bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 5
Hebrews 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 6 →
1
هر مشر کاهن دَ خلقو نه چُوڼ کړے شى اَؤ دَ خلقو دَ پاره دَ هغه خبرو دَ پاره مُقررولے شى کُومے چه دَ خُدائے سره تعلق لرى چه دَ ګُناهونو دَ پاره نذرانے اَؤ قُربانئ پيش کړى.
2
اَؤ هغه دَ ناپوهه اَؤ ګُمراهانو سره په نرمئ سره دَ پيش کيدو جوګه وى ځکه چه هغه په خپله هم په کمزورتياؤ کښے ګير دے.
3
په دے وجه لکه څنګه چه هغه دَ خلقو دَ پاره دَ ګُناهُونو قُربانى ورکوى هم هغه شان دِ دَ خپل ځان دَ پاره ورکړى.
4
اَؤ هيڅوک په خپله دا عزت نۀ شى مُوندلے تر څو چه دَ هارُون په شان دَ خُدائے له طرفه ونۀ بللے شى.
5
دغه شان مسيح هم دَ مشر کاهن عزت پخپله ونۀ مُوندلو بلکه هغه چا ورکړو چا چه ورته وئيلى وُو چه : ”تۀ زما زوئے ئے، ما نن اِظهار کړے.“
6
لکه چه هغه په بل ځائے کښے وائى چه : ”ته دَ ملکِ صِدق په شان تل تر تله کاهن يئے.“
7
څۀ وخت چه عيسىٰ په مزکه ژوند تيرولو نو هغۀ په زوره زوره چغے کړے اَؤ اوښکے ئے بهيدلے، خُدائے ته ئے دُعا ګانے اَؤ زارئ وکړے چا چه هغه له مرګ نه بچ کولے شو، اَؤ خُدائے ترسئ اَؤ دَ ځان وقف کولو په وجه خُدائے دَ هغۀ واؤريدو.
8
اَؤ سره دَ زوئے والى هغۀ تکليفُونه دَ زغملو سره فرمانبردارى زده کړله.
9
اَؤ چه کامل کړے شو نو دَ خپلو ټولو فرمانبردارانو دَ پاره دَ تل خلاصُون باعث وګرزيدو.
10
اَؤ هغۀ ته دَ خُدائے له طرفه دَ ملکِ صِدق په شان دَ مشر کاهن لقب ورکړے شو.
11
دَ دے په باب کښے مُونږ ته ډيرے خبرے کول دى چه په هغوئ پوهيدل ګران دى ځکه چه تاسو په اُوچت آؤريدو عادت شوى نۀ يئ.
12
دَ وخت په مُطابق خو تاسو له اُستاذ کيدل په کار وُو خو اوس دَ دے خبرے حاجت دے چه څوک دَ خُدائے دَ کلام اِبتدائى اُصول تاسو ته بيا وښائى، اَؤ دَ سخت خوراک په ځائے تاسو ته دَ پيو څښلو حاجت پيښ شو.
13
څوک چه پئ وڅښى، هغه ماشُوم دے اَؤ ماشُوم په ښۀ اَؤ په بد نۀ پوهيږى.
14
اَؤ سخت خوراک دَ پاخۀ عُمر خلقو دَ پاره وى چه په تجربے سره دَ دے جوګه شوى دى چه په ښۀ اَؤ په بد پوهه شى.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13