bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 6
Romans 6
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 7 →
1
نو بيا مُونږ په دے کښے څۀ ووايو؟ آيا مُونږ دِ تل په ګُناهونو کښے بوخت يُو په دے چه فضل نور هم زيات شى؟
2
نه! هيڅ کله نه! چه مُونږ مړۀ شولو چه نوره ګُناه ونۀ کړُو نو اوس څنګه په ګُناه کښے ژوند تيرولے شو؟
3
آيا تاسو په دے نۀ پوهيږئ څۀ؟ چه هر کله چه زمُونږ دَ عيسىٰ مسيح سره په شامليدو بپتسمه وشوه نو مُونږ دَ هغۀ په مرګ کښے دَ شامليدو بپتسمه واخسته.
4
اَؤ په دے بپتسمه مُونږ دَ هغۀ سره ښخ کړے شولُو اَؤ ورسره مړۀ شولُو، اؤ کله چه عيسىٰ دَ پلار په جلال کښے له مړو نه راپورته کړے شو نو دغه شان مُونږ هم په نوى ژوندُون کښے شامل شوُو.
5
نو که چرے مُونږ دَ هغۀ په مرګ کښے ورسره شامل شُوو نو دغه شان به دَ هغۀ په بيا ژوندى کيدو کښے هم يُو.
6
مُونږ ته دا معلُومه ده چه څنګه چه په يو وخت کښے چه مُونږ وُو نو زمُونږ هغه زوړ اِنسانيت دَ مسيح سره په سولئ کړے شوے دے چه دَ ګُناه ګار دَ نفس قُوت بے اثره کړى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغے نه پس نور دَ ګُناه غلامان نه شُو.
7
ځکه چه کله چه يو سړے مړ شى نو دَ ګُناه دَ قُوت نه آزاد شى
8
خو که چرے مُونږ دَغسے دَ مسيح سره مړۀ شوى يُو نو زمُونږ ايمان دے چه دَ هغۀ سره به ژوندى کيږُو هم.
9
مُونږ ته دا معلُومه ده چه مسيح يو ځل له مړو نه ژوندے شوے دے، نو بيا هيڅ کله مړ کيدے نۀ شى اَؤ مرګ په هغۀ باندے نور هيڅ واک اِختيار نۀ لرى.
10
کله چه هغه مړ شو نو هغه دَ ګُناه دَ پاره يو ځل مړ شو اَؤ بيا دوباره نۀ مرى، اَؤ په ژوندانۀ کښے چه هغه ژوندے دے نو هغه دَ خُدائے په نِزد ژوندے دے.
11
هم دغه شان تاسو خپل ځانُونه دَ ګُناه دَ پاره مړۀ وګڼئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح سره په شامليدو کښے دَ خُدائے په نزد ژوندى يئ.
12
نو ځکه ستاسو په فانى ژوندُون کښے دِ دَ ګُناه نور اِختيار نۀ وى چه دَ اِنسانى خواهشاتو دَ پُوره کولو حُکم ئے ومنئ.
13
دَ دے نه پس تاسو دَ خپل وجُود اَندامُونه دَ ګُناه دَ پاره مه اِستعمالوئ اَؤ خپل ځانُونه خُدائے ته وسپارئ، داسے لکه مړۀ چه بيا راژوندى شوى دى، اَؤ خپل اَندامُونه هغۀ ته دَ صداقت دَ پاره اِستعمالوئ،
14
دَ دے دَ پاره چه ګُناه نور په تاسو باندے حُکم ونۀ چلوى ځکه چه تاسو نور دَ شريعت دَ لاندے نۀ يئ بلکه دَ خُدائے دَ فضل دَ لاندے يئ.
15
بيا نو څنګه؟ مُونږ دِ ګُناه کوُو ځکه چه مُونږ دَ شريعت نه آزاد يُو اَؤ دَ فضل دَ لاندے يُو؟ هيڅ کله نه!
16
تاسو ته ښه معلُومه ده چه تاسو چه کُوم مالِک ته ځان وقف کړئ اَؤ دَ هغۀ فرمانبردار شئ نو دَ هغۀ غُلامان يئ. تاسو دَ ګُناه فرمانبردارى کولے شئ خو انجام به ئے مرګ وى، يا دَ خُدائے فرمانبردارى چه انجام ئے صداقت دے.
17
نو دَ خُدائے شکر په دے په کار دے چه تاسو په يو وخت کښے دَ ګُناه غُلامان وئ خو اوس دَ زړۀ دَ اِخلاصه دَ هغه دَ تعليم کُوم چه تاسو ته په حواله شوے دے، فرمانبردار يئ،
18
اَؤ دَ ګُناه نه آزاد کړے شوئ اَؤ دَ صداقت غُلامان شوى يئ.
19
زَۀ ستاسو دَ اِنسانى کمزورتياؤ په سبب په عامو اَلفاظو کښے وايم، لکه څنګه چه تاسو يو ځلے خپل ځانُونه دَ ناپاکئ اَؤ بدراهئ دَ پاره غُلامان کړى وُو نو دغه شان ئے اوس دَ صداقت دَ پاره غُلامان کړئ چه مُقدس شئ.
20
کله چه تاسو دَ ګُناه غُلامان وئ نو تاسو دَ صداقت نه آزاد وئ.
21
نو فائده ئے څۀ وه؟ هغه دا وه چه اوس پرے شرميږئ ځکه چه انجام ئے مرګ دے!
22
خو اوس تاسو دَ ګُناه دَ غُلامئ نه آزاد يئ اَؤ دَ خُدائے غُلامان يئ، نو تاسو خُدائے ته وقف شوى يئ اَؤ اَنجام مُوٰ دَ تل ژوندُون دے.
23
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دے خو دَ خُدائے بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے دَ تل ژوندُون دے.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16