bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 26
2 Chronicles 26
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 25
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 27 →
1
د يهوداه ټولو خلقو د امصياه شپاړس کلن زوئ عُزياه خوښ کړو چې د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ شى.
2
دا د امصياه د مرګ نه پس وُو چې عُزياه ايلات بيا قبضه کړو او ښار يې دوباره جوړ کړو.
3
عُزياه د شپاړسو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې دوه پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور د يروشلم يکولياه وه.
4
هغه د خپل پلار په نقش قدم باندې روان وو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ ورباندې خوشحالېدو.
5
چې ترڅو پورې د هغۀ مذهبى مشير زکرياه ژوندے وو، نو هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کولو او خُدائ پاک هغۀ له برکت ورکولو.
6
عُزياه د فلستيانو خِلاف جنګ له لاړو. هغۀ د جات، يبنه او اشدود ښارونو دېوالونه راوغورزول او د اشدود او باقى ټول فلستيه کښې يې د پَخو دېوالونو ښارونه جوړ کړل.
7
خُدائ پاک فلستيانو له او هغه عربو له چې په جوربعل کښې اوسېدل او معونيانو له په شکست ورکولو کښې د هغۀ مل وو.
8
عمونيانو عُزياه له محصُول ورکولو او هغه دومره طاقتور شو چې د هغۀ شُهرت د مِصر پورې خور شو.
9
عُزياه د يروشلم د پَخو دېوالونو مضبوطولو دپاره داسې وکړل چې د ګوټ د دروازې سره او د وادۍ د دروازې سره او هلته يې برجونه جوړ کړل چرته چې دېوال تاويږى.
10
هغۀ په بيابان کښې پاخۀ برجونه جوړ کړل او د اوبو ډېرې ډيګۍ يې وکنستلې، ځکه چې هغۀ د نمرپريواتۀ طرف ته د غرۀ په لمنو کښې او بيابان کښې د څاروو ډېرې رَمې لرلې. ځکه چې هغۀ د زميدارۍ سره مينه لرله، هغۀ خلقو ته وفرمائيل چې د غرونو په مُلک کښې د انګورو باغونه وکَرى او په آباده زمکه کښې پټى وکَرى.
11
د عُزياه لوئ لښکر د جنګ دپاره تيار وو. د دې حِساب کِتاب د حننياه د ذمه وارۍ لاندې د هغۀ منشيانو يعىايل او معسياه ساتلو. حننياه د بادشاه د نوکرانو نه يو کس وو.
12
د لښکر مشرى شپږويشت سوو آفسرانو کوله.
13
د هغوئ لاندې درې لاکه اووۀ زره او پينځۀ سوه داسې تکړه فوجيان وُو چې هغوئ په ښۀ شان د دشمنانو نه د بادشاه حِفاظت کولے شو.
14
عُزياه د لښکر دپاره د ډالونو، نېزو، د کلکو ټوپو، زغرو، ليندو، غشو او د ليندو دپاره د کاڼو بندوبست وکړو.
15
په يروشلم کښې ماهرو کاريګرانو د غشو د ويشتلو دپاره او د برجونو او د ښار د دېوال د ګوټونو نه د لويو کاڼو غورزولو دپاره څيزونه ايجاد کړل. د هغۀ شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او چې د خُدائ پاک نه هغۀ ته کوم مدد مِلاو شوے وو د هغې په وجه هغه ډېر طاقتور شو.
16
خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربانګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله.
17
عزرياه اِمام، بادشاه پسې لاړو چې د عزرياه سره اتيا بهادر اِمامان ملګرى وُو،
18
دا دې دپاره چې د عُزياه مخه ونيسى. هغوئ ووئيل، ”عُزياه، تۀ دا حق نۀ لرې چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. صِرف د هارون د اولاد اِمامان د دې کار دپاره مخصوص دى. د دې مقدس ځائ نه ووځه ځکه چې تا ګناه کړې ده او مالِک خُدائ به نور ستا عزت نۀ کوى.“
19
عُزياه هلته د مالِک خُدائ په کور کښې د خوشبويۍ د قربانګاه سره ولاړ وو او د خوشبويۍ د سوزولو مجمر يې نيولے وو. هغه اِمامانو ته غصه شو او سمدستى د جذام مرض د هغۀ په تندى باندې راغلو.
20
عزرياه او نورو اِمامانو د يرې سره د بادشاه تندى ته کتل او بيا يې هغه دې ته مجبور کړو چې د مالِک خُدائ د کور نه لاړ شى. هغه زر زر د هغه ځائ نه لاړو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له سزا ورکړې وه.
21
عُزياه باقى ټول عُمر د خپل مرض په وجه ناپاک وو. بيا د دې قابل نۀ شو چې د مالِک خُدائ کور ته ورننوتے وو او هغه په يو ځان له کور کښې اوسېدو، خپل ټول کارونه يې پرېښودل. په دې دوران کښې د هغۀ زوئ يوتام په مُلک حکومت کولو.
22
د آموص زوئ يشعياه پېغمبر هغه نور ټول څيزونه ليکلى دى چې عُزياه بادشاه د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې کړى دى.
23
عُزياه مړ شو او د ښخېدو په شاهى زمکه کښې ښخ شو، خو د جذام د مرض په وجه هغه په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
← Chapter 25
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 27 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36