bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 2
Romans 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 3 →
1
اَئے سړيه! تۀ چه بل څوک مُجرم کوے، تۀ هر څوک چه يئے، تا سره هيڅ عُذر نِشته ځکه چه کله چه تۀ بل څوک مُجرم کوے هم هغه کارُونه په خپله کوے چه هغوئ ئے کوى، نو ځان پرے مُجرم کوے.
2
ولے چه مُونږ ته معلُومه ده چه څوک چه داسے کارُونه کوى نو خُدائے په عدل په هغۀ باندے عدالت کوى.
3
آيا تۀ دا ګڼے چه تۀ چه بل څوک مُجرم کوے په خپله هم دغه کارُونه کوے، نو تۀ دا ګڼے چه ګنى تۀ به دَ خُدائے دَ عدالت نه ځان بچ کړئے شے څۀ؟
4
اَؤ يا دا چه تۀ دَ هغۀ دَ مهربانئ دَ زغم اَؤ دَ صبر دولت سپک ګڼے څۀ؟ اَؤ دا نۀ منے چه دَ خُدائے مهربانى تا توبے ته بيائى؟
5
بلکه تۀ په خپله ناړامتيا اَؤ دَ ناتوبه ګار زړۀ په مُطابق دَ خپل ځان دَ پاره دَ خُدائے دَ قهر دَ ورځے غضب ډيرَوے کله چه به دَ خُدائے رښتُونے عدالت ظاهر شى.
6
هغه به هر چا ته دَ هغۀ دَ کارُونو په مُطابق اَجر ورکړى.
7
څوک چه په صبر سره ښۀ کوى اَؤ جلال اَؤ عزت اَؤ بقا لټوى، هغوئ ته به دَ تل ژوندُون ورکړى.
8
خو هغوئ چه خود غرض اَؤ دَ حق نه مُنکر دى اَؤ په غلطه لار سر شوى دى، په هغوئ به قهر اَؤ غضب نازليږى.
9
څوک چه بدکاره وى، دَ هغوئ دَ پاره مُصيبت اَؤ تنګى ده، اول دَ يهُودى دَ پاره اَؤ بيا دَ غير يهُودى دَ پاره.
10
خو دَ ټولو نيکى کوُونکو دَ پاره جلال اَؤ سلامتى، اول دَ يهُودى دَ پاره اَؤ بيا دَ غير يهُودى دَ پاره.
11
ځکه چه خُدائے دَ هيچا طرفدارى نۀ کوى.
12
هغه چا چه بے دَ مُوسىٰ دَ شريعت نه ئے ګُناه کړے وى، نو هغه به بے له شريعت نه هلاک شى، اَؤ هغه چا چه دَ دے شريعت دَ لاندے ئے ګُناه کړے وى، هغه به په دے شريعت سزا مُومى.
13
دا دَ شريعت په آؤريدو نه، بلکه په دے دَ عمل کولو په وسيله به سړے دَ خُدائے په وړاندے صادِق کيږى.
14
اَؤ هغه غير يهُودى خلق چه شريعت نۀ لرى خو دَ خپل فطرت په مُطابق پرے عمل کوى خو سره دَ دے چه دَ هغو سره شريعت نِشته، هغوئ ځان ته په خپله شريعت دى،
15
ځکه چه هغوئ دَ هغه شريعت پابندى کوى کُوم چه دَ هغوئ په زړُونو ليکلے دے. دَ هغوئ زړۀ دَ هغوئ ګواهى ورکوى اَؤ دَ هغوئ خيالُونه په خپل مينځ کښے په يو بل اِلزامُونه لګوى اَؤ مُدافعت کوى، کله دَ هغوئ په خلاف اَؤ کله دَ هغوئ په حق کښے.
16
په هغه ورځ به خُدائے دَ اِنسان دَ پټو خيالُونو عدالت دَ عيسىٰ مسيح په وسيله زما دَ زيرى په مُطابق وکړى.
17
خو که تۀ ځان ته يهُودى وائے اَؤ په شريعت ولاړ يئے اَؤ په خپل خُدائے فخر کوے،
18
که تا ته دَ هغۀ رضا معلُومه ده اَؤ دَ شريعت نه واقف يئے، نو ځکه تۀ په ښو اَؤ په بدو کښے تميز کوے،
19
اَؤ ستا په دے يقين دے چه دَ ړندو رهنمائى کوے اَؤ چه په تيارۀ کښے ناست دى دَ هغوئ دَ پاره رڼا يئے،
20
دَ ساده خلقو تربيت کوے اَؤ دَ شاګردانو اُستاذ يئے، ځکه چه په شريعت کښے تۀ دَ عِلم اَؤ دَ رښتياؤ کمال لرے.
21
خو بيا تۀ چه خپلو ملګرو ته تعليم ورکوے، نو په خپله تعليم ولے نۀ آخلے؟ تۀ خو دا اِعلان کوے چه غلا مه کوئ، نو ولے تۀ په خپله غلا کوے؟
22
تۀ وائے چه زِنا مه کوئ، نو ولے تۀ په خپله زِنا کوے؟ تۀ چه بُتان پليت ګڼے، نو ولے تۀ بُت خانے لُوټے؟
23
سره دَ دے چه تۀ په شريعت فخر کوے نو ولے تۀ دَ عمل نۀ کولو په وجه دَ خُدائے سپکاوے نۀ کوے څۀ؟
24
ځکه لکه چه صحيفے وائى : ”هم ستاسو په وجه دَ خُدائے په حقله غير يهُودى قومُونه سپکے وائى.“
25
سُنت کيدل فائده ناک دى خو هله چه تۀ په شريعت عمل کوے، نو که تۀ چرے په شريعت عمل نۀ کوے نو ستا سُنت داسے دے لکه چه هډو شوے نۀ وى.
26
هم دغه شان که يو ناسُنت شوے په شريعت عمل کوى نو آيا هغه به دَ سُنت شوى په شان نۀ وى څۀ؟
27
هغه به ناسُنت شوے وى خو په شريعت دَ عمل کولو په وجه به تۀ دَ هغۀ په مُقابله کښے مُجرم ګرزولے شے ځکه چه تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجُود دے اَؤ سُنت شوى يئ خو بيا ئے هم ماتوئ.
28
په ظاهرى نخښو نښانو څوک سُوچه يهُودى کيدے نۀ شى اَؤ نۀ صحيح سُنت کيدل په جسم کښے ظاهرى نخښے ته وائى.
29
خو صحيح يهُودى هغه دے چه څوک په باطن کښے وى اَؤ رښتُونے سُنت دَ زړۀ دے، کُوم چه دَ ليکلى شريعت دَ مخه نۀ دے بلکه دَ خُدائے دَ رُوح دَ مخه دے. اَؤ دَ داسے سړى صفت دَ خُدائے نه کيږى، نۀ چه دَ خلقو نه.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16