bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 15
Romans 15
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 16 →
1
غرض دا چه مُونږ چه په ايمان کښے زورَور يُو، په کار دى چه دَ کمزورو سره مرسته وکړُو، نۀ چه په خپله خوشحالئ کښے مشغُول يُو.
2
په مُونږ کښے دِ هر يو خپل ګاونډى دَ هغۀ دَ فائدے دَ پاره خوشحاله ساتى په دے چه دَ هغۀ ايمان مظبُوط شى.
3
ځکه چه مسيح هم په خپل ځان خوشحالى کړے نۀ وه بلکه دا ليکلى شوى دى چه : ”ستا دَ ملامت کوُونکو ملامتُونه په ما راغلل.“
4
ځکه چه کُومے خبرے چه وړاندے په صحيفو کښے وليکلے شوے، هغه زمونږ دَ هدايت دَ پاره دى، دَ دے دَ پاره چه دَ صبر اَؤ دَ کتابِ مُقدس نه دَ تسلئ اُميد ولرُو.
5
اَؤ خُدائے چه دَ صبر اَؤ دَ تسلئ سرچينه دے، هغه دِ تاسو له دا توفيق درکړى چه دَ عيسىٰ مسيح په مُطابق په خپلو کښے يو زړۀ شئ،
6
دَ دے دَ پاره چه تاسو په يو زړۀ اَؤ يوه ژبه دَ خُدائے، زمونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ پلار لوئى بيان کړئ.
7
پس څۀ رنګ چه مسيح تاسو دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره قبُول کړئ، دغسے تاسو هم يو بل قبُول کړئ.
8
زَۀ دا وايم چه مسيح دَ خُدائے دَ رښتينوالى دَ ثابتولو دَ پاره دَ يهُوديانو خادم شو، دَ دے دَ پاره چه هغه وعدے پُوره کړى کُومے چه دَ پلارُونو نيکُونو سره شوى دى
9
اَؤ چه غير يهُوديان هم دَ رحم په سبب دَ خُدائے ثنا ووائى لکه څنګه چه ليکلى دى چه : ”دَ دے دَ پاره چه زَۀ به په غير يهُوديانو کښے ستا اِقرار کومه اَؤ ستا دَ نُوم سرودُونه به وايم.“
10
اَؤ بيا فرمائى چه : ”اَئے غير يهُوديانو! دَ هغۀ دَ اُمت سره خوشحالئ وکړئ!“
11
بيا دا چه : ”اے ټولو غير يهُوديانو! دَ خُدائے ثنا ووايئ، اَؤ ټول اُمتونه دِ دَ هغۀ ثنا صِفت بيان کړى!“
12
اَؤ يشعياه هم وائى چه : ”دَ يشى نسل به راځى، يعنے هغه سړے چه په غير يهُوديانو به حکُومت کولو له راپورته شى، دَ هغۀ نه به غير يهُوديان اُميد لرى.“
13
خو خُدائے چه دَ اُميد سرچينه دے، هغه دِ تاسو دَ خپل ايمان په وسيله دَ هرے خوشحالئ اَؤ سلامتئ نه معمُور کړى دَ دے دَ پاره چه دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
14
اَؤ اَئے زما ورُوڼو! زما په خپله هم ستاسو په حقله دا يقين دے چه تاسو په خپله هم په نيکئ معمُور اَؤ په معرفت پُوره يئ اَؤ بل ته ښوونه هم کولے شئ.
15
نو ما هم په بعضے ځايُونو کښے زيات په زړه ورتيا دَ دے دريادولو په طور دَ دے دَ پاره دا تاسو ته وليکل چه دَ خُدائے دَ طرف نه
16
زَۀ غير يهُوديانو ته دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم کيدو په توفيق نمانځلے شوے يم، چه زَۀ دِ دَ خُدائے دَ زيرى خدمت لکه دَ يو کاهن ترسره کړم، دَ دے دَ پاره چه غير يهُوديان دَ نذرانے په طور په رُوحُ القُدس مُقدس شى اَؤ مقبُول شى.
