bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 12
Romans 12
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 13 →
1
دَ دے دَ پاره زما ورُوڼو! زَۀ دَ خُدائے رحمتُونه تاسو ته دريادوم اَؤ درته خواست کوم چه خپل ځانُونه هغۀ ته دَ داسے ژوندئ قُربانئ دَ پاره وړاندے کړئ چه هغۀ ته قبُوله اَؤ مُناسب وى، اَؤ ستاسو عبادت دِ دَ زړۀ اَؤ پوهے دواړو له رُويه معقُول وى
2
خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.
3
دَ هغه فضل دَ مخه کُوم چه ما ته راکړے شوے دے، زَۀ په تاسو کښے هر چا ته دا وايم چه څرنګه چه ځان ګڼل په کار دى، دَ هغے نه زيات څوک ونۀ ګڼئ بلکه دا چه څرنګ چه خُدائے هر چا ته دَ يوے اندازے په مُطابق ايمان ورکړے دے، هغه دِ هم خپل ځان هغومره وګڼى.
4
لکه څرنګ چه زمُونږ په وجُود کښے ډير اَندامُونه دى اَؤ دَ ټولو اَندامُونو کار يو شان نۀ دے،
5
دغه شان مُونږ هم ډير يُو اَؤ په خپلو کښے دَ يو بل اَندامُونه يُو اَؤ په مسيح کښے لکه يو وجُود شوى يُو.
6
اَؤ دَ هغه رحم په مُطابق چه په مُونږ شوے دے، مُونږ ته قِسماقِسم نعمتُونه حاصل دى، ځکه چه چا ته چه دَ خُدائے دَ کلام آورولو نعمت ورکړے شوے وى نو هغه دِ دَ خپل ايمان په اندازه کلام آؤروى.
7
که چرے خدمت ورکړے شوے وى نو په خدمت کښے دِ لګيا وى، که اُستاذ وى نو په تعليم کښے دِ مشغُول وى،
8
اَؤ که ناصح وى نو نصيحت دِ کوى، خيرات تقسيم کوُونکے دِ سخاوت کوى اَؤ رهنما دِ پُوره په سرګرمئ رهنمائى کوى، رحم کُوونکے دِ ښۀ په خوشحالئ رحم کوى.
9
مينه دِ بے ريا وى. دَ بدئ نه نفرت کوئ اَؤ دَ نيکئ سره ځان ونغاړئ.
10
اَؤ لکه دَ ورُوڼو دَ يو بل سره محبت کوئ اَؤ دَ عزت له رُويه يو بل ته ښۀ ګورئ.
11
په کار کښے سُستى مه کوئ، رُوحانى جوش ژوندے ساتئ اَؤ دَ خُدائے خدمت کوئ.
12
په اُميد کښے خوشحاله، په مُصيبت کښے صابر اَؤ په دُعا کښے مشغُول اوسئ.
13
دَ پاکانو په حاجتُونو کښے مدد کوئ اَؤ دَ مُسافرانو خيال ساتئ.
14
چه تاسو تنګوى دَ هغوئ خير غواړئ، برکت ئے غواړئ، بد ورته مه وايئ.
15
دَ خوشحالو سره خوشحالى کوئ، دَ ژړيدُونکو سره ژړا کوئ.
16
پخپلو کښے په يو زړۀ اوسئ، لوئے لوئے خيالُونه مه زغلوئ اَؤ دَ خوارانو خيال ساتئ اَؤ خپل ځان هوښيار مه بولئ.
17
دَ بدئ په بدله کښے دَ چا سره بدى مه کوئ. کُومے خبرے چه دَ هر چا په نظر کښے ښے دى، هم هغه کوئ.
18
تر څو چه درنه کيدے شى نو دَ خپلے خوا نه دَ هر چا سره صُلح ساتئ.
19
اَئے زما غزيزانو! خپل بدل مه آخلئ بلکه خُدائے ته موقع ورکړئ، ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه : ”خدائے فرمائى چه بدل آخستل زما کار دے، بدل به زۀ آخلم.“
20
تر دِے چه : ”که دُښمن دِ وږے وى نو هغۀ له هم ډوډئ ورکړه اَؤ که تږے وى نو اوبۀ ورله ورکړه، ځکه چه ستا په داسے کولو به اور پرے بل شى.“
21
دَ بدئ نه مغلُوب کيږه مه بلکه دَ نيکئ په وسيله په بدئ غالب شه.
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16