bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Chronicles 2
2 Chronicles 2
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 3 →
1
سليمان فېصله وکړه چې يو کور جوړ کړى چرته به چې د مالِک خُدائ د نوم عبادت کيږى او د خپل ځان دپاره يو شاهى محل هم جوړ کړى.
2
هغۀ اويا زره سړى د سامان راوړلو او اتيا زره سړى يې د غرونو نه د کاڼو د راويستلو دپاره مقرر کړل. درې زره او شپږ سوه داسې نور سړى وُو چې د کار مشرى يې کوله.
3
سليمان د صور بادشاه حيرام له يو پېغام ولېږلو چې، ”ما له د دِيار لرګى راولېږه لکه څنګه چې تا زما پلار داؤد له لېږلى وُو چې کله هغۀ محل جوړولو.
4
زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.
5
زۀ چې کوم کور جوړوم نو هغه به عظيم کور وى، ځکه چې زمونږ خُدائ پاک د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.
6
خو په حقيقت کښې بيا هم څوک د خُدائ پاک دپاره کور نۀ شى جوړولے، ځکه چې په لويو آسمانونو کښې هغه نۀ شى ځائېدلے. نو زۀ څوک يم چې د هغۀ دپاره يو کور جوړ کړم، بغېر د دې نه چې يو ځائ جوړ کړم چې د هغۀ په وړاندې په کښې نذرانې پېش کيږى؟
7
نو ما له يو سړے راولېږه چې په نقش نګارۍ کښې، د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې په کار کښې او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ کپړه جوړولو کښې ماهِر وى. هغه به د يهوداه او يروشلم کاريګرو سره کار کوى کوم چې زما پلار داؤد خوښ کړى دى.
8
ما ته پته ده چې ستاسو د لرګو وهونکى سړى ډېر تکړه دى، نو ما له د لبنان نه د دِيار، سبر ونې او صُندل لرګى راولېږه. زما سړى به ستاسو د سړو مدد کوى،
9
چې ډېر زيات لرګى تيار کړى، ځکه چې زما د خُدائ پاک د کوم کور د جوړولو اراده ده هغه به لوئ او بېمثاله وى.
10
ګوره، ستا د کاريګرانو په مزدورۍ کښې به دوه زره ټنه غنم او دوه زره ټنه اوربشې، څلور لاکه ليټره مے او څلور لاکه ليټره د زيتُونو تېل درولېږم.“
11
د صور بادشاه حيرام سليمان له په جواب کښې يو خط ولېږلو. هغۀ ورته ليکلى وُو، ”مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى نو په دې وجه هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړې.
12
د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے. هغۀ داؤد بادشاه له يو هوښيار زوئ ورکړے دے، چې د پوهې او مهارت خاوند دے، چې اوس د هغۀ منصوبه دا ده چې د مالِک خُدائ دپاره يو کور او د خپل ځان دپاره يو محل جوړ کړى.
13
زۀ تا له يو قابل او تکړه اُستاذ درلېږم چې د هغۀ نوم حيرام دے.
14
د هغۀ مور د دان د قبيلې وه او د هغۀ پلار د صور اصلى اوسېدونکے وو. هغه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، اوسپنې، کاڼو او د لرګو د څيزونو په جوړولو باندې پوهيږى. هغه د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ او د لټې د کپړې په کار پوهيږى. هغه هر قِسم پاخۀ ليکل کولے شى او چې هغۀ له هر څنګه نقشه ورکړے شى نو په هغې عمل کولے شى. هغه پرېږده چې ستا د تکړه کاريګرو سره او د هغوئ سره کار وکړى چا چې ستا د پلار يعنې د داؤد بادشاه دپاره کار کړے وو.
15
نو اوس مونږ له هغه غنم، اوربشې، مے او د زيتُونو تېل راولېږه چې تا يې وعده کړې ده.
16
د لبنان په غرونو کښې به مونږ هغه ټول د دِيار لرګى ووهو چې تا ته يې ضرورت دے، هغه به د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړُو او په سمندر کښې به يې روان کړُو چې تر يافا پورې ورسيږى. د هغه ځائ نه يې تۀ يروشلم ته وړلے شې.“
17
سليمان بادشاه د هغه ټولو مسافرو مردمشمارى وکړه چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې اوسېدل، هم هغه شان مردمشمارى څنګه چې د هغۀ پلار داؤد اخستې وه. هلته يو لاک درې پنځوس زره او شپږ سوه مسافر اوسېدونکى وُو.
18
هغۀ اويا زره کسان د سامان د وړلو راوړلو دپاره او اتيا زره کسان يې په غرونو کښې د کاڼو پرې کولو دپاره مقرر کړل او درې زره او شپږ سوه مشران يې د دې دپاره مقرر کړل چې د خلقو نه کار اخلى.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36