bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 8
Romans 8
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 9 →
1
لنډه دا چه څوک چه دَ عيسىٰ مسيح سره يووالے لرى، دَ هغوئ مُجرم کيدل نِشته.
2
ځکه چه په عيسىٰ مسيح کښے دَ ژوند ورکُوونکى دَ رُوح شريعت زَۀ دَ ګُناه اَؤ دَ مرګ له شريعت نه آزاد کړلم.
3
اَؤ هغه څۀ چه شريعت نۀ شو پُوره کولے ځکه چه اِنسانى فطرت کمزورے وو، نو خُدائے داسے وکړل چه خپل زوئے ئے په ګُناه ګار اِنسانى وجُود کښے راواستولو اَؤ دَ ګُناه کِفاره ئے کړو اَؤ دغسے هغۀ ګُناه په اِنسانى فطرت کښے مُجرمه کړه،
4
دَ دے دَ پاره چه دَ شريعت هغه حُکم په مُونږ کښے پُوره شى چه دَ رُوح په مُطابق ژوندُون تيروو، نۀ چه دَ اِنسانى فطرت په مُطابق.
5
هغه څوک چه اِنسانى دى نو دَ اِنسانى فطرت په مُطابق اوسى اَؤ څوک چه رُوحانى دى نو هغوئ دَ رُوح په مُطابق اوسى.
6
په انِسانى فطرت کښے دَ اوسيدلو اَنجام مرګ دے اَؤ په رُوح کښے دَ اوسيدلو اَنجام ژوندُون اَؤ سلامتى ده.
7
ځکه چه اِنسانى فطرت لرُونکے دَ خُدائے سره دُښمنى کوى اَؤ دا دَ خُدائے دَ شريعت تابعدارى نۀ ده اَؤ نۀ کيدے شى.
8
هغه څوک چه دَ اِنسانى فطرت په مُطابق اوسى، هغوئ هيڅ کله هم خُدائے رضا کولے نۀ شى.
9
تاسو دَ اِنسانى فطرت په مُطابق نۀ يئ خو دَ رُوح په مُطابق يئ، که دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى. اَؤ که څوک دَ مسيح رُوح نۀ لرى نو هم دَ هغۀ نۀ دے.
10
خو که چرے مسيح په تاسو کښے اوسى نو دَ هغۀ رُوح ستاسو دَ پاره ژوندُون دے، ځکه چه خُدائے دَ خپل ځان سره تاسو صادِق کړلئ سره دَ دے چه وجُود مو دَ ګُناه په وجه مړ دے.
11
که چرے دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى نو بيا خُدائے چا چه عيسىٰ دَ مړو نه ژوندے کړے دے، به ستاسو دے فانى وجُودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، دَ هغۀ دَ رُوح په وسيله چه په تاسو کښے اوسى.
12
اَئے زما ورُوڼو! دَ دے مطلب دا دے چه مُونږ مجبُور خو يُو، خو داسے نه چه دَ اِنسانى فطرت په مُطابق ژوندُون تير کړو.
13
که چرے تاسو دغسے ژوند تير کړئ نو خود به مرئ، خو که چرے دَ رُوح په وسيله تاسو دَ وجُود ټول اِنسانى خواهشات مړۀ کړئ نو بيا به تاسو ژوندى پاتے شئ.
14
ځکه چه هر څوک چه دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت چليږى، هغه دَ خُدائے بچى دى.
15
اَؤ کوم رُوح چه تاسو مُوندے دے، هغه دَ غُلامئ هغه رُوح نۀ دے چه تاسو بيا ويره وى، خو هغه رُوح دے کُوم چه مُونږ بچى جوړوى اَؤ مُونږ دَ دے قابل کوى چه مُونږ ووايو، ”آبا!“ يعنے، ”اَئے پلاره!“
16
په دے وئيلو سره دَ خُدائے رُوح زمُونږ دَ رُوح سره هم دا وائى دَ دے ګواهئ دَ پاره چه مُونږ دَ خُدائے بچى يُو،
17
اَؤ چه بچى يُو نو وارثان هم يُو. مُونږ دَ خُدائے وارثان اَؤ دَ مسيح په ميراث کښے شريک يُو، که داسے وى چه مُونږ دَ هغۀ دَ تکليفُونو په زغملو کښے شامل يُو نو دَ هغۀ په جلال کښے به هم شامل شُو.
18
زما په خيال کښے دَ دے وخت دا تکليفُونه چه مُونږ ئے زغمُو دَ هغه جلال سره هيڅ مُطابقت نۀ لرى کُوم چه په مُونږ باندے ظاهريدُونکے دے.
19
دا پيدا کړے مخلُوقات ډير په بے صبرئ سره دَ خُدائے دَ بچو دَ ظهُور منتظر دى.
