bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 4
Hebrews 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 5 →
1
نو بيا چه دَ خُدائے په آرام کښے دَ داخليدو لوظ باقى دے نو مُونږ ته ويريدل په کار دى، هسے نه چه په تاسو کښے څوک پاتے شوے معلُوم شى.
2
لکه چه مُونږ ته زيرے واؤرولے شو هم هغوئ ته دَ خوشحالئ خبر واؤرولے شو، خو آؤريدلى کلام هغوئ ته ځکه فائده ورنۀ کړه چه آؤريدُونکو په ايمان سره په خپلو زړُونو کښے قبُول نۀ کړو.
3
اَؤ مُونږ چه ايمان راؤړو په هغه آرام کښے داخليږو لکه څنګه چه خُدائے ووئيل چه : ”ما په خپل غضب کښے قسم وخوړلو چه هغوئ به زما په آرام کښے داخل نۀ شى.“
4
اګر که دَ خُدائے کار دَ هغه وخت نه ختم شوے وو دَ کله نه چه هغۀ دُنيا پيدا کړے وه. لکه چه هغۀ دَ اُوومے ورځے په باب کښے په يوه موقع داسے ووئيل چه : ”خُدائے خپل ټول کارُونه پُوره کړل اَؤ په اُوومه ورځ ئے آرام وکړو.“
5
اَؤ يو ځل بيا په دے ځائے کښے ليک دى چه : ”هغوئ به زما په آرام کښے داخليدے نۀ شى.“
6
چا چه په شروع کښے دا زيرے واؤريدو نو هغوئ په هغه آرام کښے داخل نۀ شول ځکه چه هغوئ نافرمانى وکړله، خو بعضے خلق داسے دى چه په دے کښے به داخليدے شى.
7
نو بيا خُدائے يوه خاص ورځ مُقرره کړه اَؤ له دومره مُودے نه پس ئے دَ داؤد په کتاب کښے ورته ”دَ نن ورځ“ ووئيل، لکه چه وړُومبے وئيلے شوى دى چه : ”که تاسو نن دَ هغۀ آواز واؤرئ نو خپل زړُونه سختوئ مه.“
8
اَؤ که يشوع هغوئ په آرام کښے داخل کړى وے نو خُدائے به دَ هغے نه پس دَ بلے ورځے ذکر نۀ کاوو.
9
نو بيا دَ خُدائے دَ خلقو دَ پاره آرام لکه دَ سبت ورځ باقى ده.
10
ځکه څوک چه دَ خُدائے په آرام کښے داخل شى، هغه هم دَ خُدائے په شان دَ خپلو کارُونو نه آرام وکړى.
11
نو راځئ چه مُونږ په هغه آرام کښے دَ داخليدو داسے کوشش وکړُو چه دَ هغوئ په شان په نافرمانئ کولو هيڅوک پرے نۀ وزى.
12
ځکه چه دَ خُدائے کلام ژوندے اَؤ اثرناک اَؤ دَ هرے يوے دوه مخے تُورے نه زيات تيرۀ دے، چه دَ اِنسان دَ ځان اَؤ رُوح نه تيريږى اَؤ اَندام اَندام اَؤ مغز مغز جُدا کوى اَؤ دَ زړۀ په خيالُونو اَؤ اِرادو تحقيق کوى.
13
اَؤ دَ خُدائے نه دَ خلقو هيڅ څيز پټ نۀ دے بلکه دَ چا سره چه زمُونږ حساب دے، دَ هغۀ په نظر کښے ټول څيزُونه څرګند اَؤ بے پړدے دى.
14
نو بيا چه مُونږ داسے لوئے مشر کاهن لرُو، يعنے عيسىٰ دَ خُدائے زوئے چه دَ خُدائے حضُور ته لاړو، نو راځئ چه مُونږ دَ خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتے شُو.
15
ځکه چه زمُونږ داسے مشر کاهن نۀ دے چه زمُونږ په کمزورتياؤ کښے همدرد کيدے نۀ شى بلکه هغه په ټولو خبرو کښے زمُونږ په شان وآزمئيلے شو خو بيا هم بے ګُناه پاتے شو.
16
نو راځئ چه مُونږ دَ خدائے دَ فضل دَ تخت په وړاندے په زړه ورتيا يُون کوو چه په مُونږ رحم وشى اَؤ هغه فضل حاصل کړُو کُوم چه دَ حاجت په وخت زمُونږ مدد وکړى.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13