمه کښے چه هغه خدمت کوى، هغه ډيره لويه اَؤ کامله ده. اِنسان هغه خيمه نۀ ده جوړه کړے اَؤ نۀ هغه دَ دے دُنيا ده.
12
اَؤ دَ چيلو اَؤ سخو په وينه وړلو سره نه، بلکه خپله وينه ئے واخسته اَؤ په هغه پاک ترين مقام کښے يو ځل داخل شو اَؤ په دے ئے دَ تل خلاصُون وکړو.
13
ځکه چه هر کله چه دَ چيلو اَؤ غوايانو وينه اَؤ دَ سخو اِيره په ناپاکو دَ نوستو سره ظاهره پاکى حاصليږى،
14
نو بيا ولے دَ مسيح وينه له دے نه زيات څۀ ونۀ کړى! هغۀ دَ هغه رُوح په وسيله چه له ازل نه دے دَ خپل ځان دَ يو بے عيبه قُربانئ په طور دَ خُدائے په مخکښے پيش کړو اَؤ دَ هغۀ وينه به زمُونږ زړُونه دَ داسے کارُونو نه پاک کړى چه دَ هغوئ اَنجام مرګ دے، چه مُونږ دَ ژوندى خُدائے عبادت وکړُو.
15
په دے وجه مسيح دَ نوى وعدے مينځګړے دے. کُومو خلقو چه دَ وړُومبئ وعدے په وخت قصُور وکړو هغۀ هغوئ له دَ خپل مرګ په وسيله خلاصُون ورکړو. دَ هغۀ اِراده وه چه په هغه نوے وعده کښے شاميليدُونکى، يعنے دَ خُدائے رابللى شوى خلق، دَ خُدائے دَ لوظ په مُطابق دَ تل ميراث حاصل کړى.
16
ځکه چه چرته چه وصيت دے هلته دَ وصيت کوُونکى مرګ هم ثابتول ضرورى دى،
17
اَؤ وصيت له مرګ نه پس جارى کيږى اَؤ تر څو چه وصيت کوُونکے ژوندے وى تر هغے وصيت نۀ جارى کيږى.
18
دَ دے دَ پاره اوله وعده هم بغير دَ وينے نه نۀ وه شوے.
19
کله چه مُوسىٰ ټول اُمت ته دَ شريعت هر يو حُکم واؤرولو نو دَ سخو اَؤ چيلو وينه ئے واخسته، دَ اوبو اَؤ سرے وړئ اَؤ دَ زوفا سره ئے په هغه کتاب اَؤ په ټول اُمت ونوستله،
20
اَؤ وئے وئيل چه : ”دا دَ هغے وعدے وينه ده دَ کُوم حُکم چه خُدائے تاسو ته درکړے دے.“
21
اَؤ دغه شان هغۀ په خيمه اَؤ دَ عبادت په ټولو څيزُونو وينه ونوستله.
22
اَؤ تقريباً ټول څيزُونه دَ شريعت په مُطابق په وينه پاکولے شى، اَؤ بغير دَ وينے له تويولو نه معافى نۀ کيږى.
23
نو بيا ضرورى وه چه دَ آسمانى څيزُونو نقلُونه خو دَ قُربانئ په وسيله پاک کړے شى، خو په خپله آسمانى څيزُونه دَ دے نه دَ غوره قُربانو په وسيله پاک کړے شى.
24
ځکه چه مسيح هغه په لاس جوړ شوى پاک مقام کښے نۀ وو داخل شوے چه دَ حقيقى مقام نمُونه ده، بلکه په آسمان کښے داخل شو چه اوس دَ خُدائے په مخکښے زمُونږ دَ خاطره حاضر وى.
25
لکه څنګه چه مشر کاهن پاک ترين مقام ته هر کال دَ بل چا وينه وړى، هغه شان مسيح خپل ځان بيا بيا نۀ قُربانوى.
26
نو بيا دَ دُنيا له پيدايښت نه به هغۀ ته بيا بيا خامخا مُصيبت زغمل په کار وُو، خو اوس دَ زمانو په آخر کښے يو ځل ظاهر شو چه دَ خپل ځان په قُربان کولو ګُناه لرے کړى.
27
اَؤ لکه چه څنګه دَ بنى آدم دَ پاره يو ځل مړ کيدل، اَؤ پس له هغے عدالت کيدل مُقرر دى،
28
هم هغه شان مسيح يو ځل دَ ډيرو خلقو دَ ګُناه وړلو دَ پاره قُربان شوے دے. نو دويم ځل چه به هغه ښکاره شى نو دَ ګُناه دَ قُربانئ دَ پاره نه، بلکه دَ هغوئ دَ خلاصُون دَ پاره چه دَ هغۀ اِنتظار کوى.
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13