bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 13
Romans 13
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 14 →
1
هر څوک دِ دَ اِختيار دَ خاوندانو تابعدار وى، ځکه چه داسے دَ اِختيار خاوند نِشته کُوم چه دَ خُدائے دَ طرفه نۀ وى اَؤ کُوم اِختيار لرُونکى چه موجُود دى، هغه دَ خُدائے دَ طرفه دى.
2
نو هر څوک چه دَ اِختيار دَ خاوند سره مُقابله کوى، هغه دَ خُدائے دَ اِنتظام مُخالفت کوى اَؤ څوک چه مُخالف وى، هغه به سزا مُومى.
3
ځکه چه نيکو خلقو ته دَ حاکمانو نه هيڅ خطره نۀ وى خو بدکارو ته ضرور وى. نو که تۀ چرے دَ حاکِم په وړاندے زړه ور اوسيدل غواړے نو نيکى کوه اَؤ هغه به ستا صفت کوى
4
ځکه چه هغه ستا دَ ښيګړے دَ پاره دَ خُدائے خادم دے، خو که چرے تۀ بدى کوے نو ويريږه ځکه چه هغۀ په لاس کښے تُوره بے فائدے نۀ ده آخستے. هغه دَ خُدائے خادم دے اَؤ دَ هغۀ دَ غضب مُوافق بدکارو له سزا ورکوى.
5
نو ځکه تابعدار اوسه، دا نۀ يواځے دَ غضب دَ ويرے له کبله لازمه ده بلکه په دے هم چه زړۀ هم دا ګواهى ورکوى.
6
تۀ دَ دے دَ پاره ټيکس هم ورکوے چه دا ګڼے چه هغوئ دَ خُدائے خادمان دى اَؤ په دے خاص کار کښے هميشه مشغُول دى.
7
دَ ټولو حق پُوره کوه، چا ته چه ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوه، څوک چه دَ محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوه، دَ چا چه ادب کول په کار دى، دَ هغوئ اَدب کوه، دَ چا چه عزت کول په کار دى، دَ هغوئ عزت کوه.
8
په خپلو کښے دَ مُحبت نه بغير په بل هيڅ څيز کښے هم دَ چا پور په ځان مه ساتئ ځکه چه څوک چه دَ بل سره مُحبت کوى، هغۀ په شريعت پُوره عمل وکړو.
9
ځکه چه دا حُکمُونه چه : ”زِنا مه کوئ، خُون مه کوئ، غلا مه کوئ، حرص مه کوئ“ اَؤ دَ دے نه علاوه نور چه څۀ حُکمُونه دى، دَ هغے ټولو خُلاصه په دے کښے ده چه : ”دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه مُحبت کوئ.“
10
مُحبت دَ خپل ګاونډى سره بد نۀ کوى، په دے سبب مُحبت کول دَ شريعت پُوره کول دى.
11
اَؤ دَ وخت تقاضا پيژنئ ځکه چه اوس هغه وخت راغلے دے چه تاسو دَ خوبه بيدار شئ، ولے څۀ وخت چه مُونږ ايمان راؤړے وو، دَ هغے په نسبت اوس زمُونږ خلاصُون نزدے دے.
12
شپه ډيره تيره شوه، ورځ په راختو ده، نو بايد چه مُونږ دَ تيارے دَ کارُونو نه لاس واخلُو اَؤ دَ رڼا په کارُونو پسے ملا وتړُو،
13
اَؤ چه دَ ورځے دَ رڼا په مُطابق ژوندُون تير کړُو، نۀ چه په ګډا اَؤ نشه بازئ، نۀ په مستئ، نۀ په زِناکارئ اَؤ نۀ په شهوت پرستى، نۀ په جګړے اَؤ حسد،
14
بلکه په مالِک عيسىٰ مسيح ځان پټ کړئ اَؤ دَ وجُود دَ خواهشاتو دَ پاره تدبيرُونه مه کوئ.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16