bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 15
2 Chronicles 15
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 16 →
1
د خُدائ پاک روح د عوبيد په زوئ عزرياه نازل شو،
2
او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.
3
تر ډېره وخته پورې اِسرائيل د حقيقى خُدائ پاک نه بغېر، د اِمامانو د ښودنې نه بغېر او بغېر د يو قانون نه ژوند تېرولو.
4
خو چې کله به مصيبت راغلو، نو هغوئ به مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته راوګرځېدل. هغوئ به د خُدائ پاک لټون وکړو او پېدا به يې کړو.
5
په هغه ورځو کښې به هيڅ څوک په حِفاظت سره تلے راتلے نۀ شول، ځکه چې په هر مُلک کښې لويه ګډوډى وه.
6
يو قوم بل قوم خرابتُراب کړو او يو ښار بل ښار دړې وړې کړو، ځکه چې خُدائ پاک به په هغوئ باندې هر قسم مصيبت راوستلو.
7
خو تاسو تکړه شئ او بېحوصلې کېږئ مه، او بيا چې تاسو کوم کار کوئ نو د هغې به تاسو ته اِنعام ملاويږى.“
8
کله چې آسا د هغه پېشګويۍ نه خبر شو چې د عوبيد زوئ عزرياه کړې وه، نو د هغۀ حوصله مضبوطه شوه. نو هغۀ د يهوداه او بنيامين په مُلک کښې او په هغه ښارونو کښې ټول پليت بُتان لرې کړل چې کوم ښارونه يې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې قبضه کړى وُو. هغۀ د مالِک خُدائ هغه قربانګاه هم بيا جوړه کړه کومه چې د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ولاړه وه.
9
د اِفرائيم، منسى او د شمعون قبيلو ډېر خلق د آسا په طرف شوى وُو او د هغۀ په بادشاهۍ کښې اوسېدل، ځکه چې هغوئ ته پته لګېدلې وه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل دے. آسا هغوئ ټول او د يهوداه او بنيامين خلق راوغوښتل.
10
نو هغوئ د آسا د بادشاهۍ په پينځلسم کال په درېمه مياشت په يروشلم کښې راغونډ شول.
11
په هغه ورځ هغوئ د هغه مالِ غنيمت نه مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې چې کوم هغوئ قبضه کړے وو، اووۀ سوه څاروى او اووۀ زره ګډان.
12
هغوئ يو لوظ وکړو چې هغوئ به د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک عبادت کوى.
13
چې هر يو نر يا ښځې، ځوان يا بوډا به د هغۀ عبادت نۀ کولو نو هغه به وژلے شول.
14
نو هغوئ د مالِک خُدائ په نوم په اوچت آواز سره قسم وکړو چې هغوئ به دا لوظ پوره کوى او بيا هغوئ چغه ووهله او بيګلې يې وغږولې.
15
د يهوداه ټول خلق خوشحاله وُو ځکه چې هغوئ د زړۀ د اخلاصه لوظ کړے وو. هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشحاله وُو، مالِک خُدائ هغوئ قبول کړل او د ټولو دشمنانو نه يې په امن کښې کړل.
16
آسا بادشاه خپله نيا معکه د مور مَلِکې د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې د بېشرمۍ بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو، ټوټې ټوټې يې کړو او د دې ټوټې يې د قِدرون په وادۍ کښې وسوزولې.
17
اګر چې آسا بيا هم په هغه مُلک کښې علاقائى عبادتخانې تباه نۀ کړې، خو هغه ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار پاتې شو.
18
هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې هغه ټول څيزونه کېښودل کوم چې د هغۀ پلار ابياه خُدائ پاک ته وقف کړى وُو او داسې د سرو زرو او سپينو زرو هغه څيزونه يې هم کېښودل چې کوم هغۀ په خپله وقف کړى وُو.
19
د هغۀ د بادشاهۍ تر پينځۀ دېرشم کال پورې نور جنګونه نۀ وُو.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36