bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 9
2 Chronicles 9
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 10 →
1
د شيبا مُلک مَلِکه د سليمان شُهرت نه خبر شوه او هغه يروشلم ته راغله چې په مشکلو سوالونو د هغۀ امتحان واخلى. هغې ځان سره يوه لويه ډله راوسته او داسې اوښان يې هم راوستل چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او په لوئ مِقدار کښې په سرو زرو باندې بار وُو. هغه سليمان له راغله او چې د هغې په ذهن کښې څۀ هم وُو نو د سليمان سره يې د هغې په حقله خبرې وکړې.
2
سليمان هغې له د ټولو سوالونو جوابونه ورکړل. د هغۀ دپاره داسې يو سوال هم مشکل نۀ وو چې د هغې وضاحت يې ورته نۀ شو کولے.
3
د شيبا مَلِکه د سليمان په حِکمت باندې پوهه شوه او چې هغۀ کوم محل جوړ کړے وو هغه يې وليدو.
4
د هغۀ په دسترخوان چې کوم خوراک پروت وو، د هغۀ د آفسرانو د اوسېدو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او د هغوئ لِباس، د هغۀ ساقيان د هغوئ لِباس او هغه سوزېدونکې نذرانې يې وليدې چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ حقه حېرانه شوه.
5
نو هغې بادشاه ته ووئيل، ”ما چې په خپل مُلک کښې ستا او ستا د حِکمت په حقله څۀ اورېدلى دى هغه رښتيا دى.
6
هغوئ چې ما ته څۀ وئيل نو ما په هغې باندې تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې راغلم او په خپله مې وليدل. زۀ ستا د نيم حِکمت نه هم خبر نۀ وم. چې خلق څۀ وائى تۀ د هغې نه هم ډېر زيات هوښيار يې.
7
هغوئ څومره بختور دى چې څوک ستا خِدمت کوى، هغوئ هر وخت ستا په حضور کښې وى او د دې حقدار دى چې ستا د حِکمت خبرې واورى.
8
د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ دا ښکاره کړې ده چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې بادشاه جوړ کړے يې چې د هغۀ په نوم باندې حکومت وکړې. ځکه چې هغه د خپلو خلقو يعنې بنى اِسرائيلو سره مينه کوى او د همېشه دپاره د هغوئ حِفاظت کول غواړى، هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار اخلې.“
9
هغې چې کومې تُحفې راوړې وې نو هغه يې سليمان بادشاه ته پېش کړې، د څلورو زرو کلو نه زيات سرۀ زر او په يو لوئ مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى. د هغې نه نورې ښې مصالحې نۀ وې کومې چې د شيبا مَلِکې سليمان بادشاه له ورکړې.
10
د حيرام بادشاه او د سليمان بادشاه سړو چې د اوفير نه سرۀ زر راوړل نو هغوئ د صُندل لرګى او کالى هم راوړل.
11
سليمان دا لرګے د مالِک خُدائ د کور او د خپل محل د پوړو جوړولو دپاره استعمال کړو او موسيقارانو له يې ترې نه بينجو او ربابُونه جوړ کړل. د يهوداه په مُلک کښې د دې نه مخکښې د دې په شان هيڅ هم نۀ وُو ليدلے شوى.
12
مَلِکه شيبا چې څۀ هم غوښتل نو سليمان بادشاه هغه ورکړل. دا د هغې نه علاوه وُو چې د هغه تُحفو په بدل کښې يې ورکړل کومې چې هغې راوړې وې. بيا هغه او د هغې ډله واپس خپل مُلک ته لاړل.
13
سليمان ته هر کال تقريباً درويشت زره کلو سرۀ زر مِلاوېدل،
14
د دې نه علاوه تاجرانو او سوداګرو به هغۀ له محصُول هم ورکولو. د عربو بادشاهانو او د بنى اِسرائيلو د ضِلعو حکمرانانو به هم هغۀ له سرۀ زر او سپين زر راوړل.
15
سليمان دوه سوه لوئ ډالونه جوړ کړل، چې هر يو تقريباً په اوو کلو ټکېدلے شوو سرو زرو باندې پټ وو،
16
درې سوه يې واړۀ ډالونه جوړ کړل، چې هر يو تقريباً په درېو کلو ټکېدلے شوو سرو زرو باندې پټ وو. هغۀ دا ټول د لبنان د ځنګل په محل کښې کېښودلى وُو.
17
بادشاه يو لوئ تخت هم جوړ کړے وو چې يوه حِصه يې د هاتى په غاښونو باندې پټه وه او باقى په سوچه سرو زرو باندې پټ وو.
18
د دې تخت شپږ پوړۍ وې چې بره ورختلې وې او يو د پښو کېښودلو چوکۍ ورسره تړلے شوې وه چې په سرو زرو باندې پټ وو. د تخت په هر طرف باندې بازوګان وُو او په هر طرف باندې د ولاړو زمرو بُتان وُو.
19
په پوړو باندې د دولسو زمرو مجسمې وې، چې شپږ يو طرف ته وُو او شپږ بل طرف ته وُو. په بله يوه بادشاهۍ کښې هيڅکله هم داسې تخت موجود نۀ وو.
20
د سليمان ټولې پيالۍ د سرو زرو نه جوړې وې او د لبنان د ځنګل د دربار ټول لوښى د سوچه سرو زرو وُو. د سليمان په وخت کښې سپين زر اهم نۀ شول ګڼلے.
21
بادشاه سره د تجارت دپاره سمندرى جهازُونه وُو، دا جهازُونه د حيرام بادشاه سړو چلول. هر درې کاله پس به د هغۀ جهازُونه راواپس کېدل چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان يې راوړل.
22
سليمان بادشاه په دُنيا کښې د نورو ټولو بادشاهانو نه زيات هوښيار او مالدار وو.
23
خُدائ پاک چې هغۀ له کوم حِکمت ورکړے وو د هغې د اورېدو دپاره به ټولو بادشاهانو د هغۀ سره مشوره کوله.
24
سليمان له به هر يو مېلمه دا تُحفې راوړلې: د سرو زرو او سپينو زرو څيزونه، چُوغې، وسلې، مصالحې، آسونه او قچر. هغوئ تر کالونو پورې داسې کول.
25
د سليمان بادشاه د خپلو جنګى ګاډو او آسونو دپاره څلور زره د ودرېدو ځايونه هم وُو او دولس زره يې آسونه وُو. څۀ يې په يروشلم کښې ساتلى وُو او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې مقرر کړى وُو.
26
هغه د فرات سيند د علاقې نه واخله د فلستيانو مُلک او د مِصرى سرحد پورې د ټولو بادشاهانو نه عظيم بادشاه وو.
27
د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه د غرونو په لمن کښې د عام چِنار په شان ډېر تېر وُو.
28
سليمان د مِصر او د نورو ډېرو مُلکونو نه آسونه راوستل.
29
د سليمان د اول نه واخله تر آخره پورې باقى پاتې تاريخ د ناتن پېغمبر په تاريخ کښې، د سيلا د اخياه په پېشګويۍ کښې او د عدو پېغمبر په پېشګويۍ کښې ليکلے شوى دى، چې هغه د يربعام زوئ د نباط په حقله هم خبرې کوى.
30
سليمان په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.
31
هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36