bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 11
Romans 11
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 12 →
1
نو بيا زَۀ تپوس کوم چه آيا خُدائے خپل اُمت رد کړے دے څۀ؟ بلکل نه! ولے چه زَۀ هم بنى اِسرائيل يم دَ اِبراهيم دَ نسل نه يم اَؤ دَ بنيامين له خيل نه.
2
خُدائے خپل اُمت نۀ دے رد کړے چه پخوا ئے غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چه صحيفے دَ اِلياس په حقله څۀ وائى؟ چه اِلياس څنګه دَ خُدائے سره دَ بنى اِسرائيلو په خلاف بحث کوى چه :
3
”مالِکه! هغوئ ستا نبيان مړۀ کړى دى، ستا قُربانګاه ئے نړولے ده، اَؤ زَۀ يواځے پاتے شوے يم اَؤ هغوئ زما په ژوندُون پسے دى.“
4
خو خُدائے هغۀ ته څۀ جواب ورکړو؟ ”ما ځان ته اُووۀ زره سړى ساتلى دى چه دروغجن خُدائے بعل ته په سجده شوى نۀ دى.“
5
هم دغه شان په موجُوده وخت کښے يو بقايا ټولئے پاتے شوے دے چه دَ خُدائے په فضل غوره کړے شوے دے.
6
که چرے دا په فضل وى نو بيا دَ دے بُنياد په کړى عمل نۀ دے، اَؤ که نه، نو فضل بيا فضل پاتے نۀ شو.
7
نو بيا څۀ؟ اِسرائيلو چه څۀ لټول، هغه ئے ونۀ مُوندل بلکه څو غوره کړو ومُوندل، نور دَ خُدائے بلنے ته کاڼۀ شول.
8
هم دغه شان ليکلى شوى دى چه : ”خُدائے ورله دَ پرکالئ رُوح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځے پورے داسے سترګے چه ليدلے نۀ شى اَؤ غوږُونه چه آؤريدلے نۀ شى، ورکړل.“
9
اَؤ په دے رنګ داؤد وائى چه : ”دَ هغوئ دسترخوان دِ جال اَؤ دام شى چه هغوئ په خپله په کښے راګير شى.
10
دَ هغوئ په سترګو دِ داسے تيارے راشى چه ليدے نۀ شى، دَ هغوئ شا هر وخت ټيټه ساته.“
11
خو اوس زَۀ تپوس کوم، کله چه هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ دَ تل دَ پاره پريوتل څۀ؟ نه، بيخى نه! بلکه دَ هغوئ دَ تيندک خوړلو په سبب غير يهُوديانو خلاصُون ومُوندو، نو په دے سبب يهُوديانو له هغوئ سره حسد وکړو.
12
خبره داسے ده، که دَ يهُوديانو قصُور دَ دُنيا دَ پاره دَ برکت وسيله وګرزولے شوه اَؤ دَ هغوئ پريوتل هم دَ غير يهُوديانو دَ پاره دَ برکت وسيله وګرزولے شوه نو په هغوئ کښے دَ بچ کوُونکو شمار پُوره کيدل به دَ څومره زيات برکت وسيله وى.
13
خو زَۀ تاسو غير يهُوديانو ته څۀ خبرے کول غواړم. زَۀ دَ غير يهُوديانو رسُول يم اَؤ دَ خپل خدمت لوئى بيانوم،
14
چه دغه شان زَۀ په خپل قوم کښے غيرت پيدا کړم چه په هغوئ کښے ځنے خلاصُون ومُومى.
15
ځکه چه که دَ هغوئ رد کيدل دَ دُنيا پُخلا کيدل شول نو دَ هغوئ بيا قبليدل به مړو ته دَ ژوندُون نه څۀ کم نۀ وى؟
16
که چرے دا دَ اوړو اولنئ پيړه پاکه وه نو نور اوړۀ به هم پاک وى اَؤ که چرے بيخ پاک وى نو څانګے به هم پاکے وى.
17
خو که چرے دَ ښونۀ ځنے څانګے پريکړے شوى وى، اَؤ تۀ چه ځنګلى ښون وے، په هغه ونه کښے پيوند کړے شوے وے اَؤ دَ هغۀ په غوړو جرړو کښے شريک شوے،
18
نو خپل ځان دَ هغه څانګو نه ښۀ مه ګڼه. که چرے ته داسے کوے نو ياد لره چه دا تۀ نه يئے چه بيخ له وده ورکوے بلکه دا بيخ دے چه تۀ پرے پائے.
