bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 4
Romans 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 5 →
1
نو بيا مُونږ دَ اِبراهيم په حقله څۀ ووايُو؟ چه زمُونږ نيکۀ په جسمانى طور څۀ ومُوندل؟
2
که چرے اِبراهيم په خپلو کارُونو صادِق وو نو بيا ئے فخر په ځائے دے، خو دَ خُدائے په نِزد نه.
3
ځکه صحيفے څۀ وائى چه : ”اِبراهيم په خُدائے ايمان راؤړو اَؤ هغه ايمان دَ هغۀ په صداقت حساب شو.“
4
نو اوس که يو سړے څۀ کار وکړى نو دَ هغۀ مزدُورى دَ هغۀ بخښنه نۀ ده، نو دا خو دَ هغۀ حق دے.
5
خو که څوک بغير دَ عمل نه تش په هغۀ ايمان ولرى څوک چه بے دينه صادِقوى نو بے شکه چه دَ هغۀ ايمان په صداقت حساب دے.
6
هم دغه شان داؤد دَ هغه سړى دَ خوشحالئ ذکر کوى څوک چه خُدائے بے دَ عمل نه صادِق بولى.
7
هغه وائى چه : ”بختور دى هغوئ چه بے شرعے کارُونه ئے معاف شول اَؤ په ګُناهونو ئے پړده واچولے شوه!
8
بختور دے هغه سړے دَ چا ګُناهُونه چه خُدائے په حساب کښے رانۀ وستل!“
9
آيا دا خوشحالى تش دَ سُنت شوو دَ پاره ده، يا دا دَ ناسُنتو دَ پاره هم ده؟ مُونږ وايو چه فکر وکړئ چه ”دَ اِبراهيم ايمان په صداقت حساب شو.“
10
نو دا په کُومو حالاتو کښے داسے حساب شو؟ آيا هغه په هغه وخت سُنت کړے شوے وو که نه؟ هغه خو په هغه وخت لا سُنت کړے شوے نۀ وو،
11
بلکه هغۀ ته وروستو دَ سنت دَ نخښے جوړولو حق ورکړے شو چه دا دَ هغۀ دَ هغه ايمان دَ صداقت مُهر وو چه هغه لا ناسُنته وو. نتيجه دا ده چه هغه دَ هغو ټولو ناسُنتو هم آبا دے چه دَ ايمان په وسيله صادِق ګڼلے شى.
12
اَؤ ورسره دَ هغو سُنت شوو هم آبا دے چه نه يواځے سُنت شوى دى، بلکه چه زمُونږ دَ آبا اِبراهيم غوندے ايمان ولرى، يعنے هغه ايمان چه هغه لا سُنت شوے نۀ وو، چه لرلو ئے.
13
خُدائے دَ اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ دَ اَؤلاد سره دَ دُنيا دَ وارث کيدو لوظ دَ شريعت په وسيله ونۀ کړو بلکه دَ صداقت په بُنياد ئے وکړو چه په ايمان حاصليږى.
14
ځکه چه که تش په شريعت قائم خلق وارثان دى نو بيا ايمان بے ځايه دے اَؤ لوظ بے اثره.
15
چرته چه شريعت وى هلته سزا هم وى، خو چرته چه شريعت نِشته نو هلته دَ شريعت ماتول هم نِشته.
16
نو خُدائے دَ خپل فضل په مُطابق دا لوظ ځکه وکړو چه اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ فائده دَ اِبراهيم ټول نسل ته دَ بخښنے په طور ورسى، يواځے دَ هغوئ دَ پاره نه چه په شريعت قائم دى، بلکه دَ هغوئ دَ پاره هم چه دَ اِبراهيم په شان ايمان لرى ځکه چه هغه زمُونږ دَ ټولو پلار دے.
17
لکه چه صحيفے وائى چه : ”ما تۀ دَ ډيرو قومُونو پلار ګرزولے يئے.“ چُونکه دا لوظ خُدائے کړے دے ځکه دا رښتينے دے، يعنے هغه خُدائے په چا چه دَ اِبراهيم ايمان وو، هغه په يو حُکم مړى بيا ژوندى کوى اَؤ نِشت شته کوى.
18
بيا هغۀ په نااُميدئ کښے اُميد ولرلو، نو دَ هغۀ ايمان داسے وو چه هغه پرے دَ ډيرو قومُونو پلار شو، دَ هغه کلام په سبب چه هغۀ ته وئيلے شوے وو چه : ”ستا اَؤلاد به دَ ستورو په شان ډير وى.“
19
اَؤ دَ ايمان دَ څۀ کمزورئ نه بغير هغۀ دَ خپل وجُود لکه دَ مړى په شان کمزورئ ته فکر ونۀ کړو ځکه چه هغه خوا اَؤ شا دَ سلو کالو بُوډا وو اَؤ ساره هم دَ زيږيدو لائقه نۀ وه.
20
خو بيا هم هغه دَ خُدائے په لوظ شکمن نۀ شو بلکه په ايمان کښے مظبُوط شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله.
21
اَؤ دا ئے پُوره يقين وو چه خُدائے خپل کړے لوظ پُوره کولے شى.
22
اَؤ ځکه دا ايمان اِبراهيم ته ”په صداقت حساب شو“
23
دا خبرے يواځے دَ اِبراهيم دَ پاره نۀ وے ليکلے شوے چه ”په صداقت هغۀ ته حساب شوے“
24
بلکه زمُونږ دَ پاره هم وے چه دا به زمُونږ په باب کښے هم دغسے حسابيږى، يعنے زمُونږ چه په هغه خُدائے ايمان دے چه زمُونږ مالِک عيسىٰ ئے له مړو نه بيا ژوندے کړو،
25
هغه څوک چه زمُونږ په قصُورُونو قُربان شو اَؤ زمُونږ دَ صادِق کولو دَ پاره بيا ژوندے کړے شو.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16