bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 4
2 Chronicles 4
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 5 →
1
د سليمان بادشاه يوه د زېړو قربانګاه وه، کومه چې تقريباً لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځۀ ګزه اوچته وه.
2
هغۀ د زېړو يوه ګول ډيګۍ هم جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او پينځلس ګزه غټه وه.
3
د ډيګۍ ګېرچاپېره په ټوله بهرنۍ څنډه باندې د يو بل دپاسه د ښائسته ښکارېدو دوه قطارونه وُو. د ښائسته ښکارېدو دا قطارونه د غوَيانو د بُتانو په شکل کښې وُو، چې دا ټول د پوره ډيګۍ سره يوه ټُکړه شوى وُو.
4
ډيګۍ د زېړو د دولسو غوَيو په شا باندې پرته وه چې د غوَيو مخونه بهر وُو، چې په څلورو واړو طرفونو باندې درې درې غوَيو مخونه اړولى وُو.
5
د ډيګۍ طرفونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګل په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً شپېتۀ زره ليټره اوبۀ راتلې.
6
هغوئ لس ښانکونه هم جوړ کړل، چې پينځۀ د خُدائ پاک د کور په جنوبى طرف باندې او پينځۀ په شمالى طرف باندې کېښودلے شول. دا د ځناورو د برخو په کنګالولو کښې استعمالېدل کوم چې د نذرانې په توګه سوزولے کېدل. په غټه ډيګۍ کښې اوبو د اِمامانو دپاره وې چې د وينځلو دپاره يې استعمالولې.
7
د اصُولو په مطابق هغوئ لس د سرو زرو ډيوټ او لس مېزونه جوړ کړل او د خُدائ پاک د کور په لويه کوټه کښې يې کېښودل، چې په هر طرف باندې پينځۀ ډيوټ او پينځۀ مېزونه وُو. هغوئ سل د سرو زرو جامونه هم جوړ کړل.
9
هغوئ د اِمامانو دپاره يو دربار هم جوړ کړو او يو بهرنے لوئ دربار يې هم جوړ کړو. هغوئ دربار ته د ننوتلو دپاره دروازې هم جوړې کړې او دا دروازې يې په زېړو باندې پټې کړې.
10
ډيګۍ د خُدائ پاک د کور د نمرخاتۀ جنوبى طرف ګوټ سره نزدې اېښودے شوې وه.
11
حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ دا هر څۀ هغسې مکمل کړل چې څنګه يې د سليمان بادشاه سره وعده کړې وه چې د خُدائ پاک د کور دپاره به يې جوړوى: دوه ستنې، د ستنو دپاسه دوه د جامونو په شان تاجونه، په هر تاج باندې د زنځير د کَړو شکلونه، د زېړو څلور سوه انار چې د هر تاج نه ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، يوه ډيګۍ، دولس غوَيى چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او درې غاښى. د کاريګرو مشر حيرام دا هر څۀ د پړقېدونکو زېړو نه جوړ کړل، لکه څنګه چې سليمان بادشاه حُکم کړے وو، چې دا دې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى.
17
بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان کښې د سُکات او صريده په مينځ کښې په بټۍ کښې جوړ کړى وُو.
18
دومره زيات سامان په کښې جوړ شوے وو چې هيچا هم د هغه زېړو ټول وزن معلوم نۀ کړو چې په دې کښې استعمال شوى وُو.
19
سليمان بادشاه د خُدائ پاک د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړے وو، قربانګاه او خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز،
20
ډيوټ او د ښو سرو زرو ډيوې چې د منصوبې په مطابق د زيات مقدس ځائ ته مخامخ بلېدې،
21
د ګلونو ښائسته والے، ډيوې او چمټې،
22
د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدونکى لوښى. دا ټول څيزونه د سوچه سرو زرو نه جوړ شوى وُو. د خُدائ پاک د کور بهرنۍ دروازې او د زيات مقدس ځائ دروازې په سرو زرو باندې پټې کړے شوې وې.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36