bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 11
2 Chronicles 11
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 12 →
1
کله چې رحُبعام بادشاه يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين د قبيلو نه يو سل او اتيا زره تکړه فوجيان راغونډ کړل. د هغۀ اراده دا وه چې جنګ له لاړ شى او د بنى اِسرائيلو په شمالى قبيلو باندې خپل اختيار بيا بحال کړى.
2
خو د مالِک خُدائ کلام په سمعياه پېغمبر نازل شو چې،
3
رحُبعام بادشاه او د يهوداه او بنيامين قبيلو ټولو خلقو له دا پېغام ورکړى،
4
”په خپلو بنى اِسرائيلو باندې حمله مۀ کوئ. ټول کورونو ته لاړ شئ. چې څۀ شوى دى هغه زما مرضى وه.“ نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او د يربعام خِلاف جنګ له لا نۀ ړل.
5
رحُبعام په يروشلم کښې پاتې شو او د يهوداه او بنيامين دې ښارونو نه يې پاخۀ دېوالونه تاو کړل:
6
بيتلحم، ايتام، تقوع،
7
بيتصور، شوکو، عدولام،
8
جات، مريسه، زيف،
9
ادورائيم، لکيس، عزيقه،
10
صُرعا، ايالون او حبرون.
11
هغۀ د دې ښارونو نه ښۀ پاخۀ دېوالونه تاو کړل او په هر يو باندې يې يو فوجى مشر مقرر کړو او د هر يو دپاره يې د خوراک، زيتُونو تېلو او ميو بندوبست وکړو،
12
او ډالونه او نېزې يې پرې کېښودې. نو داسې هغۀ يهوداه او بنيامين د خپل قابو لاندې وساتل.
13
د بنى اِسرائيلو د ټولو علاقو اِمامان او ليويان د يهوداه جنوبى طرف ته راتلل.
14
ليويانو د څرن زمکې او خپل جائيدادونه پرېښودل او يهوداه او يروشلم ته لاړل، ځکه چې د اِسرائيل بادشاه يربعام او د هغۀ زامنو هغوئ دې ته نۀ پرېښودل چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى.
15
يربعام خپل اِمامان مقرر کړل چې هغوئ په علاقائى عبادتخانو کښې خِدمت کوى چې هلته د هغه چېلو او سخو په شکل د بُتانو عبادت کوى چې کوم هغۀ جوړ کړى وُو.
16
د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه کومو خلقو چې د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت کول غوښتل نو هغوئ ليويانو پسې يروشلم ته لاړل، د دې دپاره چې هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نذرانې پېش کړى.
17
نو په دې باندې د يهوداه بادشاهى مضبوطه شوه او درې کاله يې د سليمان د زوئ رحُبعام ملګرتيا کوله او هغوئ هم هغه شان ژوند تېرولو لکه څنګه چې د داؤد بادشاه او سليمان بادشاه د حکومت لاندې وُو.
18
رحُبعام محلت وادۀ کړه، چې د هغې پلار د داؤد زوئ يريموت وو او د هغۀ مور ابىخېل وه، چې د اِلياب لور او د يَسى نمسۍ وه.
19
د هغوئ درې زامن وُو، يعوس، سمرياه او زهم.
20
وروستو هغۀ معکه وادۀ کړه چې د ابىسلوم لور وه او د هغوئ څلور زامن وُو، ابياه، عتى، زيزا او سلوميت.
21
د رحُبعام ټولې اتلس ښځې او شپېتۀ وينځې وې او هغه د اتۀويشتو زامنو او شپېتو لوڼو پلار وو. هغۀ د خپلو ټولو ښځو او د وينځو نه د معکه سره زياته مينه کوله،
22
او په هغۀ باندې د هغې زوئ ابياه د نورو ټولو بچو نه زيات ګران وو، نو په دې وجه هغه يې د دې دپاره خوښ کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شى.
23
رحُبعام د هوښيارتيا نه دومره کار واخستو چې خپل زامن يې د يهوداه او بنيامين د پَخو دېوالونو په ټولو ښارونو کښې مقرر کړل. هغوئ له يې ښۀ ډېر خوراک ورکړو او هغوئ هر يو ته يې ښى ډېرې ښځې وادۀ کړې.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36