bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 16
Romans 16
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
1
زَۀ تاسو ته دَ فيبے چه زمُونږ خور اَؤ دَ کِنخريه دَ جماعت خدمتګاره ده، سفارش کوم،
2
چه تاسو هغه دَ مالِک په يووالى کښے داسے قبُوله کړئ لکه چه پاکانو ته په کار وى، اَؤ په کُوم کار کښے چه هغه تاسو ته مُحتاجه وى، دَ هغے مدد وکړئ، ځکه چه هغه هم دَ ډيرو مددګاره وه بلکه زما ئے هم مدد کړے دے.
3
پرسکله اَؤ اکويله ته مے سلام وايئ، هغوئ په مسيح کښے زما دَ کار ملګرى وُو.
4
هغوئ زما دَ ژوندانۀ دَ خاطره خپل ځانُونه په خطره کښے هم اچول اَؤ نۀ صرف زَۀ بلکه دَ غيرو يهُوديانو ټولو جماعتُونه دَ هغوئ شکر ګذار دى.
5
اَؤ هغه جماعت ته مے هم سلام وايئ کُوم چه دَ هغوئ په کور کښے دے. ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چه دَ مسيح دَ پاره په آسيا کښے وړومبے ايماندار سړے دے.
6
مريم ته مے سلام کوئ، چا چه ستاسو دَ پاره ډير ځان کړولے دے.
7
اندرونيکوس اَؤ يونياس ته مے سلام وايئ، هغوئ زما وطنى دى اَؤ ما سره قيد شوى وُو اَؤ په رسُولانو کښے نُوميالى دى اَؤ زما نه ئے وړُومبے په مسيح ايمان راوړے وو.
8
امپلياطوس ته مے سلام وايئ چه دَ مالِک له خاطره په ما ګران دے.
9
اوربانوس ته مے سلام وايئ چه دَ مسيح په خدمت کښے زمُونږ ملګرے دے اَؤ په ما ګران ستاخوس ته مے سلام.
10
اَؤ په مسيح باندے په ايمان کښے آزمائيلے شوے اپيليس ته مے سلام وايئ اَؤ دَ اريستوبولوس دَ کور خلقو ته مے سلام وايئ.
11
زما وطنى هيروديون ته سلام اَؤ دَ نرکس دَ کور هغه خلقو ته سلام چه دَ مالِک سره يووالے لرى.
12
ترفينه اَؤ ترفوسه ته سلام ورکړئ چه دَ مالِک دَ پاره خوارى کوى اَؤ هم خوږے پرِيس ته سلام چه دَ مالِک دَ پاره ئے ډيره خوارى کړے ده.
13
اَؤ روفوس ته سلام چه دَ مالِک غوره شوے دے اَؤ دَ هغۀ مور ته چه زما هم مور ده، سلام وايئ.
14
اَسُنکريتوس، فليګون، هِرميس، پتروباس، هِرماس اَؤ هغو وروُڼو ته چه دَ هغوئ ملګرى دى، سلام وايئ.
15
فيلولوګوس اَؤ يوليه اَؤ نيريوس اَؤ دَ هغۀ خور اَؤ اُلمپاس اَؤ ټولو پاکانو ته چه دَ هغوئ سره دى سلام وايئ.
16
اَؤ په خپلو کښے يو بل په پاکه مينه ښکل کړئ اَؤ يو تر بله سلام وکړئ، دَ مسيح ټول جماعتُونه درته سلام وائى.
17
نو اوس اَئے ورُوڼو! زَۀ تاسو ته دا خواست کوم چه کُوم خلق دَ هغه تعليم برخلاف چه تاسو حاصل کړے دے، دَ بے اِتفاقئ اَؤ تيندک خوړو سبب کيږى، هغه په نظر کښے ساتئ اَؤ ځان ترے ساتئ.
18
ځکه چه داسے خلق زمُونږ دَ مالِک مسيح خدمتګاران نۀ دى بلکه دَ خپلے خيټے خدمت کوى اَؤ په خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.
19
ځکه چه ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښے مشهُوره شوے ده، ځکه زَۀ ستاسو په حقله خوشحاله يم خو غواړم چه په نيکئ کښے هوښياران شئ اَؤ دَ بدئ نه ځان ساتئ.
20
اَؤ خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے، هغه به ډير زر شيطان ستاسو دَ پښو لاندے چخڼى کړى. زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو سره وى.
21
زما ملګرے تيموتيوس اَؤ زما عزيزان لوکيوس، ياسون اَؤ سوسيپطرس درته سلام وائى.
22
دَ دے خط کاتب ترتيوس تاسو ته په مالِک کښے سلام وائى.
23
ګايوس چه زما اَؤ دَ ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس دَ ښار خزانچى اَؤ ورور کوارتوس درته سلام کوى.
24
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو ټولو سره وى. آمين.
25
راځئ چه دَ خُدائے حمدوثنا ووايُو! هغه تاسو په ايمان کښے مظبُوطولے شى لکه چه دَ عيسىٰ مسيح دَ زيرى په مُطابق چه زَۀ آؤروم! له دے نه علاوه دَ خُدائے په کشف کښے همدغه پټ مقصد دے. هغه کشف دَ ډيرے مُودے راسے پټ وو،
26
خو اوس څرګند کړے شو، اَؤ ازلى خُدائے دَ نبيانو دَ کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ دَ حُکم په مُطابق ټول قومُونه دَ ايمان راوړلو سره دَ هغۀ تابع شى.
27
دَ هغه واحد خُدائے چه په هر څۀ پوهيږى، دَ عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله لوئى وى! آمين.
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16