bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 1
Romans 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 2 →
1
دَ پولوس له طرف نه، چه دَ مسيح عيسىٰ غُلام اَؤ بللے شوے رسُول دے چه دَ خُدائے دَ زيرى دَ خورولو دَ پاره مُقرر کړے شوے دے.
2
دا زيرے خُدائے دَ مخکښے نه په مُقدسو صحيفو کښے دَ خپلو نبيانو په وسيله لوظ کړے دے
3
دَ هغۀ دَ زوئے، زمونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په حقله، چه په اِنسانى طور دَ داؤد په نسل کښے پيدا شو،
4
خو دَ قدوسيت دَ رُوح په مُطابق له مړو نه دَ بيا ژوندى کيدو په وسيله هغه په قُدرت سره دَ خُدائے زوئے اِظهار شو، يعنے زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح.
5
اَؤ دَ هغۀ په وسيله مُونږ ته دا فضل اَؤ رسالت بخښلے شوے دے چه دَ هغۀ په نامه ټولو غيرو قومُونو ته بلنه ورکړُو چه ايمان راؤړى اَؤ تابعدار شى.
6
اَؤ په هغو کښے تاسو هم عيسىٰ مسيح وبللئ.
7
دَ هغه ټولو دَ رُوم اوسيدُونکو پاکانو ته چه دَ خُدائے محبُوبان دى اَؤ بللے شوى دى، زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتيا دِ تاسو سره وى.
8
پس له سلام نه زَۀ دَ عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خپل خُدائے شکر ستاسو ټولو دَ پاره ادا کوم ځکه چه په ټوله دُنيا کښے خلق ستاسو دَ ايمان ذکر کوى.
9
دَ هغه خُدائے دَ چا چه زَۀ دَ خپل زړۀ سره خدمت کوم په دے جوړ چه دَ هغۀ دَ زوئے زيرے خوروم، هغه خُدائے زما ګواه دے چه زَۀ څومره په باربار تاسو يادوم،
10
اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے دا سوال کوم چه دَ هغۀ په مرضئ دِ زَۀ دَ دے جوګه شم چه تاسو ووينم.
11
ځکه چه زَۀ ستاسو دَ ليدو آرزومند يم اَؤ دا غواړم چه تاسو ته څۀ رُوحانى نِعمت درکړم چه تاسو پرے قوى اَؤ مظبُوط شئ.
12
اَؤ يا دا چه زَۀ دِ تاسو سره پاتے شم چه ستاسو ايمان ما زړۀ ور کړى اَؤ زما ايمان تاسو.
13
خو اَئے زما ورُوڼو! چه تاسو په دے پوهه شئ چه ما ډير ځله دَ راتلو کوشِش کړے دے خو تر اوسه کامياب شوے نۀ يم، تش په دے اُميد چه په تاسو کښے څۀ فصل حاصل کړم لکه چه مے دَ دُنيا په نورو غيرو قومُونو کښے حاصل کړے دے.
14
زَۀ دَ مذهب اَؤ دَ غير مذهب خلقو، دَ عالمانو اَؤ دَ عاميانو، دَ هر چا ذمه وار اَؤ اِحسان مند يم.
15
اَؤ ځکه دا غواړم چه تاسو ته چه په رُوم کښے يئ، زيرے دررسوم.
16
زَۀ له زيرى نه نۀ شرميږم ولے چه دَ هر چا دَ پاره چه ايمان راؤړي دا دَ خلاصُون دَ پاره دَ خُدائے قُوت دے، وړُومبے دَ يهُوديانو دَ پاره بيا دَ غير يهُوديانو دَ پاره.
17
ځکه چه هم دلته دَ خُدائے هغه صداقت څرګنديږى چه دَ ايمان نه شُروع کيږى اَؤ په ايمان تر سره کيږى لکه چه صحيفے وائى : ”دَ چا چه دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے سره رښتينى رشته قائمه وى، هغه به ژوندے پاتے شى.“
18
دَ خُدائے غضب له آسمان نه په هغه خلقو نازليږى څوک چه حق په بے انصافئ پټوى اَؤ ټولے بے دينئ اَؤ ناراستئ کوى.
