bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 1
2 Chronicles 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 2 →
1
د داؤد بادشاه زوئ سليمان خپله بادشاهى ښۀ مضبوطه کړه او مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د هغۀ مل وو او هغه يې ډېر طاقتور کړو.
2
سليمان بادشاه هغه ټولو آفسرانو له چې د زرو سړو او سلو سړو د ډلو مشران وُو، د حکومت ټولو آفسرانو او کورَنو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو،
3
هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه.
4
داؤد د لوظ صندوق د مخکښې نه د قِريَتيعريم نه هغه خېمې ته راوړے وو چې کومه يې د دې دپاره په يروشلم کښې جوړه کړې وه.
5
خو د زېړو کومه قربانګاه چې د حُور نمسى او د اورى زوئ بضلىاېل جوړه کړې وه هغه هلته په جبعون کښې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه. سليمان بادشاه او ټولو خلقو هلته مالِک خُدائ ته سوال وکړو.
6
سليمان د مالِک خُدائ په حضور کښې قربانګاه ته وختلو، کومه چې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه او په هغې باندې يې يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.
7
په هغه شپه خُدائ پاک سليمان ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”چې څۀ غواړې نو وې غواړه چې زۀ يې درکړم.“
8
سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار داؤد ته همېشه لويه مينه ښودلې ده او اوس دې زۀ د هغۀ نه پس بادشاه جوړ کړے يم.
9
اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى،
10
نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم. څوک داسې شته چې ستا په دې لوئ قوم باندې حکومت وکړى؟“
11
خُدائ پاک سليمان ته وفرمائيل، ”تا جائيداد، دولت، عزت، يا د هغه خلقو مرګ نۀ دے غوښتلے چې ستا نه نفرت کوى او د اوږد عُمر سوال دې هم نۀ دے کړے، خو تا د حِکمت او پوهې سوال کړے دے چې زما په هغه خلقو باندې حکومت وکړې چې په چا باندې ما بادشاه جوړ کړې يې،
12
نو ځکه زۀ به تا له حِکمت او پوهه درکړم. او د دې نه علاوه، زۀ به تا له دومره دولت، خزانې او عزت درکړم چې نۀ به د دې نه مخکښې يو بادشاه ته مِلاو شوى وى او نۀ به وروستو چا ته کله هم مِلاو شى.“
13
نو سليمان په جبعون کښې د عبادت د ځائ نه لاړو، چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه وه او يروشلم ته راواپس شو. هلته هغۀ په اِسرائيل حکومت کولو.
14
هغۀ هلته د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولس زرو په آسونو سوارو کسانو يو لښکر جوړ کړو، د هغوئ څۀ کسان يې په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې کښېنول.
15
د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر او سرۀ زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام شول او دِيار دومره زيات وُو لکه چې د غرونو په لمنو کښې بېشمېره چنارونه وى.
16
د سليمان سوداګرو د هغۀ آسونه او جنګى ګاډۍ د مِصر او قوعى په علاقو کښې اخستلې، هغوئ يوه جنګى ګاډۍ په شپږ سوه د سپينو زرو سيکو باندې او يو آس د سپينو زرو په يو نيم سل سيکو باندې اخستلو. هغوئ په حِتى او شامى بادشاهانو باندې هم آسونه او جنګى ګاډۍ خرڅولې.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36