bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 9
Romans 9
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 10 →
1
رښتيا وايم ځکه چه زَۀ په مسيح پورے تعلق لرم، دروغ نۀ وايم، اَؤ زما خپل ضمير دَ رُوحُ القُدس په وسيله زما ګواه دے
2
چه زما دَ قومى خپلوانو دَ خاطره زما په زړۀ کښے ډير غم اَؤ نۀ ختميدوُنکے دړد دے.
3
ځکه چه زما خوښه ده چه زَۀ دِ دَ خپلو ورُوڼو دَ خاطره چه زما قومى خپلوان دى، لعنتى شم اَؤ دَ دوئ دَ پاره دِ زَۀ دَ مسيح نه جُدا شم.
4
هغوئ اِسرائيليان دى اَؤ هغوئ دَ خُدائے بچى بللے شوى دى اَؤ دَ جلال حقدار اَؤ دَ وعدے، اَؤ شريعت اَؤ عبادت اَؤ لوظُونه ټول دَ هغوئ دى.
5
دَ قوم بزرګان دَ هغوئ دى اَؤ دَ هغوئ نه په اِنسانى طور مسيح هم پيدا دے چه خُدائے دے اَؤ له ټولو نه اُوچت دے اَؤ تل تر تله دَ ثنا لائق دے، آمين.
6
دا نامُمکنه ده چه دَ خُدائے کلام غلط ثابت شوے وى ځکه چه دَ يعقُوب ټول اَؤلاد غوره اِسرائيليان نۀ دى.
7
اَؤ نۀ دَ اِبراهيم ټول اَؤلاد دَ خُدائے بچى دى، خو لکه چه صحيفے وائى چه : ”دَ اِسحاق په نسل کښے به ستا اَؤلاد پيدا کيږى.“
8
مطلب دا چه هغوئ چه دَ جِسم په مُطابق وزيږيدل، هغوئ دَ خُدائے زامن نۀ دى بلکه دَ خُدائے دَ وعدے په مُطابق زيږدلى دَ اِبراهيم اَؤلاد بللے شى.
9
ځکه چه وعده داسے وه چه ”په مُقرر وخت به زَۀ راځم اَؤ ساره به يو زوئے راؤړى.“
10
خو خبره تر دے نۀ ده، ځکه چه دَ رِبقه دَ دوؤ زامنو يو پلار وو، يعنے زمُونږ نيکۀ اِسحاق
11
نو ربقے ته دَ هغوئ دَ زيږيدو نه آګاهو ووئيلے شول چه په هغه وخت کښے چه هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے هغه ټاکلے مقصد تر سره شى کُوم چه دَ عمل په وسيله نۀ دے بلکه دَ خُدائے په بلنه،
12
نو هغے ته وئيلى شوى وُو چه : ”مشر به دَ کشر خادم وى.“
13
اَؤ دا په صحيفو کښے ليکلى دى چه : ”يعقُوب سره مے مينه وکړله اَؤ عيساؤ سره کينه.“
14
نو په دے باب کښے مُونږ څۀ ووايُو؟ آيا خُدائے بے اِنصافه دے څۀ؟ هيڅ کله نه.
15
لکه چه هغۀ مُوسىٰ ته ووئيل چه : ”په چا چه زَۀ رحم کوم، په هغه به ئے کوم اَؤ په چا چه زَۀ ترس کوم، په هغه به ئے کوم.“
16
نو دا به بيا په خوښوُونکى يا کوُونکى پورے نۀ ده بلکه دَ خُدائے په رحم باندے ده.
17
لکه چه صحيفه فرعون ته وائى چه : ”ما تۀ دَ دے مقصد دَ پاره پيدا کړے ئے چه په تا خپل قُدرت ښکاره کړم اَؤ چه زما نُوم په توله دُنيا کښے ښکاره شى.“
18
دغه شان هغه دَ خپلے رضا په مُطابق په چا رحم کوى اَؤ بعضے سختوى هم.
19
نو تۀ به ما ته وايئے چه بيا خُدائے سړے ولے ملامتوى ځکه چه دَ هغۀ دَ مرضئ مُخالفت څوک کولے شى؟
20
اَئے صاحبه! تۀ څوک يئے چه خُدائے ته به واپس جواب ورکوے؟ ”آيا يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چه تا زَۀ په دے رنګ ولے ساز کړلم؟“
21
بے شکه کُلال چه دَ خټے سره څۀ کول غواړى، هغه کولے شى. آيا هغه دَ مرضئ خاوند نۀ دے چه دَ دغه خاؤرے نه دوه لوښى جوړ کړى، يو دَ خاص اِستعمال دَ پاره اَؤ بل دَ عام اِستعمال دَ پاره؟
22
خو څۀ خبره ده، که دَ خُدائے مرضى وه چه خپل غضب وښائى اَؤ خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه ئے دَ غضب هغه لوښو سره ډير صبر وکړو چه دَ ورک کيدو دَ پاره تيار شوى وُو،
23
له پاره دَ دے چه دَ خپلے لويئ دولت دَ رحم په لوښو څرګند کړى کُوم ئے چه اول دَ لويئ دَ پاره ساز کړى وُو.
24
هغه مُونږ يُو چه هغۀ نۀ يواځے دَ يهُوديانو نه خو هم ئے دَ غير يهُوديانو نه رابللى يُو.
25
لکه چه ئے دَ هوشع په کتاب کښے ليکلى دى چه : ”څوک چه زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به خپل اُمت ووايم، اَؤ کُوم قام چه محبُوب نۀ وو، هغۀ ته به خپل محبُوب ووايم.
26
ځکه چه په کُوم ځائے کښے چه هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چه تاسو زما اُمت نۀ يئ، هغوئ ته به دَ رب الحئ زامن ووئيلے شى.“
27
خو يشعياه دا خبره دَ بنى اِسرائيلو په حق کښے په چغو وائى چه : ”سره دَ دے چه بنى اِسرائيل به دَ سمندر دَ شګو په شان بے شميره وى، خو لږ به ئے خلاصُون ومُومى،
28
ځکه چه دَ رب په مزکه عدالت به لنډ اَؤ آخرى وى.“
29
لکه چه يشعياه وړاندے هم وئيلى وُو چه : ”که رب العاسکر مُونږ ته زمُونږ دَ نسل نه څۀ باقى نۀ وے پريښے نو مُونږ به دَ صدُوم دَ ښار په شان شوى وُو اَؤ دَ عُموره دَ ښار په حساب به راغلى وُو.“
30
نو بيا مُونږ څۀ ووايُو؟ چه غير يهُودى قومُونه چه دَ خُدائے سره دَ صادِق کيدلو کوشِش ئے ونۀ کړو خو هغۀ هغوئ دَ ايمان په وسيله صادِق کړل.
31
خو بل پلو چه بنى اِسرائيلو چه دَ شريعت په وسيله دَ خُدائے سره دَ صادِق کيدلو کوشِش وکړو نو هغوئ کامياب نۀ شول.
32
داسے ولے وشول؟ دَ دے وجه دا وه چه دَ هغوئ کوشِش دَ ايمان په وسيله نۀ وو بلکه په عمل وو. هغوئ په کاڼى تيندک وخوړلو.
33
لکه چه صحيفے وائى چه : ”ګورئ، زَۀ دلته په صيُون کښے دَ تيندک يو کاڼے اَؤ دَ غورزولو دَ پاره يو ګټ ږدم، خو څوک چه په هغۀ ايمان لرى، هغه به شرمولے نۀ شى.“
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16