19
تۀ به وايئے چه ”څانګے دَ دے دَ پاره پريکړے شوے چه زَۀ په کښے پيوند کړے شم.“
20
ستا خبره په ځائے ده، هغوئ په دے وجه پريکړے شوے چه ايمان ئے نۀ راؤړو اَؤ دَ ايمان دَ مخه تا خپل ځائے نيولے دے. نو فخر مه کوه بلکه ويريږه.
21
ځکه که چرے خُدائے اصلى څانګے پرے نۀ ښولے نو هغه به تا هم معاف نۀ کړى.
22
دَ خُدائے دَ رحم اَؤ دَ غضب خيال ساته، غضب په هغه چا څوک چه پريوتى دى اَؤ مهربانى په تا که چرے تۀ دَ هغۀ په رحم کښے اوسے، ګنى تۀ به هم پريکړے شے.
23
اَؤ که چرے يهُوديان دَ ايمان نه نور رُوګردانه نۀ وى نو هغوئ به بيا پيوند کړے شى، ځکه چه دا دَ خدائے په طاقت کښے ده چه هغوئ بيا پيوند کړى.
24
ځکه چه که چرے تۀ دَ خپل ځنګلى ښونۀ دَ ونے نه راپريکړے شوے اَؤ دَ خپل فطرت بر خلاف دَ اصلى ښونۀ سره پيوند شوے نو هغوئ به څومره په آسانه پيوند شى کُومے چه دَ ښونۀ خپلے څانګے دى.
25
زما ورُوڼو! دا ځکه چه دلته يو پټ حقيقت دے کُوم چه زَۀ غواړم چه تاسو ته ئے څرګند کړم، دَ دے دَ پاره چه تاسو ځان بے ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، اَؤ هغه دا دے چه دَ اِسرائيل يوه برخه به تر هغے سخته وى تر څو چه غير قومُونه پُوره پُوره په دے کښے داخل شوى نۀ وى.
26
اَؤ هر کله چه دا تر سره شى نو ټول اِسرائيل به دَ صحيفو دَ دے وعدے په مُطابق خلاصُون بيا مُومى چه : ”خلاصوُونکے به دَ صيون نه راپورته شى. هغه به دَ يعقُوب دَ نسل نه بے دينى لرے کړى.
27
اَؤ دا هغه وعده ده چه زَۀ به ئے دَ هغوئ سره کوم. کله چه دَ هغوئ ګُناهُونه لرے کړم.“
28
دَ زيرى دَ مُخالفت په وجه خو هغوئ ستاسو دَ خاطره دَ خُدائے دُښمنان دى خو دَ خُدائے دَ غوره والى په وجه هغوئ دَ خپلو نيکُونو دَ مخه په هغۀ ګران دى
29
ځکه چه دَ خُدائے نعمتُونه اَؤ دَ هغۀ بلنه بدليدے نۀ شى.
30
اَؤ لکه څرنګه چه مخکښے تاسو دَ خُدائے نافرمانه وئ اَؤ اوس چه دَ هغۀ رحم دَ هغوئ دَ نافرمانئ دَ کبله په تاسو شوے دے.
31
نو اوس چه تاسو رحم مُومئ، هغوئ نافرمانى کوى چه په هغوئ هم رحم وشى.
32
ځکه خُدائے ټول بنى آدم په نافرمانئ کښے پريښول چه په ټولو باندے رحم وکړى.
33
واه! دَ خُدائے دولت، عِلم اَؤ پوهه څومره بے پايانه ده، اَؤ دَ هغۀ اِنصاف څومره دَ اِدراک نه بهر دے اَؤ دَ هغۀ لارے څومره نا آشنا دى!
34
”دَ خُدائے په اِراده څوک پوهيدے شى؟ څوک دَ هغۀ صلاح کار شو؟
35
اَؤ چا هغۀ ته چرے دَ دے دَ پاره څۀ ورکړى دى چه دَ هغۀ نه هم څۀ واخلى؟“
36
دا ټول څيزُونه خُدائے پيدا کړى دى اَؤ دا ټول څيزُونه دَ هغۀ په وسيله اَؤ دَ هغۀ دَ پاره په وجُود کښے دى. دَ هغۀ ثنا دِ تل تر تله وى! آمين.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16