bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 8
2 Chronicles 8
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 9 →
1
سليمان په خپل محل او د مالِک خُدائ په کور جوړولو کښې شل کاله ولګول.
2
هغۀ هغه ښارونه هم بيا جوړ کړل چې حيرام بادشاه ورکړى وُو او بنى اِسرائيليان يې ورولېږل چې په هغې کښې اوسيږى.
3
سليمان بيا حمات ضوباه ته لاړو او دا علاقه يې قبضه کړه
4
او په صحرا کښې د پَخو دېوالونو ښار تدمور يې بيا جوړ کړو. هغۀ په حمات کښې هغه ټول ښارونه هم بيا جوړ کړل چې کوم ښارونه د ګودامونو دپاره استعمالېدل.
5
سليمان دا ښارونه هم بيا جوړ کړل، پاسنے بيتحورون او لاندينے بيتحورون چې دا د پَخو دېوالونو ښارونه وُو چې مضبوطې دروازې يې لرلې،
6
د بعلات ښار، هغه ټول ښارونه چې د سامان ګودامونه وُو او هغه ښارونه چرته چې د هغۀ آسونه او جنګى ګاډۍ ودرېدلې. هغۀ د يروشلم، لبنان او د هغه ټولې علاقې چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې وې، نو چې کوم آبادول غوښتل هغه يې سر ته ورسول او بادشاهى يې کوله.
7
سليمان د کنعان د خلقو ټول اولاد داسې نوکران کړل چې په زور ترې نه کار اخستلے شو. دا هغه کسان وُو کوم چې بنى اِسرائيلو نه ژوندى پاتې شوى وُو کله چې بنى اِسرائيلو هغه مُلک ونيولو. په دې کښې حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وُو، چې د هغوئ اولاد تر نن وخته پورې غلامان دى.
9
د بنى اِسرائيلو نه په زور کار نۀ شو اخستلے، خو د فوجيانو، آفسرانو، د جنګى ګاډو مشرانو او په آسونو سوارو کسانو په توګه يې خِدمت کولو.
10
سليمان د بنى اِسرائيلو نه دوه نيم سوه آفسران مقرر کړل چې په دغه خلقو مشرى وکړى.
11
سليمان خپله ښځه يعنې د مِصر د فِرعون لور د داؤد د ښار نه هغه کور ته بوتله چې کوم يې د هغې دپاره جوړ کړے وو. هغۀ وفرمائيل، ”هغه دې د بنى اِسرائيلو بادشاه داؤد په محل کښې نۀ اوسيږى، ځکه چې چرته د لوظ صندوق پاتې شوے وو نو هغه ځائ مقدس دے.“
12
سليمان په هغه قربانګاه باندې مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې پېش کړې کومه چې هغۀ د خُدائ پاک د کور په مخکښې جوړه کړې وه.
13
هغۀ د هرې مقدسې ورځې دپاره د موسىٰ د شريعت د حُکم په مطابق سوزېدونکې نذرانې پېش کړې، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې اخترونو او د کال درې کلنى اخترونو: د پتيرې روټۍ اختر، د رېبلو اختر او د جونګړو اختر.
14
اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.
15
داؤد چې د خزانو او نورو معامِلو دپاره اِمامانو او ليويانو ته کوم اصُول ښودلى وُو هغه پوره پوره سر ته رسېدلى وُو.
16
په هغه وخت کښې د سليمان ټول کارونه پوره شول. د مالِک خُدائ د کور د بنياد نه واخله تر سر ته رسولو پورې د هغۀ ټول کارونه په صحيح طريقې سره سر ته ورسېدل.
17
سليمان عصيونجابر او ايلات ته لاړو، دا د ادوم په علاقه کښې د بحرِقُلزم په غاړه د سمندرى جهازونو ځايونه دى.
18
حيرام بادشاه د خپلو آفسرانو او د تجربهکاره کشتو چلوونکو د مشرۍ لاندې هغۀ له سمندرى جهازُونه ولېږل. هغوئ د سليمان د آفسرانو سره د اوفير مُلک ته جهازُونه بوتلل او سليمان له يې د پينځلسو زرو کلو نه زيات سرۀ زر راوړل.
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36