bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 14
2 Chronicles 14
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 15 →
1
ابياه بادشاه مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو، هغه وطن لس کاله د آسا د بادشاهۍ لاندې په امن کښې وو.
2
د آسا نه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک خوشحاله وو، ځکه چې هغه کار يې کولو چې کوم ښۀ او صحيح وو.
3
هغۀ د پردو خلقو قربانګاه او علاقائى عبادتخانې لرې کړې، د کاڼو پاکې ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې د بُت نښې يې راوغورزولې.
4
هغۀ د يهوداه خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ په مرضۍ کار کوى، کوم چې د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے او د هغۀ حُکمونه او تعليمات منى.
5
هغۀ د يهوداه د هر يو ښار نه علاقائى عبادتخانې د خوشبويۍ سوزولو ټولې قربانګاه ختمې کړې، نو په دې وجه د هغۀ د بادشاهۍ لاندې حکومت په امن کښې وو.
6
هغۀ په خپل وخت کښې د يهوداه د ښارونو نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل او تر ډېرې مودې پورې هلته جنګ نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له امن ورکړے وو.
7
هغۀ د يهوداه خلقو ته وفرمائيل، ”راځئ چې ښارونه د دېوالونو، برجونو، دروازو او سيخونو لګولو په ذريعه مضبوط کړُو. دا مُلک ځکه زمونږ په قابو کښې دے چې مونږ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک مرضى پوره کړې ده. هغۀ مونږ محفوظ کړى يُو او په هر لحاظ يې زمونږ حِفاظت کړے دے.“ نو هغوئ دا جوړ کړل او کامياب شول.
8
د آسا بادشاه سره د يهوداه قبيلې د درې لاکو سړو يو لښکر وو، چې د هغوئ سره ډالونه او نېزې وې، د بنيامين قبيلې نه ورسره د دوو لاکو او اتيا زره سړو، چې ډالونه او نېزې ورسره وې. دا ټول تکړه جنګيالى وُو.
9
د ايتهوپيا بادشاه زارح د لسو لاکو سړو د لښکر او د درېو سوو جنګى ګاډو سره په يهوداه حمله وکړه او د مريسه پورې وړاندې لاړو.
10
آسا د هغۀ سره د جنګ دپاره لاړو او د مريسه سره نزدې د صفاته په مېدان کښې يې دواړو طرفونو ته د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.
11
آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“
12
کله چې د يهوداه لښکر او د آسا لښکر حمله وکړه نو مالِک خُدائ د ايتهوپيا لښکر له شکست ورکړو. نو د ايتهوپيا خلق وتښتېدل،
13
او آسا او د هغۀ فوجيان تر جرار پورې په هغوئ پسې وُو. او دومره ډېر د ايتهوپيا خلق وژلے شوى وُو چې هغوئ د جنګ دپاره بيا نۀ شول راغونډېدلے. هغوئ د مالِک خُدائ او د هغۀ د لښکر نه شکست خوړلے وو او د يهوداه لښکر ډېر زيات مالِ غنيمت يوړو.
14
بيا هغوئ د جرار نه ګېرچاپېره علاقه کښې ښارونه تباه کړل، ځکه چې د هغه ځائ خلق د مالِک خُدائ نه سخت يرېدلى وُو. نو لښکر هغه ټول ښارونه لوټ کړل او ډېر زيات مالِ غنيمت يې يوړو.
15
هغوئ د شپانو په کېمپونو هم حمله وکړه او ډيرې زياتې ګډې او اوښان يې بوتلل. بيا هغوئ يروشلم ته راواپس شول.
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36