bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Hebrews 8
Hebrews 8
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 9 →
1
اوس چه کُومے خبرے مُونږ کوُو په هغوئ کښے دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه زمُونږ يو داسے مشر کاهن دے څوک چه په آسمانُونو کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے دَ تخت ښى لاس ته کښناستو.
2
اَؤ دَ قُربانګاه اَؤ دَ هغه حقيقى خيمے خادم دے چه رب ودرولے ده، نۀ چه اِنسان.
3
اَؤ چه هر مشر کاهن دَ نذارانو اَؤ قُربانو ورکولو دَ پاره مقرريږى دَ دے دَ پاره ضرورى شوه چه دَ دَۀ سره هم دَ نذرانے دَ پاره څۀ وى.
4
اَؤ که هغه په مزکه وَئے نو هيڅ کله به کاهن نۀ وو ځکه چه نور کاهنان شته چه دَ شريعت په مُطابق نذرانے پيش کوى.
5
نو بيا هم هغه خدمت چه هغوئ په مزکه کوى، هغه دَ هغۀ دَ آسمانى خدمت نقل اَؤ عکس دے. هر کله چه مُوسىٰ خيمه جوړوله نو هغۀ ته دا هدايت وشو چه : ”ګوره! کُومه نمُونه چه تا ته په غرۀ ښوولے شوى وه دَ هغے په شان ټول څيزُونه جوړوه.“
6
خو عيسىٰ دَ هغوئ نه دومره غوره خدمت ومُوندلو څومره چه هغه وعده ده چه دَ چا هغه مينځګړے دے، اَؤ هغه وعده ځکه غوره ده چه هغه په غوره لوظُونو قائم کړے شوے دے.
7
ځکه چه که اول وعده بے نُقصه وے نو دَ بلے دَ پاره به موقعه لټولے نۀ شوه.
8
نو بيا خُدائے دَ هغوئ نُقص په ګوته کوى اَؤ وائى چه : ”مالِک فرمائى چه ګوره، هغه ورځے راځى چه زَۀ به دَ اِسرائيل دَ کورنئ اَؤ دَ يهُوداه دَ کورنئ سره يوه نوے وعده کوم.
9
دا به دَ هغه وعدے په شان نه وى کُومه چه ما دَ هغوئ دَ پلارُونو نيکُونو سره هغه ورځ کړے وه کله چه مے په لاس نيولى، دَ مصر له مُلک نه راويستل، ځکه چه هغوئ زما په وعده ټينګ پاتے نۀ شول. اَؤ مالِک فرمائى چه ما دَ هغوئ پلو څۀ خيال ونۀ کړو.
10
بيا مالِک فرمائى چه کُومه وعده چه به دَ اِسرائيل دَ کورنئ سره دَ هغه ورځو نه پس کوم، هغه دا ده چه زَۀ به خپل حُکمُونه دَ هغوئ په ذهن کښے واچوم اَؤ دَ هغوئ په زړُونو به ئے وليکم، اَؤ زَۀ به دَ هغوئ خُدائے يم اَؤ هغوئ به زما اُمت وى.
11
اَؤ هيڅوک به خپل وطنى اَؤ خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چه تۀ مالِک وپيژنه، ځکه چه ورکوټے اَؤ لوئے به ټول ما وپيژنى.
12
ځکه چه زَۀ به دَ هغوئ په قصُورُونو رحم کوم اَؤ دَ هغوئ ګُناهُونه به هيڅ کله نۀ يادوم.“
13
اَؤ هر کله چه هغۀ نوے وعده وکړه نو وړُومبے ئے زړه وګڼله، اَؤ کُوم څيز چه زوړ اَؤ شليدلے وى هغه په فنا کيدو کښے وى.
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13