bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 16
2 Chronicles 16
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 17 →
1
د آسا د بادشاهۍ په شپږ دېرشم کال، د اِسرائيل بادشاه بعشا په يهوداه حمله وکړه او د راما نه يې د پَخو دېوالونو تاوول شروع کړل دا دې دپاره چې د يهوداه بادشاه آسا د علاقې نه د ټولو خلقو تګ راتګ بند کړى.
2
نو آسا د محل او د مالِک خُدائ د کور د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر واخستل او د دې پېغام سره يې د شام بادشاه بِنحدد له دمشق ته ولېږل،
3
”راځئ چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان په خپلو کښې ملګرى شُو. ګوره، زۀ تا له سرۀ زر او سپين زر درلېږم. اوس د اِسرائيل بادشاه بعشا سره خپل اِتحاد مات کړه نو داسې به هغه زما د علاقې نه خپل فوجيان وباسى.“
4
بِنحدد د آسا دا مشوره ومنله او خپل فوجى آفسران او خپل فوجيان يې ولېږل چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيلبيتمعکه او د نفتالى هغه ټول ښارونه قبضه کړل چرته چې سامانونه جمع کولے شول.
5
کله چې بعشا بادشاه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د راما نه پاخۀ دېوالونه جوړول بند کړل او کار يې پرېښودو.
6
بيا آسا بادشاه د ټول يهوداه نه سړى راغونډ کړل او هغوئ له يې حُکم ورکړو چې هغه کاڼى او لرګى راوړئ چې کوم بعشا په راما کښې استعمالول او هغوئ دا د جبعه او د مصفاه ښارونو نه د پَخو دېوالونو تاوولو دپاره استعمال کړل.
7
په هغه وخت کښې حنانى پېغمبر آسا بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په ځائ تا د شام په بادشاه بهروسه وکړه، نو په دې وجه د شام د بادشاه لښکر ستا نه خلاص شوے دے.
8
د ايتهوپيا او د ليبيا د خلقو سره ډېر فوجيان او ډېرې جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ کسان نۀ وُو څۀ؟ خو تا په مالِک خُدائ بهروسه وکړه نو ځکه هغۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکړه.
9
مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“
10
په دې باندې آسا هغه پېغمبر ته دومره غصه شو چې هغه يې په زنځيرونو وتړلو او قېد يې کړو. هم د هغه وخت نه آسا د خلقو سره ظلم زياتے شروع کړو.
11
د اول نه واخله تر آخره پورې د آسا د بادشاهۍ ټولې واقعې د اِسرائيل او يهوداه بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
12
د خپلې بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال آسا د پښو د يو سخت مرض په وجه شل شو، خو بيا هم هغه مالِک خُدائ ته د مدد دپاره ور ونۀ ګرځېدو او صرف طبيبانو له لاړو.
13
دوه کاله وروستو هغه مړ شو
14
او هغه په هغه قبر کښې ښخ شو کوم چې هغۀ د داؤد په ښار کښې په يو غټ ګټ کښې خپل ځان دپاره جوړ کړے وو. هغوئ د هغۀ ښخولو دپاره مصالحې او خوشبويۍ والا تېل استعمال کړل او هغوئ د هغۀ په مرګ باندې د غم دپاره يو لوئ اور بل کړو.
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36