17
نو ځکه زَۀ دَ هغه خدمت په سبب چه په عيسىٰ مسيح کښے دَ خُدائے دَ خاطره کوم، فخر کوم.
18
ځکه چه زَۀ دَ هغه خبرو کولو جُرات کوم چه مسيح زما په وسيله کړے دى چه زَۀ غير يهُوديان دَ خُدائے تابع کړم. مسيح نۀ يواځے قول اَؤ فعل
19
بلکه په نخښو اَؤ مُعجزو، يعنے دَ رُوحُ القُدس په قُدرت وکړلے، تر دے چه ما دَ بيتُ المُقدس نه راواخله چار چاپيره دَ اِلريکوم پورے دَ مسيح زيرے پُوره پُوره خور کړے دے.
20
اَؤ دغه زما آرزو ده چه چرته چه دَ مسيح نُوم نۀ دے آؤريدلے شوے، هلته دا زيرے ورسوم، دَ دے دَ پاره چه دَ بل په بُنياد آبادى ونۀ کړم.
21
بلکه څنګه چه ليکلى شوى دى، هم هغسے دِ وشى چه : ”چا ته چه دَ هغۀ خبر نۀ دے رسيدلے، هغوئ به ووينى، اَؤ چا چه دَ هغۀ په حقله نۀ دى آؤريدلى، هغوئ به پوهه شى.“
22
دَ دے دَ پاره زَۀ تاسو ته دَ بيا بيا راتلو نه ايسار وم.
23
خو اوس په هغه ملکُونو کښے زما حاجت نِشته اَؤ دَ ډيرو کالُونو راسے تاسو له دَ راتلو آرزُومند وم.
24
دَ دے دَ پاره کله چه اسپانيه ته ځم نو په لاره به تاسو ته هم درځم ځکه چه زما دا اُميد دے چه په هغه سفر کښے به تاسو سره مُلاقات کوم، اَؤ څۀ وخت چه تاسو سره په څۀ مُوده تيرولو مے زړۀ موړ شى نو بيا به مے تاسو هغه طرف ته رُخصت کړئ.
25
خو اوس دَ پاکانو دَ خدمت دَ پاره بيتُ المُقدس ته ځم.
26
ځکه چه دَ مِکدونيه اَؤ دَ اخيه خلق دَ بيتُ المُقدس دَ خوارو پاکانو دَ پاره په چنده کولو رضا شوى دى.
27
سره دَ دے چه دا ئے په رضا سره کړے ده خو هغوئ دَ دوئ قرضدارى هم دى ځکه چه هر کله چه غير قومُونه دَ يهُوديانو سره په رُوحانى خبرو کښے شريک شوى دى نو اوس لازمه ده چه په جسمانى خبرو کښے هم دَ هغوئ خدمت وکړى.
28
پس زَۀ دَ دے خدمت دَ ترسره کولو اَؤ چه څۀ حاصل شول هغوئ ته دَ حواله کولو نه پس به ستاسو په لار اسپانيه ته ځم.
29
اَؤ زَۀ په دے پوهه يم چه کله چه زَۀ تاسو له راځم نو دَ مسيح پُوره برکت به راؤړم.
30
اَؤ اَئے ورُوڼو! زَۀ دَ عيسىٰ مسيح څوک چه زمُونږ مالِک دے په وسيله اَؤ دَ رُوح دَ محبت په رُوئے تاسو ته دا سوال کوم چه زما دَ پاره دَ خُدائے نه په دُعاګانو غوښتو کښے ما سره دَ زړۀ نه يو شئ،
31
چه زَۀ دَ يهُوديه دَ نافرمانو نه بچ شم اَؤ زما هغه خدمت چه دَ بيتُ المُقدس دَ پاره دے، دَ پاکانو خوښ شى.
32
اَؤ دَ خُدائے په مرضئ ښۀ په خوشحالئ تاسو له درشم اَؤ تاسو سره آرام بيا مُومم.
33
خُدائے چه دَ سلامتئ سر چينه دے، دِ تاسو ټولو سره وى. آمين.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16