bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 13
Hebrews 13
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
1
دَ وروڼو په شان دَ يو بل سره مينه کوئ.
2
دَ ميلمستيا کولو نه غافله کيږئ مۀ، ځکه چه دَ دے په وجه ځنو خلقو دَ فرښتو ميلمستيا هم کړے ده خو پوهه شوى نۀ دى.
3
قيديان هم داسے يادوئ لکه چه تاسو ورسره په قيد کښے يئ، اَؤ چه دَ چا سره بد سلُوکى کيږى، هغوئ هم ياد لرئ ځکه چه تاسو هم وجُود لرئ. اَؤ تاسو سره هم داسے بد سلُوکى کيدے شى.
4
وادۀ دِ په تاسو ټولو کښے دَ عزت خبره وګڼلے شى، ښځه اَؤ خاوند دِ دَ يو بل سره وفادار پاتے شى ځکه چه خُدائے به په خپله دَ حرامکارو زِناکارو عدالت کوى.
5
دَ زرو دَ مينے نه ځان ساتئ اَؤ څۀ چه درسره دى په هغے صبر کوئ، ځکه چه خُدائے په خپله فرمائيلى دى چه : ”زَۀ به هيڅ کله هم ستاسو نه بے پرواه کيږم نه، اَؤ تاسو به هيڅ کله پرے نۀ ږدم.“
6
نو ځکه مُونږ ډير په زړه ورتيا سره دا وايُو چه : ”مالِک زما مددګار دے، زَۀ به ويره نۀ کوم، اِنسان به مے څۀ وکړى؟“
7
څوک چه ستاسو مشران وُو اَؤ چا چه تاسو ته دَ خُدائے کلام واؤروو، هغوئ ياد ساتئ اَؤ دَ هغوئ دَ ژوند په اَنجام غور وکړئ اؤ داسے ايمان ولرئ لکه چه هغوئ لرلو.
8
عيسىٰ مسيح پرُون، نن اَؤ تل تر تله په يو شان دے.
9
دَ مُخلتف اَؤ عجيبه تعليم نه بے لارے کيږئ مه، ځکه چه دا ښۀ ده چه زړۀ په فضل مظبُوط شى، نۀ چه په هغه خوراکُونو دَ کُومو اِستعمالوُونکو چه هيڅ فائده نۀ وه مُوندلے.
10
زمُونږ قُربانګاه يو داسے ځائے دے دَ کُوم نه چه دَ خيمے کاهنانو له دَ خوراک هيڅ اِختيار نِشته.
11
ځکه چه دَ کُومو ځناورو وينه چه مشر کاهن پاکترين مقام ته دَ ګُناه دَ کِفارے دَ پاره وړى، دَ هغوئ وجُودُونه دَ خيمه ګاه نه بهر سوزولے کيږى.
12
ځکه خو عيسىٰ هم دَ خپلے وينے په وجه دَ اُمت دَ پاکولو دَ پاره دَ ښار دَ دروازے نه بهر تکليف وزغملو.
13
نو راځئ چه دَ هغۀ په سپکاوى کښے شريک شُو اَؤ خيمه ګاه نه بهر هغۀ له لاړ شُو.
14
ځکه چه دلته زمُونږ يو ښار هم قائم پاتے کيدُونکے نِشته بلکه مُونږ دَ راتلُونکى ښار په لټُون يُو.
15
اَؤ مُونږ دِ دَ مسيح په وسيله هميشه دَ خُدائے په ثنا کولو دَ شکر ګذارئ قُربانى پيش کړُو، ځکه کله چه مُونږ په خپلے ژبے سره دَ هغۀ دَ نُوم اِقرار کوُو نو دا دَ خُدائے دَ پاره يوه نذرانه ده.
16
نيکى اَؤ سخاوت مه هيروئ ځکه چه خُدائے په داسے قُربانو خوشحاليږى.
17
دَ خپلو مشرانو خبره منئ اَؤ دَ حُکم تابعدارى ئے کوئ ځکه چه هغوئ ستاسو دَ رُوحُونو دَ فائدے دَ خاطره دَ هغوئ په شان بيدار اوسى چا ته چه به حساب ورکول وى، دَ پاره دَ دے چه هغوئ په خوشحالئ دا کار وکړى نۀ چه په خفګان، ځکه چه په داسے حال کښے به ستاسو دَ پاره هيڅ فائده نۀ وى.
18
زمُونږ دَ پاره دُعا کوئ ځکه چه زمُونږ يقين دے چه زمُونږ ضمير پاک دے اَؤ مُونږ په هر څۀ کښے په نيکئ ژوند تيرول غواړُو.
19
زَۀ دا نصيحت تاسو ته ځکه کوم چه تاسو دُعا وکړئ چه زَۀ تاسو ته زر بيا درشم.
20
مالِک عيسىٰ چه دَ ګډو لوئے شپُونکے دے چه هغۀ دَ خپلے وينے په وسيله دَ تل وعده تړلے ده، هم هغه خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے، له مړو نه بيا ژوندے پورته کړو.
21
اوس هم هغه خُدائے تاسو په هره خبره کښے تيار کړه چه دَ هغۀ مرضى پُوره کړئ، اَؤ هر څۀ چه هغه خوښوى دَ عيسىٰ مسيح په وسيله هم هغه په مُونږ کښے پيدا کړى. دَ هغۀ حمد و ثنا دِ تل تر تله وى. آمين.
22
اَئے ورُوڼو! زَۀ تاسو ته زارى کوم چه دَ دے کلام دَ نصيحت زغم ولرئ ځکه چه ما تاسو ته په لنډو وليکل.
23
زَۀ تاسو ته وايم چه زمُونږ ورور تيموتيوس آزاد شو. که هغه زر راغے نو زَۀ به دَ هغۀ سره تاسو ته مُلاقات له درشم.
24
خپلو ټولو مشرانو اَؤ ټولو پاکانو ته سلام ووايئ. دَ اِټلى اِيمانداران وروڼه درته سلام کوى.
25
اَؤ په تاسو ټولو دِ فضل وى، آمين.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13