bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 17
2 Chronicles 17
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 18 →
1
يهوسفط د خپل پلار آسا نه پس بادشاه جوړ شو او د اِسرائيل خِلاف يې خپل ځان مضبوط کړُو.
2
هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې، د يهوداه په مُلک کښې او د اِفرائيم د علاقې په هغه ښارونو کښې کوم چې آسا قبضه کړى وُو، فوجيان مقرر کړل.
3
مالِک خُدائ د يهوسفط مل وو ځکه چې هغه د خپل پلار په هغه نقش قدم باندې روان وو لکه څنګه چې داؤد د بادشاهۍ په شروع کښې ښۀ وو او يهوسفط د بعل عبادت ونۀ کړو.
4
هغۀ د خپل پلار د خُدائ پاک خِدمت کولو او د خُدائ پاک حُکمونه يې منل او هغه شان عمل يې نۀ کولو څنګه چې د اِسرائيل بادشاهانو کول.
5
مالِک خُدائ د يهوداه په بادشاهۍ باندې د يهوسفط قابو مضبوطه کړه او ټولو خلقو به هغۀ له تُحفې راوړلې، نو داسې هغه مالداره او ډېر عزتمند شو.
6
هغۀ خپل ځان د مالِک خُدائ کار ته وقف کړے وو او علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت نښې يې په يهوداه کښې تباه کړې.
7
هغۀ د خپلې بادشاهۍ په درېم کال دا آفسران ولېږل چې د يهوداه په ښارونو کښې تعليم ورکړى، بِنخېل، عبدياه، زکرياه، نتنىايل او ميکاياه.
8
د هغوئ سره نهۀ ليويان او دوه اِمامان ملګرى وُو. ليويان دا وُو، سمعياه، نتنياه، زبدياه، عساهيل، سميراموت، يونتن، ادونياه، طوبياه او طوب ادونياه، او اليسمع او يهورام اِمامان وُو.
9
هغوئ د مالِک خُدائ د تورات کِتاب واخستلو او د يهوداه ټولو ښارونو ته لاړل او خلقو له يې تعليم ورکولو.
10
په ګېرچاپېره حکومتونو باندې د مالِک خُدائ يره راغله نو هغوئ د يهوسفط خِلاف جنګ نۀ شو کولے.
11
څۀ فلستيانو يهوسفط له په يو لوئ مِقدار کښې سپين زر او نورې تُحفې راوړې او څۀ عربو ورله اووۀ زره او اووۀ سوه ګډان او اووۀ زره او اووۀ سوه چېلۍ راوستلې.
12
نو يهوسفط نوره هم ترقى کوله او تکړه کېدو. هغۀ په يهوداه کښې ځائ په ځائ قلعې او د ښارونو ګودامونه جوړ کړل،
13
چرته چې په لوئ مِقدار کښې د هغوئ سامانونه جمع شوى وُو. هغۀ په يروشلم کښې تکړه آفسران مقرر کړل،
14
د هغۀ لښکر د قبيلو په مطابق جوړ شوے وو. عدنه د يهوداه د ډلو د فوجيانو مشر وو او درې لاکه فوجيان د هغۀ د واک اختيار لاندې وُو.
15
يهوحنان په هغۀ پسې دوېم کس وو، چې د هغۀ سره دوه لاکه او اتيا زره فوجيان وُو،
16
درېم د زِکرى زوئ عمسياه وو، چې د هغۀ سره دوه لاکه فوجيان وُو. او عمسياه به په رضاکارانه توګه د مالِک خُدائ خِدمت کولو.
17
د بنيامين د ډلو د فوجيانو مشر اليدع وو، چې هغه يو ډېر تکړه فوجى وو، هغه د دوو لاکو فوجيانو مشر وو چې ډالونه او ليندې ورسره وې.
18
په هغۀ پسې دوېم مشر يهوزبد وو چې د هغۀ سره يو سل او اتيا زره سړى وُو، چې ښۀ جنګى سامان ورسره وو.
19
دې سړو په يروشلم کښې د بادشاه خِدمت کولو او د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې نور فوجيان هم مقرر کړل.
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36