20
ځکه چه مخلُوقات دَ فنا تابع کړے شول، نۀ دَ هغوئ په رضا بلکه دَ خُدائے په رضا، خو دا ئے اُميد وو
21
چه مخلُوقات به يوه ورځ دَ فنا کيدو نه آزاد شى اَؤ دَ خُدائے دَ بچو دَ جلال په آزادئ کښے به شامل شى.
22
تر دے پُورے مُونږ ته دا معلُومه ده چه ټول مخلُوقات تر اوسه هر چرته ناقلاره دى، داسے لکه چه دَ ماشُوم دَ زيږيدو دَ وخت دړدُونه وى.
23
يواځے مخلُوقات نه بلکه مُونږ هم، چا ته چه رُوح دَ وړومبئ ميوے په څير ورکړے شوے دے چه په خپل باطن کښے ناقلاره يُو اَؤ مُونږ په دے اِنتظار کښے يُو چه خُدائے مُونږ په خپل زوئے والى کښے واخلى اَؤ زمُونږ ټول وجُود آزاد کړى.
24
ځکه چه دَ دے اُميد په وسيله مُونږ خلاصُون ومُوندو، خو که مُونږ دَ هغه څيز اُميد کوُو چه مُونږ ئے وينو نو هغه رښتينے اُميد نۀ دے. څوک دَ هغه څيز اُميد کوى چه وينى ئے؟
25
خو که چرے مُونږ دَ هغه څيز په اُميد يُو چه لا ئے نۀ وينو نو بيا به په صبر سره دَ هغۀ اِنتظار کوُو.
26
رُوحُ القُدس هم په دے شان زمُونږ په کمزورتياؤ کښے مدد کوى. مُونږ ته دا هم نۀ ده معلُومه چه دُعا څنګه کول په کار دى خو رُوحُ القُدس په اسويلو زمُونږ شفاعت کوى چه په لفظُونو کښے نۀ شى بيان کيدلے.
27
اَؤ خُدائے څوک چه زمُونږ دَ زړُونو ليدُونکے دے، هغۀ ته دا معلُومه ده چه دَ دے رُوحُ القُدس خيال څۀ دے ځکه چه هغه دَ خُدائے دَ خلقو دَ پاره دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق شفاعت کوى.
28
اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.
29
ځکه چه خُدائے خپل خلق دَ هغه وخت راسے پيژندل چه دوئ لا نۀ وُو اَؤ بيا ئے حُکم وکړو چه دوئ دِ دَ هغۀ دَ زوى دَ صُورت په شان شى، دَ دے دَ پاره چه هغه په دے ټولو ورُوڼو کښے مشر ورور وګرزى.
30
اَؤ هم دا دَ مخکښے نه مُقرر کړى شوى هم وُو اَؤ هغه څوک چه هغۀ رابللى دى، هغه ئے صادِقان کړى هم دى، اَؤ هغه څوک چه دَۀ صادِقان کړى دى، هغوئ ته ئے خپل جلال هم وربخښلے دے.
31
نو اوس مُونږ دَ دے خبرو په حق کښے څۀ وئيلے شُو؟ که خُدائے زمُونږ په طرف دے نو بيا زمُونږ مُخالف څوک کيدے شى؟
32
هغۀ خو خپل زوئے هم پرے نۀ ښودو اَؤ زمُونږ ټولو دَ پاره ئے قربان کړو، نو دَ دے بخښنے سره به نور ټول څيزُونه رانۀ کړى څۀ؟
33
څوک دَ خُدائے په غوره کسانو باندے اِلزام لګولے شى؟ چه خُدائے په خپله دوئ صادِقوى،
34
نو بيا څوک دوئ مجرمان کولے شى؟ دا مسيح دے چه مړ شو اَؤ دَ دے نه لا سيوا دا چه دَ مړو نه بيا ژوندے کړے شو چه دَ خُدائے په ښى لاس ناست دے اَؤ بے شکه چه زمُونږ شفاعت کوى.
35
نو بيا هغه کُوم څيز دے چه مُونږ به دَ مسيح دَ مينے نه جُدا کړى؟ آيا سختے يا مُصيبتُونه داسے کولے شى؟ آيا ظُلم، زياتے، لوږه، بربنډتوب، خطرے يا تُوره داسے کولے شى؟
36
لکه چه په صحيفو کښے راغلى دى چه : ”مُونږ ټوله ورځ دَ مرګ سره ستا په خاطر مخامخ کيږُو، اَؤ مُونږ سره دَ حلاليدُونکو ګډو په شان سلوک کيږى.“
37
خو بيا هم دَ دے هر څۀ سره ښکاره کامله فتح بيا مُومُو دَ هغه چا په وسيله څوک چه مُونږ سره مينه کوى!
38
ځکه چه زما دا باور دے چه دَ خُدائے دَ مينے نه چه مُونږ ئے په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښے لرو، نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون، نۀ فرښتے، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ قُوتُونه،
39
نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه، نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينئ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښے داسے هيڅ څيز نِشته چه مُونږ جُدا کولے شى.
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16