bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 23
2 Chronicles 23
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 24 →
1
د شپږو کالو اِنتظار نه پس يهويدع اِمام يوه فېصله وکړه. هغۀ د دې پينځو فوجى آفسرانو سره لوظ وکړو، د يروحام زوئ عزرياه، د يهوحنان زوئ اِسمٰعيل، د عوبيد زوئ عزرياه، د عداياه زوئ معسياه او د زِکرى زوئ الياسفط.
2
هغوئ د يهوداه ټولو ښارونو ته سفر وکړو او ځان سره يې واپس يروشلم ته ليويان او د ډلو ټول مشران راوستل.
3
هغوئ ټول د خُدائ پاک په کور کښې راغونډ شول او هلته هغوئ د بادشاه د زوئ يوآس سره يو لوظ وکړو. يهويدع هغوئ ته ووئيل، ”د بادشاه زوئ دا دے. دے به اوس بادشاه جوړيږى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د داؤد اولاد به بادشاهان وى.
4
نو مونږ به هم دغه شان کوُو. کله چې اِمامان او ليويان د سبت په ورځ د خپل کار دپاره راځى، نو د هغوئ درېمه برخه به د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارى کوى،
5
هغه بله درېمه برخه به د شاهى محل څوکيدارى کوى او باقى پاتې برخه به د ”بنياد“ په دروازه باندې مقررولے شى. ټول خلق به د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې راغونډ شى.
6
ياد ساتئ چې صرف اِمامان او ليويان به د مالِک خُدائ کور ته ننوځى د چا چې د خِدمت نمبر وى. هغوئ ځکه ننوتلے شى چې هغوئ پاک کړے شوى دى، خو باقى نور خلق به خامخا د مالِک خُدائ اصُول منى او بهر دې پاتې شى.
7
ليويان به د بادشاه نه ګېرچاپېره د حِفاظت دپاره ولاړ وى، چې خپلې تُورې يې راويستلې وى او چې بادشاه چرته هم ځى نو هلته به ورسره ځى. نور هر څوک چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو کوشش وکړى نو هغه دې ووژلے شى.“
8
ليويانو او د يهوداه خلقو د يهويدع په اصُولو باندې عمل وکړو. کوم څوکيداران چې د سبت په ورځ د کار نه چُهټى کېدل، نو هغوئ ته دا اجازت نۀ وو چې کور ته لاړ شى نو داسې د هر فوجى مشر سره خپل څوکيداران موجود وُو يعنې هغه څوکيداران چې د کار نه يې چهټى کوله او هغه کسان چې کار له راتلل.
9
يهويدع آفسرانو له هغه نېزې او ډالونه ورکړل کوم چې د داؤد بادشاه وُو او چې د مالِک خُدائ په کور کښې ساتلے شوى وُو.
10
هغۀ د مالِک خُدائ د کور په مخکښې ګېرچاپېره سړى مقرر کړل چې تُورې يې د دې دپاره راويستلې وې چې د بادشاه حِفاظت وکړى.
11
بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې د هغۀ په سر کېښودو او هغۀ له يې د احکامو کِتاب ورکړو. نو هغه بادشاه شو. يهويدع اِمام او د هغۀ زامنو د مقررولو د نښې په طور د يوآس سر په تېلو غوړ کړو او ټولو چغه ووهله، ”بادشاه زندهباد!“
12
عتلياه د بادشاه دپاره د خوشحالۍ چغې واورېدلې، نو هغه د مالِک خُدائ کور ته تېزه لاړه، چرته چې خلق راغونډ وُو.
13
هغې هلته د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې نوے بادشاه وليدو، چې د هغه ستنو سره ولاړ وو چې د بادشاهانو دپاره مخصوصې وې او ګېرچاپېره ترې نه فوجى آفسران او د بيګلو غږوونکى تاو وُو. ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې، او د مالِک خُدائ د کور موسيقارانو د موسيقۍ د څيزونو سره دا جشن روان کړے وو. هغې د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغه يې ووهله، ”غدار! غدار!“
14
يهويدع دا نۀ غوښتل چې عتلياه دې د مالِک خُدائ په کور کښې ووژلے شى، نو هغۀ خپل فوجى آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”هغه د څوکيدارانو د قطارونو په مينځ کښې وباسئ او هر څوک چې د هغې د بچ کولو کوشش کوى نو هغه ووژنئ.“
15
هغوئ هغه ونيوله، محل ته يې بوتله او هلته يې د آسونو د دروازې سره ووژله.
16
يهويدع اِمام يوآس بادشاه او خلق د ځان سره کړل چې د هغۀ سره يو لوظ وکړى چې هغوئ به د مالِک خُدائ وفادار اوسى.
17
بيا هغوئ ټول د بعل عبادتخانې ته لاړل او هغه يې راوغورزوله. هغوئ هلته قربانګاه او بُتان ټوټې کړل او متان د بعل اِمام يې د قربانګاه په مخکښې ووژلو.
18
يهويدع اِمامان او ليويان د مالِک خُدائ د کور د کار مشران مقرر کړل. د هغوئ کار هغه ذمه وارۍ سر ته رسَول وُو چې کومې ورته داؤد بادشاه حواله کړې وې او چې د موسىٰ د قانون په مطابق هغه نذرانې وسوزوى چې کومې مالِک خُدائ ته د موسيقۍ او خوشحالۍ سره پېش کيږى.
19
يهويدع د مالِک خُدائ د کور په دروازو باندې د دې دپاره هم څوکيداران مقرر کړل چې څوک ناپاک وى نو هغه بهر ايسار کړے شى.
20
فوجى آفسران، مشران خلق، آفسران او نور پاتې ټول خلق د يهويدع سره په هغه عمل کښې ملګرى وُو چې کله بادشاه د مالِک خُدائ کور نه محل ته راوستلے شو. هغوئ په پاسنۍ دروازه راننوتل او بادشاه په خپل تخت کښېناستو.
21
ټول خلق خوشحاله وُو او اوس د عتلياه د وژلو په وجه په ښار کښې خاموشى وه.
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 24 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36