bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 7
Romans 7
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 8 →
1
زما ورُوڼو! تاسو نۀ پوهيږئ څۀ؟ زَۀ تاسو ته ځکه وايم چه څۀ نه څۀ په شريعت پوهيږئ چه سړے دَ شريعت تر هغے پابند دے تر څو چه هغه ژوندے وى.
2
دَ هغے نه پس دَ مِثال په طور يوه وادۀ شوے ښځه تر هغے دَ خپل خاوند پابنده ده تر څو چه هغه ژوندے وى، خو که دَ هغے خاوند مړ شى نو بيا هغه دَ وادۀ دَ شرعى پابندو نه خلاصه شى.
3
نو په دے وجه که هغه دَ خپل خاوند په ژوندانۀ دَ بل سړى سره لاړه شى نو هغه زِنا کوى، خو که چرے دَ هغے خاوند مړ شى نو هغه دَ شريعت په مُطابق آزاده ده، نو هغه که چرے بيا دَ بل سړى سره وادۀ وکړى نو زِنا کاره نۀ وى.
4
نو زما ورُوڼو! تاسو هم دَ شريعت نه په خپل مرګ آزاد شوى يئ ځکه تاسو دَ عيسىٰ دَ وجُود سره تړلى يئ اؤ اوس دَ هغۀ خپل شوى يئ چه هغه دَ مړو نه بيا ژوندے شوے دے، دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ خُدائے ښۀ خدمت وکړُو.
5
څۀ وخت چه مُونږ دَ خپل اِنسانى فطرت په مُطابق ژوند تيرولو نو زمُونږ دَ ګُناهُونو خواهشات دَ شريعت په وجه رابيداريدل چه نتيجه ئے مرګ ده.
6
خو اوس چه مُونږ دَ هغه څيزُونو دَ پاره مړۀ يُو دَ کُومو چه مُونږ پابندى کړے وه نو مُونږ دَ شريعت نه په دے شان آزاد يُو چه دَ خُدائے دَ رُوح په نوى شان خدمت وکړُو، نۀ په زوړ شان دَ ليکلى شوى شريعت په مُطابق.
7
نو مُونږ به بيا څۀ ووايو؟ آيا شريعت ګُناه دے څۀ؟ يقيناً چه نه! خو که شريعت نۀ وے نو زَۀ به په ګُناه پوهه شوے نۀ وے، ولے چه ما به دا هيڅ کله هم نۀ وے پيژندلے چه لالچ څۀ شے وى، که چرے شريعت دا نۀ وے ويلے چه ”تاسو لالچ مه کوئ.“
8
هم دَ دے حُکم په وسيله ګُناه ته داسے موقع په لاس ورغله چه په ما کښے ئے هر قِسم لالچ پيدا کړو. چه شريعت نۀ وى نو ګُناه مړه ده.
9
يو وخت داسے وو چه دَ شريعت په غير موجُودګئ کښے زَۀ ژوندے وم، خو هر کله چه حُکم راغے نو ګُناه ژوندئ شوه اَؤ زَۀ مړ شوم.
10
اَؤ کُوم حُکم چه زما دَ ژوند دَ پاره وو، زما دَ پاره مرګ شو.
11
ځکه چه ګُناه په شرعى حُکم کښے موقعه ومُوندله اَؤ زَۀ ئے وغُلولم اَؤ دَ شريعت په حُکمُونو ئے مړ کړم.
12
نو ځکه شريعت پاک دے اَؤ حُکم ئے هم پاک دے اَؤ اِنصاف اَؤ ښۀ دے.
13
نو بيا مُونږ دا وئيلے شُو، څۀ چه دا ښه څيز ګنى زما دَ پاره مرګ شو؟ نه، هيڅ کله نه! دا خو ګُناه وه چه زَۀ ئے دَ ښۀ څيز په وسيله ووژلم اَؤ هم په دے شان ګُناه خپل اصلى شکل ښکاره کړو. اَؤ دغه شان دَ حُکم په وسيله ګُناه دَ نور کله نه زياته بده شوه.
14
مُونږ پوهيږو چه شريعت رُوحانى دے خو زَۀ غير رُوحانى يم اَؤ په ګُناه خرڅ شوے يم.
15
زَۀ نۀ پوهيږم چه څۀ کُوم؟ څۀ چه زَۀ کول غواړم، هغه نۀ کوم، بلکه هغه کوم چه ترے نفرت لرم.
16
خو که چرے څۀ چه زَۀ کوم، هغه نۀ خوښوم، نو منم چه شريعت درست دے.
17
نو بيا دَ هغۀ کوُونکے زَۀ نۀ يم بلکه ګُناه ده چه په ما کښے موجُوده ده، هغه ئے کوى.
18
ځکه چه ما ته معلُومه ده چه زما په ذات کښے هيڅ نيکى نِشته، مطلب مے دَ خپل اِنسانى فطرت نه دے، ځکه چه زَۀ دَ نيکئ کولو خواهش لرم خو کولے ئے نۀ شم.
19
زَۀ چه څۀ نيکى کول غواړم، نۀ ئے کوم، خو چه زَۀ څۀ بد کول نۀ غواړم، هغه کوم.
20
اَؤ که څۀ چه زَۀ کول نۀ غواړم هغه کوم، نو ښکاره خبره ده چه کوُونکے ئے زَۀ نۀ يم بلکه هغه ګُناه ده چه په ما کښے ده.
21
نو بيا ما دا اُصول هغه وخت معلُوم کړو چه هر کله چه زَۀ نيکى کول غواړم نو صرف بدى کولے شم.
22
زَۀ په باطن کښے دَ خُدائے په شريعت خوشحاله يم.
23
خو زَۀ چه دَ خپل وجُود په اَندامُونو کښے يو بل شريعت وينم چه هغه زما دَ عقل دَ منلى شوى شريعت سره په جنګ دے اَؤ ما دَ ګُناه په هغه شريعت کښے قيدوى چه زما په اَندامُونو کښے دے.
24
هائے زَۀ څومره غم زپلے سړے يم! نو هغه څوک دے چه ما به دَ مرګ دَ وجُود نه راخلاص کړى؟
25
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائے شکر دے! غرض دا چه زَۀ په باطن کښے دَ خُدائے دَ شريعت خدمت کوم خو په اِنسانى فطرت کښے دَ ګُناه دَ شريعت خدمت کوم.
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16