bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 3
2 Chronicles 3
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 4 →
1
نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو.
2
او د هغې جوړېدل د هغۀ د بادشاهۍ د څلورم کال د دوېمې مياشتې په دوېمه ورځ شروع شُو.
3
سليمان چې د خُدائ پاک د کور کوم بنياد کېښودو هغه تقريباً دېرش ګزه اوږد او تقريباً لس ګزه پلن وو.
4
د ننوتلو کوټه د کور د پوره پلنوالى هومره يعنې تقريباً لس ګزه وه او تقريباً شپېتۀ ګزه اوچته وه. د کوټې دننه دېوالونه او چت په سوچه سرو زرو باندې پټ وو.
5
په لويه کوټه باندې د دِيار د لرګى تختې لګولے شوې وې چې په سوچه سرو زرو باندې پټې وې، چې په دې باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه او د زنځيرونو نمونې ورباندې جوړې شوې وې.
6
بادشاه د خُدائ پاک کور د قيمتى کاڼو او د پروائم د مُلک د سرو زرو سره ښائسته کړو.
7
هغۀ د کور د دېوالونو، د تختو او دروازو پټولو دپاره سرۀ زر استعمال کړل، کاريګرو په دېوالونو باندې د وزرو والا مخلوق نقشې هم جوړې کړې،
8
د دنننۍ کوټې نوم زيات مقدس ځائ وو، چې تقريباً لس ګزه اوږده او لس ګزه پلنه وه، چې د کور د پوره پلنوالى هومره وه. د زيات مقدس ځائ د دېوالونو پټولو دپاره د شلو ټنو نه زيات سرۀ زر استعمال شوى وُو،
9
تقريباً نيم سېر سرۀ زر د مېخونو د جوړولو دپاره استعمال شوى وُو او د برنو کوټو دېوالونه هم په سرو زرو باندې پټ وُو.
10
بادشاه خپلو کاريګرو له دا حُکم هم ورکړو چې د وزرو والا مخلوق د اوسپنې نه جوړ کړئ، په سرو زرو يې پټ کړئ او په زيات مقدس ځائ کښې يې کېږدئ.
11
هلته دا څنګ په څنګ دروازې ته مخامخ ودرولے شوى وُو. د هر يو دوه وزر وُو، چې هر يو تقريباً دوه نيم ګزه پلن وو، وزر يې داسې خوارۀ وُو چې د کوټې په مينځ کښې د يو بل سره مِلاوېدل او په بل طرف باندې د کوټې دېوال ته رسېدلى وُو، چې پوره پلنوالے يې تقريباً لس ګزه وو.
14
د زيات مقدس ځائ يوه پرده د مهينې لټې نه جوړه وه، چې د آسمانى، کاسنى او سور رنګ د وزرو والا مخلوق د شکلونو کار ورباندې شوے وو.
15
بادشاه دوه ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً اوولس ګزه لوړه وه او د خُدائ پاک د کور په مخکښې يې ولګولې. د هرې ستنې دپاسه تقريباً درې ګزه لوړ تاجونه وُو.
16
د ستنو سرونه د زنځيرونو د کَړو په شکلونو او په سلو انارو باندې ښائسته کړے شوى وُو.
17
ستنې د خُدائ پاک د کور د ننوتلو په طرفونو باندې لګولے شوې وې، د جنوب په طرف باندې چې کومه ستنه لګولے شوې وه د هغې نوم يکين وو او چې په شمالى طرف باندې وه د هغې نوم بوعز وو.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36