19
ځکه چه هر هغه څۀ چه دَ خُدائے په حقله خلقو ته معلُوم وى، هغه دَ هغوئ دَ سترګو په وړاندے دى ځکه چه خُدائے په خپله هغوئ ته ښکاره کړى دى.
20
ولے چه دَ هغۀ پټ صفتُونه لکه دَ هغۀ دائمى قُوت اَؤ اُلوهيت، دَ وخته راسے دَ کله نه چه خُدائے دا دُنيا پيدا کړے ده، په هغه څيزُونو کښے څرګندوى چه هغۀ پيدا کړى دى. هغوئ ئے وينى نو ځکه دَ هغوئ دَ دے عمل دَ پاره هيڅ عُذر نِشته.
21
هغوئ خُدائے پيژندلو خو بيا هم دَ خُدائے دَ تمجيد نه ئے اِنکار کاوو اَؤ شکر ګذار کيدل نه، بلکه دَ هغوئ ټول خيالات باطل شول اَؤ دَ هغوئ بے لارے کړى شوى زړُونه په تورتم کښے غورزولى شول.
22
هغوئ دَ خپلے هوښيارتيا لافے کولے خو هغوئ دَ ځان نه په خپله ناپوهه ساز کړى وُو،
23
اَؤ دَ يو دائمى خُدائے دَ جلال په ځائے ئے هغه دَ فانى اِنسان، دَ مارغانو، ښوئيدُونکى چينجو اَؤ دَ څاروو په تصور کښے بدل کړو.
24
هم په دے وجه خُدائے دَ دوئ دَ زړُونو دَ خواهشاتو په مُطابق هغوئ په ناپاکئ کښے پريښودل دَ دے دَ پاره چه دَ دوئ جسمُونه يو تر بله سپک کړے شى.
25
ځکه چه هغوئ دَ خُدائے حقيقت په دروغو بدل کړو اَؤ دَ مخلُوق عبادت اَؤ خدمت ئے دَ خالِق په ځائے وکړو، چه تل تر تله دَ حمد لايق دے! آمين.
26
نو ځکه خُدائے هغوئ سپکو شهوتُونو ته پريښودل. دَ هغوئ ښځو دَ فطرى جنسى عمل په ځائے غير فطرى جنسى عمل خپل کړو.
27
اَؤ دَ هغوئ سړو هم دغه شان دَ ښځو سره دَ فطرى جنسى عمل په ځائے دَ يو بل سره بدکارى راواخسته اَؤ سړو دَ سړو سره بدکارى وکړله، اَؤ اَنجام ئے دا چه په خپله ئے دَ دے ګُمراهئ بدله اَؤ سزا ومُوندله
28
اَؤ لکه څنګه چه هغوئ دَ خُدائے پيژندل خوښ نۀ کړل نو هغۀ هم دوئ خپلو باطل خيالاتو ته پريښودل چه هم په دغسے ناکردو آخته وى.
29
اَؤ دغه شان دوئ دَ هر قِسم بے اِنصافئ، بدئ، لالچ اَؤ بدو خواهشاتو نه ډک شول اَؤ دوئ دَ حسد، قتل، جګړے، ټګئ اَؤ بُغض نه ډک دى. دوئ غيبت کوُونکى
30
اَؤ سازشيان دى، دَ خُدائے سپک ګڼُونکى، بد سره، مغرُور اَؤ لوئى مار دى. دوئ ورانئ جوړوى اَؤ دَ مور پلار عزت نۀ کوى،
31
بے ضميره اَؤ بے لوظه دى، نۀ ئے مينه شته اَؤ نۀ رحم کوى.
32
دَ خُدائے په دے اَمر هغوئ ښۀ خبر دى چه هغه څوک چه داسے عمل کوى، هغوئ دَ مرګ لايق دى خو بيا هم هغوئ داسے کوى. نۀ يواځے دا بلکه هغوئ په داسے کوُونکو شاباشے هم وائى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16